مدثر اسلامي

پوهنتون کې د ټولګي د استازي په توګه راڅخه تمه کیده، چې په بیلا بیلو وختونو کې د ټولګي په استازیتوب مواقف غوره کړم؛ کله د پوهنځي له ادارې سره په خبرو اترو کې، کله د پوهنتون له مسئولینو سره په بحث کې او کله هم د نورو ټولګیو او پوهنځیو له استازو سره په غونډه کې. تر ډیره حده به مې هڅه کوله، چې مواقف د ټولګي په ګټه وي، خو یو ټولګیوال مې داسې وه، چې کله به مواقف د ده او د ده د ملګرو خوښ وه یا به یې ګټه پکې وه نو بیا یې سخت نازولم، هر ځل به، چې راسره مخامخ شو ویل به یې، “منم دې اسلامي صیب!” کله به، چې کوم موقف د دوی په ګټه نه وه یا به یې شخصي زیان پکې لیده نو به تر ډیرې مودې راته غړمبیدل او خولې به یې کږې وې، آن چې د بې پریوالې او ډله بازۍ تورونه یې راباندې ولګول.

نن سبا د ډله اییزو او خواله رسنیو د یوه فعال او لیکوال په توګه د هیواد په بیلا بیلو ټولنیزو، فرهنګي، دیني او سیاسو چارو بې پرې تحلیل او تبصره لیکم؛ هڅه مې تل دا وي، چې تحلیل تر ډیره په واقعیت ولاړ وي، خو ځینې وخت تحلیل د یوه خاص حزب، نظر، فکر یا ډلې پلویان په خپله ګټه تعبیر کړي، بیا نو زما پر فیس بوک پاڼه یا بلاګ د هڅوونکو او نازوونکو تبصرو باران وي. څوک شاباسی راکوي، بل وايي “منم دې”، نورو ته واقعي تحلیلګر ښکاریږم. همدا کسان، چې بیا کوم بل تحلیل کې د خپلو ګټو لپاره ځای پیدا نکړي، له غوسې هر څه هیر کړي، او آن کله کله له سپکو سپورو خبرو هم دریغه نکوي.

عجیبه خلک یو، ستاینه او نازول مو د احساساتو له مخې دي او د نظر او فکر اختلاف په سپکولو، بد ویلو او رټلو ښکاره کوو. یواځې اشخاص نه، بلکې ادارې، ټولنې او رسنۍ مو ازاد نظر نلري، ضرور د یوه اړخ پلوي کوي او بیا د بل اړخ پلویان د هیڅ ډول درناوي وړ نه بولي. هغوی، چې تر ډیره حده بې پرې دي او د هیواد او هیوادوالو د هوسا او ښې راتلونکې لپاره په وضعیت تبصره کوي، په پردي پالۍ او نورو لقبونو تورن کیږي.

* مدثر اسلامي کابل کې میشت لیکوال، بلاګر او د ځوانانو چارو فعال دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *