افغانستان دمنځنۍ او جنوبي اسيا ترمنځ مهم ستراتيژيکي اهميت لري، د اور په لمبو کې سوځي. غالبا په اور کې د سوځېدلو عمده علت د افغانستان د خلکو قبايلي ژوند، پر رواياتو فکري استقامت ، خپلمنځي قومي شخړې او تعصبات، ناپوهي، جهل او نړيوال سټنډرډ ژوند نه قبلول او د سيدقطب له هغه شعار سره موافقت،چې «اې مسلمانانو د قران پرته نور ټول علوم پر ځان حرام وګرځوئ». د عيني حالاتو له امله افغانان په دې پوه شوي دي،چې حقيقت او دروغ څه توپير لري، خو د استاد غضنفر هغه خبره چې هرځل يې د خپل ملت په مخکې کړې ده، هغه سړی چې د دوه غرونو ترمنځ ولاړ وي او راروان سېلاب ته چېغې وهي،چې پر ما رانه شې، زارۍ او ژړاګاني ورته کوي، خو د خپل ځای څخه خوځېږي نه، حتما ډوبېږي. خو که دغه سړی د عقل څخه کار واخلي او دخپلی خېمې سره د غره سر ته منډه وکړي،چې خپل ځان وژغوري، نوغالب امکان دی چې دا سړۍ به ځان وژغوري.
دافغان پوهانو او اوسنيو عيني شرايطو څخه دا معلومېږي،چې دلته هغه توليداتي عناصر،چې د يوې قبايلي يا وروسته پاتې ټولنې د له منځه وړلو لپاره اړين دی، د نه شتون ��رابراو د خوځښت څخه محروم دي،ځکه د اوسنيو پوهانو پوهه د مايوسی، تيارو، پرځای پاتی کېدل او د بې ځايه هڅو ښکار دي. خو بيا هم د قدرت لرونکي نظام نظريات واکمن ګڼل کېږي، په دې خاطر چې د زياتو وسايلو او تبليغاتو خاوندان دی. که هرڅه د فکر او د حل لاره راښکونکی پوهان موجود وي، خو ړانده او خيالي ګڼل کېږي.
د افغانستان اوسنی بحران څه نوی بحران نه دی.البته له تېرشوي وخت سره تړلی بحران دی، چې د لويو قوتونو له لوري پلان شوی او دا چې د وروسته پاتې ټولنې په وروسته پاتيوالي کې د زياتوالي سبب ګرځېدلی دی. د اوسني بحران او تېروشويو تېروتنو په خاطرواکداران داسی نصاب او تبليغات رامنځته کوي،چې وکولای شي پرتېرو شويو تېروتنو او اوسني بحران پرده خپره کړي. همدا علت دی چې هر وخت يو شعوري فکري خوځښت رامنځته شوی دی،نو د وخت واکدارانو د خپل مقصد تر حده پوری ژوندی ساتلی دی.خو د وخت په تېریدو چې کله دا خوځښت د دوی ګټو ته د تاوان رسولو وړ شي، نو ډېر ژر د واکمن ځواک له خوا تر پښو لاندې او ورک شي. دا بايد له ياده وناباسل شي،چې ځينې دا ډول غورځنګونه د واکمنو سره د راکړې ورکړې پر بنسټ يوې مفاداتي پرېکړې ته ورسېږي، خوکه چېرې دا خوځښتونه د عادي وګړيو له لوري وي او د عادي وګړيو ګټو ته ضامن وي،نو بيا دا خوځښتونه له وخته مخکې تر پښو لاندی کېدلو وروسته (انډرګرونډ) په پټه،خو معياري کارونو کولو ته غاړه کېږدي او وروسته د تېر شوي بحران او تجربې څخه په استفادې کولو معياری پاڅون ته لاره هواره کړي او ټولنه د سمو نظرياتو په چوکاټ کې په چټکي سره پرمختګ ته هڅول کېږي، ان تر دی چې توليداتي ريښی، راکړه ورکړه، اخلاقيات، ساينس او پوهه هم بدلون ومومي- بيا که دغه بدلونونه پرځای وساتل شي او نظرياتي ودانيز برخورد د عيني زمينو په مساعدولو پر لاره واچول شي او تخليقی کارو ته مخه وکړي،نو ډېر ژر ټولنه د پرمختګ هر اړخیزه لوریو ته روانه شي. خودا شيان د افغانستان د ټولنيزې ودی لپاره نه دي غوره شوي.
د افغانستان د اوسنی بحران عمده علتونه په مختلفو ډګرونو کې په لاندی ډول وېشل شوي دي:
اقتصاد:
يو اقتصادپوه وايي،که په نړۍ کې کوم ډول مشکل وي،نو يوازې اقتصاد کولای شي،چې دا مشکل حل کړي. يو بل پوهاند وايي چې په نړۍ کې ټولې ريښی، اړيکې، اخلاق، قانون او سياست د اقتصاد له چوکاټه پورته کېدلای نه شي. هغه په دا خاطر چې زموږ بشري محبت، راکړه ورکړه، اخلاق، ناسته پاسته، کړه وړه، خوراک څښاک او تر دې چې ټولنه هم له اقتصاده جوړېږي.
