په معاصره زمانه کې چې انسان د ټکنالوژۍ له برکته د اسانتياوو په لوړو وړو ولاړ دى، ورځ تر بلې پکې پرمختگ کېږي، اسانتياوې زياتېږي، چې دا کومه نوې خبره نه ده. زمانه د خپل لرغوني تاريخ په ترڅ کې د رنگارنگ اشخاصو او دهغوى د هيلو شاهده وه. زمانې د هر وخت سره د خلکو هيلو ته رنگارنگ غبرگونونه لرل، زمانې د خل اوږد ژوند په پړاوونو کې د اوسنۍ ټکنالوژۍ چې نن سبا ترېنه موږ عملاً کار اخلو او استفاده ترې کوو، دهر وخت سره د هيلو يو تصور موجود ؤو او ددې تصور دعملي کېدو لپاره ورځني رنگارنگ تعبيرونه شوي، لکه څرنګه چې د خپل اواز د چټکې رسونې لپاره يو تصور د خلکو په ذهن کې داوږدې مودې غزونې کولې د مقصود نفر د پوهاوي او بيرته دهغه د ځواب لاسته راوړنې او يا هغه پخپل حال خبرولو او خپلې مرستې ته د راغوښتلو لپاره دا يو شونى کار وو، ولې ددې کار د چټکتيا لپاره مختلف تعبيرونه شوي، ددې لپاره چې موضوع گونگه نه شي لږ به ددې موضوع ژورو ته ورکوز شو: د زمانې په بېلابېلو پړاوونو کې انسان په دې هڅه کې وو، چې خپله غوښتنه په لنډ وخت کې ورسوي او په چټکۍ سره ځواب ترلاسه کړي، چې ځينې افسانوي روايات تر ننه ژوندي پاتې دي، افسانوي دعوې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره ځينې معقول دلايل راوړي، چې تعبير ترېنه په بېلابېلو رنگونو او شکلونو شوى، په پخوانيو افسانو کې د خپلې غوښتنې د ځواب ترلاسه کولو په موخه د کفترې ديو د ويښتانو ښاپيرو نومونه راوړل شوي، په ډېرو افسانو کې داسې راغلي چې کله د ا فسانې هېرو اړ شو چې خپل ځاى ته درسېدو په موخه ديوې داسې لارې کار واخلي چې انساني ذهن ته څه ناڅه د منلو وړ وي، دلته افسانه ليکونو چې يوازې دهغې هيله نه وه، بلکې دهغه زمانې د ټولو وګړو غوښتنه وه چې داسې لنډه ا اسانې لارې ته لاس رسى ولري، نو ددې لپاره تعبير داسې شوى چې هېرو به د ديو يا ښاپير چې دا دواړه يو خيالي تصوير او وجود يې د عمل په افق کې تت ښکاري د ديو ويښتانو ته اور واچولو، ديو يا ښاپيرۍ به ددې خدمت ته راورسېد، دلته موخه يوازې دهغه خيالي تصويرونو شتون دى چې عملي بڼه ورکول ورته شوني نه ښکارېدل، ولې په همدې ډګر کې اسلامي پوهانو له خوا عملي کوټلي گامونه هم اوچت شوي چې ددې برخې بنسټ يې بللى شو، چې هغه تصوري او خيالي تصويرونو ته يې يو عملي بڼه ورکړه او هر څومره پرمختګ که منځته راځي دهمغه بنسټونو يې تعمير ځکه بللى شو چې د اسلام مبارک دين تمرکز ټول په پوهه دى، اسلام خپل استازي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته په لومړي وار د لوستو امر وکړ، همداراز خپل ټول پيروان يې پوهې ته رابلل، څرنگه چې د اسلام پيل په پوهه وو د ژند په هر ډگر کې په علم ولاړ بنسټونه ورغول چې د ټول پرمختګ نسبت ورته کېږي.  ددې لپاره چې د موضوع څخه ونه وځو، هغه تصويري هيلې او اټکلونو د اوسنۍ ټکنالوژۍ سره پرتله کوو، غايب چې په لرې واټن کې وو، هغې ته خپل غږ رسول بغير د وسايلو کوم شونى کار نه وو، په لرغونې زمانه کې يوازې د ليک په واسطه ټول کارونه ترسره کېدل، اسلامي ثقافت نه يوازې دا چې ددې کار لپاره يې بنسټونه ورغول او دې تصور ته يې د پرمختګ رښتوني لاره هواره کړله، د اسلامي خلافت په پيل کې د ليکونو د لېږدولو لپاره يو منظم سيستم رامنځته شو چې تر ننه په همغه بنسټونو عمل کېږي، يوازې په کړنه کې توپير راغلى، پخوا به يو ليک په ډبره او يا څرمن باندې ليکل کېده، او د انسان په واسطه به چې يا به په اوښ او يا آس سپور وو، هغه به يې د پوستې د يو منظم سيستم لاندې انتقالوو او اوسنۍ ټکنالوژۍ ته په پام اړولو تصور يې هم له پامه نه وو غورځولى د اسلام دوهم خليفه حضرت عمر فاروق (رضى الله عنه) چې د پوستې د نظام نوښتگر دى، يو روايت ترېنه کېږي چې په منبر يې خطبه لوستله يو ناڅاپي غږ يې وکړ: ((اى ملګرو! دغره خواته متوجه شئ، چې د ښمن درباندې د شاه لخوا حمله کوي))، هلته جنګېدونکي اصحابان چې وو د عمر فاروق غږ يې واورېد، هک پک شو، دده په وينا يې عمل وکړ، همغه وو چې د دښمن د زورورې حملې نه په امان شو، دغه تصور موجود ؤ خو په ديني امورو کې دا د حضرت عمر فاروق کرامت بللى شو، او د ټکنالوژۍ د تصور عملي کولو لپاره يې يو غوره بنسټ دى، اسلام دا روحيه ورکړه چې انسان کولى شي په ډېر لرې واټن کې يو بل وګوري ا ورسره خبرې وکړي، همداراز د الوتلو روحيه هم د بشريت لارښود کتاب قران عظيم الشان کې اشاره شوې چې د سليمان (عليه السلام) تخت به د دربار په ذريعه الوتلو، په دې لږ تم کېږو، او دسليمان (عليه السلام) د تخت الوتل دا دهغه معجزه وه، ولې دانسانيت لپاره پکې ددې تصور د عملي کېدو الهام فکر موجود ؤ، چې قران په يو بل ځاى کې د اوسپنې په هکله ويل شوي چې اوسپنه کې يو لوى بحث دى او ډېرې ګټې پکې خوندي دي، همداراز د طيارې د جوړېدو لپاره چې دا تصويرونه راجمع کړي د انسان د الوتلو حقيقي تصوير ترېنه په لاس راځي؛ نو په پاى کې دا ويلى شو چې دا څومره پرمختللې ټکنالوژۍ د اوسني عصر په واک ده، ددې ټولو تصوير په پخوانيو زمانو په اټکلونو کې موجود ؤو. علامه سيدجمال الدين افغاني وايي: داوسني پرمختګونو تصوير په ضمني توګه په قران او سنت کې موجود ؤ، ولې که په تفصيل سره ترې په همغه وخت کې بحث شوى واى، خلکو به پرې ملنډې وهلې واى، ولې اوس موږ دخپل سر په سترګو ګورو او ګټه ترې اخلو. دا يو تصادف نه بلکې ددې تصوير د زمانې په مختلفو پړاوونو کې په رنګارنګ شکلونو کې کې ځلېدلى، انگېزه خلق شوې، انسانانو د اړتيا له مخې د پخواني تصوير پر بنسټ د تجربو د لارې يوې لاسته راوړنې ته رسېدلي چې نن سبا ترېنه موږ عملاً ګټه اخلو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *