تاند- د افغانستان او پاکسستان لپاره د امریکا خاص استازی وايي، ایران او هند به د افغانستان د سولې د پروسې په راتلونکو پړاوونو کې شامل کړای شي.
ریچارد اولسن د واشنګټن په یوه تحقیقاتي انستیتیوت کې له وینا وروسته په ټویټر کې لیکلي:«پاکستان په افغانستان کې لا هم د خبرو او پخلاینې پروسې ته ژمن دی.»
ده د سې شنبې په ورځ د اتلانتیک کونسل په نوم څېړنیز مرکز ته ویلي و چې پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه له مبالغې کار اخلي.
اولسن یادونه کړې چې ایران او هند د افغانستان په راتلونکې کې ګټې لري او له همدې کبله دا دوه هیوادونه باید د سولې د هلوځلو په ورستیو پړاوونو کې شامل شي.
حاضردمه د افغانستان د سولې پروسه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د همږغۍ د څلور اړخیز ګروپ له لوري پر مخ وړل کېږي. دا پروسه حتي د منصور له وژل کېدو وړاندې په خبرو کې د طالبانو د نه ګډون د اعلان له کبله په ټپه ولاړه ده.
اولنس وویل، په اوس وخت کې واشنګټن دې ته لومړیتوب ورکوي چې د سولې خبرې پیل شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي دا هم وویل چې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژلو لپاره د امریکا پرېکړه او په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته صلاخیت ورکول چې په جګړه کې شامل شي، باید د دې نښه ونه بلل شي چې د سولې له بهیر سره لېوالتیا نشته.
ده وویل چې ځیني مبصران او شنونکي د امریکا حمله ناسمه تعبیروي او وايي چې د امریکا ستراتیژي بدله شوې یا د سولې په برخه کې د امریکا ژمنتیا کمزورې شوې ده.
«ملا منصور د سولې په لاره کې یو خنډ و، د امریکايي پوځیانو پر ضد د پر له پسې بریدونو له کبله امریکایانو ته ګواښ و او د بې پایه جګړې غوښتونکی و.»
ښاغلي اولسن د ولسمشر اوباما د څرګندونو یادونه وکړه، ویې ویل اوباما د دغو پرېکړو د اعلان په مهال په زغرده وویل….. د طالبانو د مشر ملا منصور له منځه وړل او د امریکايي ځواکونو د صلاحیت زیاتول په افغانستان کې زموږ د ستراتیژۍ د بدلون ښکارندويي نه کوي.»
د سې شنبې په ورځ په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د منصور وژل کېدو د افغانستان د سولې پروسه له خنډ سره مخامخ کړه.
خو اولسن وايي، د طالبانو له لوري د افغانستان له حکومت سره د سولې له خبرو بیا بیا انکار د دې سبب شو چې امریکا د مې په یوویشتمه د ملا اختر محمد منصور د وژلو پرېکړه وکړي.
اولسن په غیر مستقیم ډول وايي چې که امریکا وغواړي هر طالب مشر وژلی شي.