د افغانستان اقتصاد چې اوس مهال په بهرنيو نړيوالوشخصي شرکتونو، کمپنيو، مرکزونو، قاچاقو، تورکاروبار او فساد ولاړ دی، ملي اقتصاد ته مناسبه لاره نه شي هوارولی او نه په خپله څه لري. بل دا چې نه يې چا د سمولو غم خوړلی دی، همدا علت دی چې د سړکونو، کوڅو، ودانيو(دولتي، غيردولتي) او خوراک څښاک قراردادونه څوڅو ځله د دولتي او غيردولتي موسساتو او ادارو ترمنځ خرڅېږي، چې له امله یې ۵۰ سلنه بیه لوړیږي، معنوي ارزښت یې کمیږي او معیار یې هم را لویږي. دا قراردادونه د بهرنيو کمپنيو څخه ونيسه تر داخلي او کوچنيو کمپنيو پورې په مختلفو بيو خرڅېږي.
د قرارداد د اخيستلو کار د يو قماربازی څخه کم کار نه دی. هر هغه څوک چې قرارداد اخيستلو کې بريالی شي، له مخالف لوري د مختلفو دسيسو ښکار کېږي دا ولی کېږی؟ دا په دې خاطر چې دلته د وړو او غټو سرمايه دارانو اوسنډاګانو ترمنځ د راکړې ورکړې په بنسټ د افغانستان اوسنی نظام، پيسه او کاروبار روان دي. ان تر دی چې د جمهور رييس دواړه مرستيالان هم پکې ونډه لري. د امريکايې ورځ پاڼې نيويارک ټايم له مخې د خليلي صيب اوسنۍ پروژې،چې د بهرنيو هېوادونو سره يې د رغونې په څانګه کې تر سره کړې دي،د ۸۰۰ ميليونو ډالرو څخه زياتې دي او مجاهد جنرال فهيم صيب هم له نوموړي کم نه و. ديادونی وړ خبره ده چې د نوموړو کمپنۍ اوس د دې وړ شوې،چې په بهرنيو هېوادونو کې هم سرمايه ګزاری وکړي. د یادوني وړ ده، چې دا هغه زلمیان وو، چې د جومات له مُلا صیب څخه به یې درسونه ویل او هیڅ ډول رسمي زده کړی نلری، خو بیا هم زمونږ د جمهور رئیس مرستیالان دي.
څه د پاسه سل لويو نړيوالو کمپنيو په افغانستان کې پانګونه کړې ده ، دوی د افغانستان اقتصاد مستقيما په لاس کې اخيستی دی، دا کمپنۍ بهرني کارګر لري، چې په پايله کې د افغانستان عام وګړي په خپل هېواد کې د بې کاري کندې ته غورځېږي. دا شخصي کمپنۍ په افغانستان کې دومره بوختې دي،چې بل هيڅ چېرته نه غواړي سرمايه ګزاري وکړي.
له ۱۹۹۲ کال څخه د ازاد بازار په معرفي کېدو، د بورژوازي(پانګواکي) طبقې دګټو ساتونکی او پوهاند فرانسس فوکا هوما دا وويل،چې د روسيې (سټالينيزم) له ړنګېدو وروسته اوس هيڅ يو داسې ځواک يا نظام نشته،چې د نړۍ د ژغورلو کار وکړي،يوازې د پانګوال نظام پرته!
د نوموړي دا وړانديز اوس يوازې د هغې تر کتابه پاتې شو،چې نوم يې د اينډ اف هسټري(The End of History)دی. د ازاد بازار څخه په استفادې سره چين په افغانستان کې لومړی مقام لري،چې د ټولو په پرتله یې ډېره پانګوانه کړې ده، مطلب په افعانستان کې ډېری پيسې ګټي. د نورو هېوادونو په شمول په ځانګړی توګه د چين ډېر شمېر پروژی داسې دي،چې افغانستان به تر راتلونکو سلو کالونو پورې له پورونوځان خلاص نکړای شي. د يادونی وړ ده،چې چين د افريقا وروسته په افغانستان کې تر ټولو زياته پانګونه کړې ده او بيا برتانوي او نورې غربي امنيتي کمپنۍ دي،چې د افغانستان د شخصي او دولتي ادارو امنيت ساتي او په بدل کې يې په ميليونونو ډالر لاس ته راوړي،. ويل کېږي چې ګډوډي يا بې امنيتي د بهرنيو او داخلي واکمنو لپاره ترټولو غوره او ګټورکاروبار دی.
دغه داخلي او بهرنۍ کمپنۍ ډېر شمېر امنيتي کارمندان لري. کله نا کله د دغو کمپنيو مفادات د يو بل سره په ټکر کې راځي. دوی که هر چېرته وغواړي امنيت ښه کولای او ګډوډ کولای شي. د رسنيوپام بدلولو لپاره ډېر ځل داسې شوي دي،چې دغو کمپنيو ناامنيتې خپره کړې، البته له دې هم انکار نشې کیدلي چې ډېر شمېر رسني د دوی تبلیغات د پیسو په بدل کې خپروي ، تر څو د دوی ګټي خوندې شي. هسې خو دا هم ويل کېږي،چې دغه کمپنۍ د لويو قومي، ملي، سياسي او نړيوالو لويو څېرو په وژلو کې ډېر مهارت لري او باقاعده د دغو کمپنيو له لوري د وژلو پر سر ډېرې پيسې اخيستل کېږي.
د پام وړ خبره ده چې د قاچاقو په کنټرول او کاروبار کې دا ډول کمپنۍ عمده رول لري، د دې ډول کمپنيو پر ښه کاروبار باندې د بریتانيا او امريکا په څېر هېوادونو کاروبار، اسعار، بازار او اقتصاد ورانېږي او هم ابادېږي. ايلن سپيل چې د پانګوال نظام پالونکی، اقتصاد پوه او د امريکا د څلورم لوی بانک رييس هم دی، خپل يو کتاب ته نوم ورکوي:(Capitalism Needs Turbulence) مانا دا چې پانګوال نظام يوازې بربريت ته اړتيا لری.
که حل دا وي،چې چېرته نړيوالې پانګه اچوونکې کمپنۍ د دې لپاره کار کوي، چې يوازې ګټه لاس ته راوړي او د خلکو د خوراک څښاک، تلو راتلو او ناستې پاستې وسايل تر نظر لاندې ونه لري، نو څنګه دا غيرملی کمپنۍ ملي ګټې خوندي ساتلی شي او امنيتی کمپنۍ ددې لپاره کار وکړي،چې اوبه خړې کړي،ماهيان ونيسي؛ نو څنګه کېدای شي،چې امنيت ټينګ او اقتصاد وده وکړي؟
افغانستان چې اوس مستقيما د پنځوس څخه زياتو نړيوالو هېوادونو په زبېښاکي منګولو کې ښکېل دی، د خپل ملی اقتصاد خاوند نه شي کېدلای، تر هغه چې ادارې رامنځته شوی نه وی. البته په موقتي ډول موږ د افغانستان په کاروبار کې افغانۍ چې برسېره يې پښتو ورباندې ليکلې ده، د نړيوال باور وړ نده،ځکه چې دا په هوايي اسعارو کې راځي، چې له هوا څخه د زبېښاک د تګلارو په ترڅ کې رامنځته شوې ده او په نړيوال بازار کې د راکړې ورکړې حيثيت نه لري،ځکه چې دا د يوه بهرني ماشين په مرسته منځ ته راځی. د يوې پياوړې اسعار لپاره اړينه ده، چې د دې استعمال د بهرنيو وګړو، داخلي، کليوال، سرحدي او هر هېوادوال له لورې وشي، دا بايد د صنعت له لورې رامنځته شي، د فابريکو له لورې رامنځته شي، کرنې له لوري رامنځته شي او د ډېرو سيالانو په راتګ سره او د صادراتو په واسطه پياوړې شي.، خو اوس مهال په افغانستان کې د دغو شيانو لوی لوی وزارتونه، کارمندان، رييسان، مشاورين او مامورين خو يې لرو، البته هغه عناصر نه لرو چې توليد وکولای شي او خپل شيان د هېوادوالو په مخکې رامنځته کړي.
که چېرته يوه ځانګړۍ ټولنه د خپلو ځانګړیو ګټو په خاطر سره يو ځای شوې وي، خپلې ګټې د عادي وګړو په استحصال کې ويني او د دوی پر وسايلو خېټه اچوي، وسايل يې د خامو موادو په صورت کې بهر ته د جوړولو او بيې لوړولو په خاطر استوي، نو د دې دا مطلب دی، چې بايد په افغانستان کې فابريکې جوړې نه شي،چې واک يې د خلکو په لاس کې وي. هو که چېرته زبېښاک د اوسېدلو لپاره اوږدمهاله پلانونه لري،نو بيا ضرور دلته داسې ټرانسپورټي وسايل او فابريکې رامنځته کېږي، چې همدلته خام مواد توليد کړي او په لوړه بيه يې بازار ته وړاندې کړي ، چې دغه کارپه سعودي، پاکستان، بنګله ديش، هند او نورو غريبو هېوادونو کې روان دی.
خو پوښتنه دا رابرسېره کېږي، چې څرنګه موږ کولای شوو، چې د خپل يو بديل پر وړاندې کولو سره دا نظام، دا غمونه، دا جبر، دا استحصال، دا ناامني او ګډوډي له منځه يوسو؟ باید د اقتصادي ودې لپاره صنعتي اوښتون رامنځته کړای شی، چې له دې لارې وکولای شو، هېوادوال په مختلفو کارونو کې بوخت کړو.
نور بیا