تاند- د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې خاص استازي پرون/چهارشنبه/ وویل، د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرو او د هغو پایلې ته تر ۲۰۱۵ کال یعني له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو یو کال وروسته مودې پوري هیله نه شي کېدای.
ویګاداس ویساکاس (Vygaudas Usackas) د جینوا د امنیتي پالیسۍ په مرکز (انستیتیوت) کې یوې علني غونډې ته وویل:«اروپايي اتحادیه د افغانانو په مشرۍ د خبرو ملاتړ کوي. هره لاره چې دوی خوښوي، دا په دوی پوري اړه لري.»
ده همداراز وویل:«که حقیقتونه ومنو، زه تر ۲۰۱۵ پوري کوم مهم بدلون ته تمه نه لرم.»
د سولې خبرو ته د دوشنبې په ورځ وروسته له دې هیلې لا لږې شوې چې طالبانو په قطر کې خپل دفتر بند کړ. که څه هم ویل کېږي چې تر څو خبرې نه وي پیل شوي طالبان به د قطر په تازه پرانستل شوي دفتر کې څه کوي. د جون په اتلسمه د دغه دفتر د پرانستلو هدف په هغه کې د سولې خبرې ښودل شوې وې.
امریکا او نور لوېدیځوال هڅه کوي چې د ۲۰۱۴ کال تر پای ته رسېدو مخکې طالبان د افغانستان له حکومت سره جوړجاړي ته وهڅوي څو د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل نه شي.
د اروپايي اتحادیې خاص استازي د قطر د دفتر په اړه وویل:«موږ د دوحې د دفتر شاوخوا حالات څارو. په دې پوهېږو چې سوله او پخلاینه زغم او پر له پسې هلوځلو ته اړتیا لري.»
د قطر په دفتر کې د خبرو چانس وروسته له دې له ستونزو سره مخامخ شو چې د افغانستان حکومت پر دغه دفتر د طالبانو د بیرغ او لوحې پر ځړولو اعتراض وکړ او قطر یې مجبوره کړ چې دواړه لېري کړي.
طالبان وايي تر هغو به خبرې ونه کړي چې پر دفتر یې د اسلامي امارت لوحه او بیرغ نه وي نصب شوي.
اوساکاس وویل: هیله نه لري چې د کرزي حکومت په پاتې میاشتو کې د فساد د مخنیوي او نورو ستونزو په برخه کې معجزه وکړي.
ده زیاته کړه:« افغانستان له پېچلي وضعیت سره مخامخ دی. حقیقت دا دی چې افغانستان به په ۲۰۱۴ کال کې د انتقال د ټولو پړاوونو له بشپړېدو وروسته یو کړکېچ ځپلی او کمزوی (fragile) هیواد وي.»
ده دا هم وویل چې د نړیوالې ټولنې لپاره ممکن د افغانستان جګړه په ۲۰۱۴ کال پای ته ورسېږي، خو د شخړې اصلي علتونه لکه افراطیت، سحت دریځي، بېسوادي او بېوزلي به دوام وکړي.
