Fireworm
سمندري چونجیان دي په برخو وېشل شوی بدن لري، په انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي، په پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې ډلبندي شوي. د دوه نسلونه هېرمو دایس او ایورېتو (genera Hermodice and Eurythoe) غړي دي. که چېرې لمس شي نو پوستکی بخار ته ورته سوزی احساس کوي. د (H. carunculata) ډول یې کوم چې د کره بین سمندر په مرجاني ډبرو کې پیدا کیږي په نریو نازکو وېښتو پوښل شوی وي او که چېرې لمس شي وېښته یې ماتیږي. که چېرې لمس شي نو په ډېره اسانۍ د انسان په پوستکي ځان نښلولای شي، یو ډول ماده تولیدوي کومه چې د انسان پوستکي کې سوزی او بخار پیدا کوي.
فایرم وارم یا اور چونجی نوم د حشرو په ټورټریسیدای کورنۍ (family Tortricidae) کې د یوه پتنګ لاروا ته هم کاریږي – د ځینو ګونګټو لاروا او غټو ګونګټو ته په لمپیریدای کورنۍ (Lampyridae) کې هم فایر وارم نوم اخلي.
