مرکه؛

ځوانان د ټولنې د ملا د تير حيثيت لري، ځکه نو په پر مختللو هېوادونو کې ځوانانو ته تر بل هرچا ډېر اهميت ورکول کيږي او په سياسي، ټولنيزو اوفرهنګي چارو کې د هغوى ونډه جوته محسوسيږي، همدې ټکي ته په پام د ولسمشر حامد کرزي په لومړۍ دوره واکمنۍ کې د ځوانانو لپاره په اداري تشکيل کې د( ځوانانو وزارت) رامنځته شو، چې دا مهال د ځوانانو معينيت ته اوښتى او د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي، اوس په پلازمېنه کابل او يو شمېر ولايتونو کې په زرګونه داسې هېواد پاله ځوانان شته چې هغوى د هيواد په سياسي، فرهنګي او ټولنيزو او آن اقتصادي چارو کې مهمې دندې او اړين فعاليتونه تر سره کوي، چې يو له هغو ولايتونو څخه د ميدان وردګو ولايت ځوانان هم دي، له همدې امله  زموږ خبريال د  ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو، فرهنګ او ځوانانو له رئيس ښويالي محمد اورنګ مختار سره مرکه کړې ده او په وردګ ولايت کې يې د ځوانانو په اړه ترې پوښتنې کړي دي چې په ګډه يې سره لولو:

 په سر کې مو دوردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس څخه وپوښتل چې  په دې ولايت کې د ځوانانو رول څه ډول دى او کومې دندې پر مخ وړي، نوموړي ووېل:  مخکې له دې چې ستاسو پوښتنه ځواب کړم، اړينه بولم چې ووايم د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ او ځوانانو رياست پخپل تشکيل کې د ځوانانو لپاره درې تنه( د ځوانانو عمومي مدېر، د ځوانانو د همغږۍ مدېر، د ځوانانو د پرمختګ او زده کړو مدېر) په نومونو درې بستونه درلودل چې بدبختانه د ځوانانو د زده کړو او پرمختګ د مدېر بست له منځه لاړ، خو سره له دې هم زموږ رياست د دې ولايت دځوانانو لپاره په مختلفو برخو کې پروګرامونه لري د دې ولايت شاوخوا١٥٠٠ ځوانان له موږ سره په رضا کارانه توګه کارکوي او په مهمو موضوعاتو کې راغوښتل کيږي او مشوره ترې اخستل کيږي چې رول يې ډېر محسوس دى.

 د ميدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس  اورنګ مختار څخه مو وپوښتل چې تاسو د ځوانانو لپاره کوم اړين کارونه تر سره کړي دي، په ځواب کې يې ښاغلي مختار ووېل: (( موږ سره له دې چې د ځوانانو د زده کړې او ودې مسئول نلرو او مالي امکانات مو هم ډېرکم دي، خو له زده کړو او علم سره د دې ولايت دځوانانو د علاقې زياتوالي او زموږ مسئوليت موږ دېته هڅولي يو چې په نشتو امکاناتو د ميدان وردګ ځوانانو لپاره په وړيا توګه د انګليسي او کمپيوټر د زده کړو کورسونه داېر کړو چې همدا اوس هم دوام لري.))

