میرویس جلالزی –

د امریکا د کولمبیا پوهنتون څیړونکو او ساینس پوهانو د لومړي ځل لپاره د ایفون ټلیفون په دې قادر کړ چې وکړای شي د اچ ای وي وایرس چې د ایډز ناروغۍ لامل ګرځي وپیژني.

دغو محقیقینو د ایفون ټلیفونونو لپاره داسي یو اپلکیشن طرح او تولید کړی چې د یوه دانګل په واسطه له ایفون ټلیفون سره نښلول کیږي او کولای شي چې په ۱۵ دقیقو کې ستاسو په بدن کې د اچ ای وي د وایرس شتون او نه شتون تایید کړي.

دغه اپلکیشن او ورسره دانګل د روغتیا په برخه کې د یوه نوي انقلاب پیلامه نومول شوي ده.

اوس مهال د نړۍ په ډیرو لري پرتو بيوزلو هیوادونو کې په ملیونونو کسان په HIV اخته دي او په همدې شمیر نور په دې کې شک لري چې ایا په دغه ویروس ککړ دي که څنګه خو دغه خلک روغتیايي مرکزونو ته لاس رسی نه لري او په بد حالت کې قرار لري.

د کولمبیا پوهنتون د سیاینس د څانګي د مشرتابه په خبره هغه آله چې د دوي د خاص اپلکیشن په مټ له ایفون سره وصل کیږي په دې هم قادره ده چې د انسان په بدن کې د جنسي اړیکو له امله د سفلیس په څیر رامنځ ته شوي نوري ناروغۍ هم وپیژني.

په د HIV ککړ او یا هم صالم انسان په لومړي سر کې د جیبي بټوي په څير دانګل له ایفون ټلیفون سره د ایفون د غوږۍ په برخه کې نښلوي او وروسته بیا د خپلي ویني یو څاځکی د دغه دانګل په خیښه ږدي او له ۱۵ دقیقو وروسته د ایفون ټلیفون پر صفحه ستاسو په بدن کې د د HIV ویروس شتون او نه شتون څرګندیږي.

په اوس مهال کې د دغه ډانګل یا د HIV د ټست د وسیلي بیه ۳۴ امریکايي ډالره ټاکل شوي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *