تاند – د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د هغه په کور کې وکتل.
په دې لیدنه کې له ولسمشر غني سره د سولې د عالي شورا نوي مشران هم وو. نوي او پخواني ولسمشر د سولې پر بهیر او د هیواد پر روان وضعیت خبرې وکړې.
تر دې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیر سید احمد ګیلاني د سولې د عالي شورا د نوي مشر په توګه وټاکل شو او د ولسمشر کرزي د جمهوري ریاست دوهم مرستیال کریم خلیلي د پیر سید احمد ګیلاني ارشد مرستیال وټاکل شو.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کور کې د جمهور رییس اشرف غني هغه فرمان ولوستل شو چې په هغه کې د سولې د عالي شورا نوي مشران معرفي شوي دي.
په دې فرمان کې ویل شوي دي چې د سولې بهیر به د ولسمشرۍ په مشرۍ د امنیت شورا په ملاتړ مخته وړل کیږي.
د سولې د عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم نژدې روابط لري، ژمنه وکړه چې د ملي وحدت د حکومت د سولې د ارمانونو د ترسره کولو لپاره خپل وس ونه سپموي.
د حامد کرزي په کور کې تر ډيره له طالبانو سره د سولې پر روان بهیر او د سولې د عالي شورا د مشرتابه پر موضوعاتو خبرې وشوې. د افغانستان پر امنیتي وضعیت هم د غونډې برخه وال وغږیدل.
هم کاسه زنګنه، هم آش بوین