باربیکیو

غاښونه یې وچیچل، په اور لړوني یې تر کباب لاندې له لګیدلو سکرو یوه سکروټه راواخیسته، د نجلۍ عکس ته یې ونیوله. هغه لږ وسوځید. بیرته یې ورپو کړل.

په عکس کې د نجلۍ د سره بخون پتلون پایڅې سوځیدلې وې. د هغې خبرې ورپه زړه شوې:

« ته ما ته یو پتلون نه شي اخیستلی»

کباب ته یې وکتل، لږ تور وایسیده. ور ټیټ شو بله سکروټه یې راپورته کړه. عکس ته یې لمبه ونیوله، خو ژر یې له مځکې وموښه او اور یې مړ کړ. دا پلا د نجلۍ پورته پښې سوځیدلې وې. په عکس کې د نجلۍ سر ته ځیر شو:

« سترګې یې زرغونې دي که شنې دي؟؟!!»

« اوف تر اوسه مې سم نه دې ورپام شوي»

سوځیدلی عکس یې په جیب کې کیښود، پر اورلړوني یې سکاره کلک کلک ووهل، د کباب سیخان یې راواړول، غوښه د سکرو په څیر تکه توره شوې وه.

                                                           پای، پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *