هغه ورځي مو هم په ياد دي، چي مخکنی ولسمشر به کندهار ته د يو ګړي لپاره راتلی، نو دلته به درې ورځې ترمخه لاري او کوڅې پوليسو تړلي وې.
ټول ښار به بند و، ان ناروغان به ترروغتون پوري هم نه سوای رسېدلای او مسافر به کورته نږدې په لارکي بند پاته وو.
په هغه شپو کي، د مشرانو جرګې يوتن غړي ويل، چي د اجازه ليک سره يې ونه سوای کولای، چي د ولسمشر کرزي په ليدولو ځان مشرف کړي، ځکه په هرقدم کي د امنيتي منسوبينو پوښتنو او تلاښيو سړي سرګردان کاوه.
د وخت ولسمشرکرزي به په يو ګړي راتګ له کندهاريانو سره پرله پسې ژمني وکړې، خو چي تر هوايي ډګر به ورسيد بيابه ژمني پاته او کندهاريانو به همداسي د تشو ژمنو په شمېرولو شپې سبا کولې.
پنځلس کاله تېرسوه، د کندهار برېښنا لا هغسي پټه پټه کېږي، امنيتي ستونزي، بېکاري، د خوراکي او غيري خوراکي توکو لوړي بيې او نوري ستونزي، چي يو په يو يې يادول ډېر وخت غواړي تراوسه پرخپل حال پاته دي.
تېره اوونۍ، چي مخکنی ولسمشر کرزی د ځينو مخکنيو پاچاهانو په څېر له رسمي دندي وروسته کندهار ته تشريف راوړ، نو داځل يې د مخکنيو وختونو برعکس زيات وخت درلود او د لته کندهار کي يې له بېلا بيلو خلکو سره ليدني کتني وکړې .
ترټولو ښه خبره داوه، چي د کندهار پوهنتون له مشرتابه، استادانو او محصلينو سره يې په ځانګړې اوږده غونډه کي ګډون وکړ، خو افسوس، چي دغسي ليدني يې د ولسمشرۍ پرمهال کولای ، نو ګټي به يې زياتي واي!
په دې ځل راتګ کي يې د ځوانانو له بېلا بيلو ټولنو سره هم اوږدې خبري وکړې، عکسونه يې ورسره واخيستل او په هر مجلس کي يې بياهم خپلي ژمني تکرار کړې.
دالومړی ولسمشر نه دی، چي له دندي وروسته کندهارته راځي، ترکرزي مخکي هم ځيني ولسمشران له خپل رسمي مشرتوب وروسته دلته راغلي او کندهاريانو يې هغسي توده مېلمه پالنه کړې، لکه اوس چي يې هم د دولت واګي په لاس کي دي.
د سياسي چارو شننونکي ددغسي ولسمشرانو، چي دندي يې سرته رسيدلي وي، سفرونو ته د شک په سترګه ګوري او ټينګار کوي، چي دا سفرونه هغه مهال ګټور وي، چي ولسمشران د واک پرګډۍ ناست وي، ځکه له دندي وروسته ددوی خبري او واک په هغه کچه نه وي، چي خلک ورته اړتيا لري.
شننونکي وايي، اکثره ولسمشران، چي پرڅوکۍ ناست وي، نو د خپلو خلکو سره د ليدولو وخت نه لري او نه هم هرڅوک کولای سي، چي ولسمشر ته د زړه درد ووايي، ځکه په هغه وخت کي پرچوکۍ ناست جمهور رييس په خپلو غمونو کي ډوب وي او چندان يې ولس ته پام نه وي، خو کوم وخت چي وزګار سي نو بيا يې ولس په ياد او وخت يې زيات سي.
عام کندهاريان هم وايي، افسوس ! چي ولسمشرکرزي اوسنی زړه او مخکنۍ چوکۍ درلودای نو ملت ته به يې ډېره ګټه رسېدلې وای.
کندهار
16 – 04 – 2014
داخبره رښتیا ده چی وایی: پښتانه دلویوزړونو خاوندان دی او دغه خبره ډیره زیاته د هزاره افغانانو په منځ کی عامه ده او هغوی به په خپله لهجه کی داسی ویله:دل اوغو کلویه،.مخکینی ولسمشر ډیر طلایی فرصتونه او چانسونه لرل چی باید د هیواد دخیر ښیګڼي او ښیرازۍ لپاره یی کار ځنی اخیستۍ وۍ،مګر ډیر د افسوس ځای دۍ چی نوموړی ولسمشر دغه خدای ورکړی فرصتونه هسی بابیځایه او عبث مصرف کړل او دخپلودیارلسو کالونو په اوږدو کی یی یوازی یوه پوړ ته وده ورکړه چی هغه زور ویونکی، غاصیبن، په بیلابیلو فسادونو اوله پښوڅخه بیا دسر تر ویښتانو پوری په ډول ډول تعصباتو ککړ دی ، د نوموړی د ولسمشرۍ په دوران کی بیا هم دتیر په ځیر پښتانه تر ټولو زیات وځپل شول ،او تر ډیری اندازی پوری مجبورشول چی اوسنی کارونه وکړی کوم چی ورباندی ملامت کیږی!
او دده د دوران لاسته راوړنه هغه ده چی اوس په هیواد کی قانون نه منی او دیموکراتیکی ټاکنی او دهغو پایلی په ضد او زور سره ننګوی او نورو قومونو(پښتنو ) ته سپکاوۍ کوی او پسونه یی بولی!
بیا هم زموږ د هیوادوالو دود دۍ چی کله په کور کی مشر د زړبودۍ حالت ته ورسی بیا نو دکور د کشرانو څخه د لاسنیوی انتظار کوی او اوس د ورشي هغو خلکو ته چی دده تر سیوری لاندی د میلیونو خاوندان شوی لکه پنجشیر،مزار او بامیان.