تاند- د ملګروملتو د ټیلي کمونیکشن د نړیوالې ادارې له یوه تازه راپور سره سم، اوس د نړۍ د ټولو خلکو په سلو کې ۴۷ له انترنیټه کار اخلي. تېر کال د دې ادارې پر اساس په نړۍ کې د انترنیټ د کاروونکو فیصدي په سلو کې ۴۳ وه.
د ملګروملتو د ټیلي کمونیکشن ادارې په راپور کې دا هم ښودل شوي چې د نړۍ په کومو هیوادونو کې له انترنیټه زیات یا کم کار اخیستل کېږي او د هیوادونو له اقتصاد سره څومره ارتباط لري.
په دې راپور کې ویل شوي چې په سلو کې ۷۹ اعشاریه ۱ اروپایان انترنیټ کاروي چې د نړۍ تر بلې هرې لویې وچې زیات دی.
په سلو کې ۶۶ اعشاریه ۶ امریکایان او د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو وګړي انترنیټ کاروي.
له بلې خوا په افریقا کې یوازې په سلو کې ۲۵ اعشاریه ۱ خلک له انترنیټه کار اخلي. د اسیا وضعیت تر افریقا ښه دی. په سلو کې ۴۱ اعشاریه ۶ اسیایان انترنیټ کاروي. په اسیا کې د عربي هیوادونو د اوسېدونکو ۴۱ اعشاریه ۹ له انټرنیټه استفاده کوي.
په دې راپور کې د افغانستان یادونه نه ده شوې خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي چې ۵ ملیونه افغانان له انترنیټه کار اخلي چې په سلو کې ۱۶ اعشاریه ۶۶ کېږي.
د ملګروملتو د ټیلي کمونیکشن نړیواله اداره وايي چې په نړۍ کې ۳ ملیارده او ۹ سوه ملیونه انسانان لا هم له انترنیټه بې برخې دي.
په هیوادونو کې د انترنیټ تر ټولو کم کاروونکی هیواد د افریقا نیجر (Niger) دی چې د وګړو په سلو کې ۲ اعشاریه ۲ یې له انترنیټه کار اخلي.
او تر ټولو زیات انترنیټ کاروونکي د ایسلنډ اوسېدونکي دي چې په هرو سلو ایسلنډیانو کې ۹۸ یې له انترنیټه کار اخلي.
په پاسني لیست کې، چې د انترنیت د لسو تر ټولو زیاتو کاروونکو او لسو تر ټولو لږ کاروونکو هیوادونو نومونه یاد شوي، د انترنیټ د بنسټګر یعني د امریکا د متحدو ایالتونو نوم نشته. په هر سلو امریکایانو کې ۷۴ اعشاریه ۶ انترنیټ کاروي.