د نوموړي د وينا له مخې دوى د ځوانانو سره بشپړه همغږي لري او د وردګو د ولايت د مقام او ځوانانو د معينيت  په مشوره ځوانانو ته بېلابېل زده کړييز اوروزنيز پروګرامونه جوړوي، ځوانان ورزشي لوبو ته رابولي او د ٩٠٠ څخه زيات ځوانانوته يې د FORD  سره په همغږۍ يې  د  ټاکنو په اړه دعامه پوهاوي پروګرامونه ايجاد کړي، مختلفې غونډې يې جوړې کړې دي،همداراز مو دځوانانو څلورو دورو ته د انګليسي او کمپيوټر د زده کړود کورسونو تر بشپړېدا وروسته د فراغت سندونه ورکړي دي او د روغتيا، پوهنې،رسنيوسره د اشنايي او نورو موضوعاتو په اړه مو ورته ورکشاپونه جوړ کړي دي او هغه ځوانان چې له ادب سره مينه لري په مياشت کې يوځل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته د مڼې ګل ادبي بهير ته په راتګ سره خپله  ادبي تنده په دې رياست کې په مشاعرو کې د ګډون له لارې ماتوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ  او ځوانانورئيس  اورنګ مختار چې پخپله هم  يوځوان ده، پخپلو خبرو کې ووېل چې دى د ځوانانو له پرمختګ او په هغوى کې د استعدادونو د راښکاره کولو سره ډېره علاقه لري او زياته يې کړه چې ميدان وردګ ځوانان د نورو ولايتونو په پرتله د علم سره زياته مينه لري ځکه نو بايد مرکزي اداره د دې ولايت د پرمختګ لپاره  ځوانانوته ډېره توجه وکړي  په تيره بيا د دې ولايت ځوانانو ته بايد تر بل هرچا ډېره پاملرنه وشي ، چې په دې کار سره له يوې خوا د دې ولايت نا امنۍ له منځه ځي له بله پلوه ورسره حکومت پياوړى کيږي او ولس په خپلو ځوانانو او حکومت باور پيدا کوي، مختار ووېل همدې موخې ته د رسيدا له امله يې د ميدان وردګو د ځوانانو لپاره د ( غښتلي ځوانان) په نامه مهالنۍ جريده تاسيس کړه چې د دې ولايت پوه او غښتلي ځوانان، ولس او دولت ته ور وپيژندل شي او نور ځوانان يې په پيژندلو سره په ځان کې د غښتلتيا احساس پياوړى کولاى شي،  د مختار په وينا : (( غښتلي ځوانان هغه ځوانان دي چې د علم او پوهې په ګاڼه سمبال وي، د هېواد او ولس سره علاقه ولري، له ننۍ ټکنالوژۍ سره بلد وي او په خپل ځواک او غښتلتيا سره د سولې لپاره مټې را ونغاړي.))

اوس چې  د وردګو ولايت  له درييمې درجې څخه دويمې درجې ته ارتقا وکړه هيلمن يم چې  راتلونکى ولسمشر به د دې ولايت ستراتيژيک اهميت، د ځوانانو ځانګړي استعداد، مرکزيت او نا امنيو ته په کتو دغه ولايت ته ډېره توجه وکړي ځکه چې د دې ولايت ځوانان تر بل هرچا  د هېواد په بيارغاونه کې اغېزمن ثابتېدلاى شي.

ميدان وردګ چې د کابل په شاوخوا دېرش کيلومترۍ کې موقعيت لري، دا مهال سربېره پر دې چې ډېرى ځوانان يې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي، وخت ناوخت پکې د نا امنيو له امله د ستونزو او وژنو خبرونه هم خپريږي، خو که د دې ولايت ځوانانو ته جدي پام وشي، هغوى ته زده کړييز او ټولنيز پروګرامونه جوړ شي، ډېر ژر به دغه ولايت د پرمختګ په لوړو پوړيو وخيژي او د دې ولايت د غښتلو او لوستو ځوانانوپر مټ به ميدان وردګ دسولې او پرمختګ يوه بېلګه شي.

 په پاى کې هيلمن يم چې د وردګو په ټوپ دښته چې کوم پوهنتون  (د غازي محمد جانخان پوهنتون ) کوم چې  په دې وروستيو کې  د دې ولايت د والي عبدالمجيد خوګياڼي او د ولايتي شورا د رئيس  حاجي رفيع وردګ او د دې ولايت اړوند د ولسي جرګې د غړو په هڅو او د ولسونو په غوښتنه نوى تاسيس شوى، د ولايت د ځوانانو د پرمختګ او تحصيل لپاره ژر تر ژره فعال شي څو د دې پوهنتون په فعاليت په ميدان وردګ کابل او ټول هېواد کې د سولې لپاره زمينه برابره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *