رسنیو د کال 2017 د جولای په اتمه نېټه، شنبه، ناڅاپه دا خبر خپور کړ چې د اسلام آباد د بې نظیر بوتو د نړیوال هوايي ډګر د فدرالي څېړنو د ادارې (FIA) یو افسر هڅه کړی په هغه افغانه مېرمن جنسې تېری وکړي چې هلته په سفر تللې وه!
د رسنیو له خولې، د پاکستان پولیسو ویلي چې دا مېرمن له خپلې خور سره د بې نظیر بوتو هوایي ډګر ته تللې وه؛ خو د هغه هوتل د تلفون شمېرې د نه لرلو له امله، چې دوی به هلته ورتلې، د پنځو ساعتونو له پاره د څېړنو خونې ته بېول شوې او بیا د FIA یو افسر، اکرم علی شاه، په داسې وخت کې چې خور یې د دخولې ویزې د وهلو له پاره بلې کوټې ته استولې وه، غوښتي چې دا وځوروي؛ خو دې مېرمنی له خونې څخه بهر ته ټوپ کړی او له هغه مامورینو څخه مرسته غوښتی چې هلته په دندو بوخت وو؛ خو دې مامورینو د مرستې په ځای په دې پورې خندلي دی!!
د پاکستان پولیسو ویلي چې د هوايي ډګر امنیتي کمری د دې مېرمنې خبرې تاییدوي او ځکه خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علی خان د هوايي ډګر دFIAمرستیال د لنډې مودې له پاره بندی کړ!
په اسلام آباد کې د افغانستان مرستیال سفیر زردشت شمس ویلي چې دا ډېر د شرم ځای دی او دوی له پاکستاني چارواکو سره په اړیکو کې دي چې خاطی ته قانونی سزا ورکړ شي.په اسلام آباد کې افغان سفیر ښاغلي زاخیلوال هم په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا قضیه به په کلکه وڅاري.
کله چې دا خبر په رسنیو کې خپور شو، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې د خلکو سخته غوسه وپاروله او ډېرو په رسنیو او ټولنیزه پاڼو کې کلک غبرګونونه وښودل او د اسلامآباد په هوايي ډګر کې یې د دوو افغانو مېرمنو په وړاندې د FIA د مرستیال مشر چلند ډېر غیرانساني او غیراسلامي بللی او په چارواکو یې غږ کړی چې دا موضوع د (دیورند) په شانی غټه، مهمه او حساسیت پارونکی وبولي او د جدي اقدامات وکړي.
د مشرانو جرګې مرستیال محمد آصف صدیقي خو یو ګام وړاندې تللی او ویلي چې پاکستاني پولیس د نړۍ له خورا فاسدو او چټلو پولیسو څخه دي!
د مشرانو جرګې ټولو غړو پرېکړه کړی چې د دې خبرې تر روښانتیا پوری به به پاکستان ته رسمي او شخصي سفرونه وځنډوي.
داسې یو کار ممکن هر ځای وشي چې یو لېونی، غیرعادی انسان یا افسر دی، په یوه ښځه د جنسي تیري یا ځورونې هڅه وکړي؛ خو په هغه ملک کې چې د اسلام په نامه جوړ شوي او بیا په (اسلام آباد) کې، د (بی نظیر بوټو) په لوی هوايي ډګر کې چې هغه هم چې د یوې ښځې د نامه په درناوی جوړ شوی، په یوه افغانه مېرمن د جنسي ځورونې هڅه، بی له شکه د افغانستان او افغانانو په وړاندې د یو پنجابي افسر هغه شیطاني فکر ښکاروي چې دوی له پخوا څخه د افغانستان د ځپلو، ورانولو، بدمرغولو، ټوټې کولو او سوځولو له پاره درلود او تر هغه پوری یې چې لاس ورسېد، هېڅ صرفه یی هم ونه کړه!
زه چې اوس دا کرښې لیکم د هغه حضراتو چوپتیا ته اریان یم چې پاکستان به یې د انصارو وروڼو هېواد باله! اوس له کاڼو غږ خیژي؛ خو دا ټیټ سترګي د بوتانو په شانی غلي او چوپ دي!
زموږ د ګران هېواد انقلابي شاعر، سلیمان لایق، یو وخت ویلی و چې (اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وایي؟)!!