یاقوت د وریجو بوجۍ ته په ډډه شو، غبرګ لاسونه یې پر سر کېښودل، کیڼه پښه یې پر ښۍ ګونډه واړوله، د پوندې چاوده یې ژوره ښکارېده- خوله یې خلاصه کړه، وپرنجېد، سپین برېتونه یې د پوزې په نریو اوبو لامده شول، د واسکټ پر پړسېدلي جېب یې لاس ننویست، شین خامک دسمال یې راوویست، غلي یې وویل:
ــــ خدایه! ورک رېزش یې کړې، زه خو یې لېونی کړم….
سور مخی ماشوم په بوشکه ودرېد، لاس یې اوږد کړ، له اوسپنیزې المارۍ یې پلاستیکي قوطي راوغوځاوه، د دوکان پر سېمنټي غولي رڼې مردکۍ وغړېدې….
یاقوت څنګ ته وکتل، سپینې وریځې یې وځړېدې، ډنګر لاس یې پر ځمکه تکیه کړ، په غوسه یې وویل:
ــــ د زوی مړي زویه! دا دې څه وکړل، تېز کورته ځه چې بیا دې دلته ونه ګورم….
ماشوم ژر له بوشکې کوز شو، منډه یې کړه او بوڅې شونډې له دوکانه ووت….
یاقوت په چیته بوشکه کې لاس ننویست، دوه ځلې یې پر ځمکه ووهله، پر غولي یې پرتو رڼو مردکیو ته وکتل او په بې درېغه کنځلو یې خوله خلاصه کړه:
ــــ تا خوله دې پشي دروښيم، د نه سړي زویه، پلار دې راسره دښمني کوي او تا مشونګک په ما کراروي، خدای مو سټهسپېره کړه!!!
خانګل د دوکان په دروازه کې قدم ونیو، شاته یې وکتل، پر سړک څوک نه ښکارېدل، په بیړه ورننوت، په جینګه خوله یې وویل:
ــــ سلام مالیکم یاقوت وروره څه کیسه ده، چې په داسې کنځلو دې خوله خلاصه کړې؟
ــــ ورکه- لرې کړه خانګله، اتي خو مې بیخي له ژونده زړه تور دی، خدای مرګ راباندې درولی، کاش زر د ګور خوراک شوی وای!!
ــــ ولې- ولې خدایمکړه خیرت خو به وي، ما خو خبر کړه څه پېښه شوې!؟
ــــ دا زما غټ خېرس وینې، کال وشو، چې یوه- دوې یې نه دي راسره کړې. ټوله ورځ په دې سپینه ږیره ورته دوکان کووم، ماښام چې کورته لاړ شم، مخ رانه تاو کړي؛ په منډه له ښځې او اولادو سره خپلې کوټې ته ننوزي، که یې زړه وغواړي ډوډۍ رالېږلي، که نه وږی څملم؛ خو د ورځې مې بیا په دې شوخو بلاوو لېونی کړي.
یاقوت پرلهپسې وټوخل، خامک دسمال یې پر شونډو کېښود، غځېدلې پښه یې ورټوله کړه، سر یې وځړېد، رڼه اوښکه یې د پوندې په غټه چاوده کې ورکه شوه، په ټیټ انداز یې وویل:
ــــ له کومې ورځې چې مې ښځه وفات شوې، ما ښه ورځ نه ده لیدلې. وایم خانګله خدای دې داسې اولاد کافر هم ته نه ورکوي.