Oligochaete
د اولیګوکیټیا فرعي کلاس (subclass Oligochaeta) کې مختلف ډوله چونجیان دي. د کلیټېلاټا په کلاس (class Clitellata) او انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. تر اوسه پورې ۳۵۰۰ ډولونه مطالعه شوي. تر ټولو زیات پېژندل شوی یې د ځمکې چونجی (earthworm) ده د کوم چې علمي نوم (Lumbricus terrestris) ده. اولیګوکیټ په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي، په لنده خاوره، تازه اوبو او سمندر کې ژوند کوي.
د بدن اوږدوالی یې له څو ملي متره نیولې تر ۳ متره پورې اوږده شته. پاراپودیا او سر نلري. یوازې څو وېښته یا سیتای په بدن باندې لري. ډېر ډولونه یې تناسلي کمربند (clitellum) لري کوم چې د پړسوب شکل کې موجود وي. ټول غړي یې هېرمافروډیټ (hermaphrodite) دي په دې مانا چې دواړه د نر او ښځې تناسلي الې په یوه غړي کې موجودې وي. مستقیمه وده کوي او لاروال دوره نلري. په ایکولوجیکي توګه ډېر اړین دي په ځانګړې توګه د ځمکې چونجی کوم چې خاورې ته هوا ورکولو کې مرسته کوي او د کبانو خواړه دي.