زما د شعرونو به يې تل ستاينه کوله، تل به يي ويل: اې ته خو د زړونو شاعره شوې.
ما ورته تل خپل احساس د شعرونوپه بڼه بيانول، تل به زما شعرونو خوند ورکاوه،
تل به يي په مينه زما د شعرونو دې مینه ناکو کلمو ته غوږ نيوه ا و ما به هم ورته ورځ تر بلې ښه شعرونه ليکل.
هرځل به د يو نوي احساس سره د هغه په مخکې دريدم ، لا به مې په جرآت ورته شعر لوسته، لا به يي ماته قوت را کاوه چې دا ستا شعر خو کټ مټ زما د آواز دی.
زه به لا زړوره شوم چې کله به مې یې له خولې دا کلمې واوریدې: (( تا کټ مټ زما احساسات په شعر کې بیان کړې دي، دا خودې کټ مټ زما احساسات په شعر کې بیان کړي دي))
ځينې وخت به يي خپله يوه د خاطراتو سره کتابچه راکړه چې په دې کې يي د يادګار په ډول راته وليکه . دا زما د نيږدو دوستانو د يادونو دفتر دی چې کله کله يي پاڼې را اړوم او د ځينو ياداښتونه لوﻟﻢ. هره کرښه يي ماته د يو ژوند معنا لري
ما به هم په ډيره مينه په ډير صداقت کتابچه ترې واخيسته. خپل ښکلي شعرونه چې هغه ته مې ليکلي و، په ډ ير مشقي او ښکلې بڼه به مې ورته په رنګينو قلمونو وکښل او هم به مې ترڅنګه ورته د دوو سترګو ژړيد لي تصوير انځور کړ . بس د يوې درديدلې شاعرې د ژوند تصوير به وو.
خو زړه يې هله مات او هيلې يې راووژلې چې زما د زړه له درده ليکلې شعرونه يې بل چاته وليکل.
کله چې يي د خپلې مينې د اظها ر لپاره زما شعرونه و ړاندې کړل
کله چې يې يو بل چا ته زه ديوې مستعارې شاعرې په تو ګه معرفي کړم
کله چې يي د خاطراتو په کتابچه کې زما د لاس يوا زې کر ښې پاتې شوې
له هر ډول درد مينې احساس او همدردۍ نه لرې کرښې
اوس نو چاته شعرونه نه ليکم اوس نو شاعره نه یم
اوس خو نو زه بيخي شعر نه پېژنم.
فرشته غني