د وړو وړو خدایانو د بنده کړم – لویه خدایه زه به چاچا ته سجده کړم؟
ددی څخه معلومیږی چې د قطر په دفنر ځړول شوی بیرغ او لګول شوی لوحه د یوه ښه پلان مطابق دسیسه وه چې د مظلوم افغان ولس د احساساتو او هیلو سره یې ښه ریشخند وواهه؟
په جنګ کې ښکیلي دواړه خواوي نه غواړی چې سوله د وشې ځګه چې دواړو ته خدای لنګه غوا په لاس ورکړی نو څه لیوانیان خو ندی چې په لنګه غوا کې خوټي وواهي، که مری نو پردی بچې مری، نه د ملا عمر مری، نه د حکمتیار مری، نه د کرزی مری، نه د پاکستان منافقو عملماو بچې مری خو که مری د یوی سپیری افغانی مور بچې به مری نو مونږ باید خپلو میندو ته زیری ورکړو چو د ۲۰۱۵ کال پوری سوله نشته او د خپلو بچیو د مرګ د ناری په طمعه شپي سبا کوی او انتظار باسې چې کله به مو په دورشل باندی د پورته ذکر شوی ټیکادارانو لخوا د بچیو جنازه د ډالئ په شکل نناباسی؟ اخیر تر کومه او ولی
متل دی، چې وایی: ((خپله لاسه، ګله لاسه!)) زما هغه نږدې دوستان اوس هم په پېښور کې د عېش او عشرت ژوند کوي، د جریبونو، جریبونو ځمکو د لس ګونو موټرو څښتنان او د تش په نوم پاکستان د مخابراتي کمپنیو ټېکه داران د7، یخ ایركنډېشنر او كولرونو ته پراته دی، چې ځانونو ته یې د جهاد او جنت ټیکه داران وېل، په ټولیزه توګه د هېواد نننۍ ستونزې د ۹+۷ تنظیمونو د همغږۍ او یو موټیتوب پایله ده، چې په فارس، هسې تش په نوم پاکستان، عربي هېوادونو، روس او ځېنو یې غرب کې خپلو مشرانو ته قسمونه وخوړل، چې افغانستان څخه درته د بکوا دښته او د برابات غونډۍ جوړو، چې د دې خبرې ثبوت د يادو هيوادونو او د برېتانیانو په منځګړیتوب، چې زمونږ د پلار نیکه دښمنان دي، د امرېکا سره د خبرو په موخه د طالبانو او جهادي مشرانو او كومندانانو اوسېدل او لېدنې، هېواد ته د امرېکا په راتګ سره د شمالي ټلوالې مشرانو جېبونو ته مېلونونه ډالره غورځېدل، او د يادو هيوادونو د مشرانو او یا یې د جاسوسي شبكو سره د افغانستان د ورانۍ په اړه پټې لېدنې او دغو هېوادونو ته جاسوسي كول هغه څه دي، چې هېڅ وخت به د مسلمان افغان له ذهنه و نه ووځي.
د اوساکاس دخبرو څخه دا دیر شه ثابته کیداشی چی پخپله امریکایان نه غواړی چی د صلح په پًروصه کی رشتنی اوصادقه واوسی ځکه کوم احمق ویلای شی چی کرزی یو مستقله سړی دی او دده تیم مستقل تیم دی؟ دا خو تولوته معلومه خبره ده چی دا ټول دکرزی دحاکمیت تیم سل په سلو کی یو جاسوسی او خرڅ شوی تیم دی که څوک پدی کی شک لری نو هغوی د تحلیل او برسی کفایت هم نلری او که ټول پدی قانع وی چی نور نو دکرزی د ادارې په پوشالی بودن باندی کوم شک نسته نو باید دا ټوله دصلح او جنګ مسولیت دی امریکایان او دهغوی دجنګ د دګر شریکان باید پر خپله غاړه واخلی ځکه دوی کرزی او دده ناکاره او فاسده دجاسوسی دله افغانستانه ته راوستلې او دوی دی دا تحفه بیرته دځانه سره امریکی ته یوسی او لطفاً دی مونژته ددې زمینه مساعده کړی چی دلته صلح راشی او دابه دټولو خواوو په کته هم وی او افغانان به یی دا میړانه او دهغه منت هیر نکړی او که داسی د مزاکراتو په نامه دا درواغه لړۍ لکه دا اوس چی امریکایانو په چال اوفریب شروع کړیده هیڅ څوک یی نه منی او طالبان هم فکر نه کوم دومره احمقه وی چی پدی احمقانه چالونو باندی ونپوهیژی؟ دا هر څه فقط او فقط د امریکایانو په صلا او رهنمود باندی پر مخ ځی هیڅ هم دکرزی رول پکی نه وینو او کرزی هر څومره ځان مستقل مستقل وښیی باور کول یی نور هم احمقانه دئ ځکه هغه بیچاره کله هم د خپل یو والی دلری کولو صلاحیت نلری بیا راشه د امریکی سره دغړی ووهی؟ صرف داحمقانو په بازار کی د منلو وړ ده اوبس