دا د ولسمشرۍ د کانديد ډاکتر اشرف غني احمدزي نظر دى. دا د پښتو له هغه متل نه اخستل شوى چې وايي اول ځان بيا جهان.

ښاغلي احمدزي به پخوا هم له ځوانانو سره په ناستو او غونډو کې دغه خبره کوله، چې خلک وايي اول ځان بيا جهان، خو زه وايم اول افغانستان بيا ځان.

اشرف غني احمدزي دغه خبره وړمه ورځ د عامو خلکو په وړاندې په يوه ټاکنيزه غونډه کې وکړه. ده خلکو ته وويل چې له خپل هېواد سره لېونۍ مينه لري، د خپل هېواد خدمت او د سولې لپاره قربانۍ ته چمتو دى.

دغه مفاهيم له خپل هېواد، ولس او کار سره د يو چا مينه او خپلو خلکو او هېواد ته د خدمت کولو لېوالتيا ښيي. دا ټول له ټولنې سره د يوه کس د رواني  لېوالتيا په معنا دي. د ولسمشرۍ په يوه کانديد کې دغه لېوالتيا د هغه پر کاري برنامو او نورو معيارونو د صحت مهر لګوي. يا په بله وينا، له خلکو سره د وعدو په پوره کولو کې د هغه صداقت تضمينوي.

دا سمه ده چې د ټاکنيزې مبارزې پرمهال ټول کانديدان غوړې غوړې وعدې کوي، خو ټول بيا له خپل هېواد او ولس سره يو شانته مينه او کاري وړتيا نه لري.

د يوه داسې چا لپاره چې په لږو مادي امکاناتو قناعت کوي، تقوا لري او له فساد او حرامو ځان ساتي، نو د هغه د رښتينولۍ د ثبوت لپاره له دې جملې پرته چې له خپلو خلکو او هېواد سره لېونۍ مينه لرم،د خلکو د باور لاسته راوړلو لپاره بل څه ښه تضمين کېداى شي؟

پر دې سربېره ډاکتر اشرف غني احمدزى د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې استاد پاتې شوى او په نړيوال بانک کې يې هم څو کاله دنده ترسره کړې او پر دې سربېره د نړۍ دويم مفکر ياديږي او د ده نظريانو د روسيې او هند د اقتصاد په رغولو کې لويه برخه لرلې ده، نو کله چې دى راځي او خپله پوهه او انرژي وړيا د هېواد او خلکو خدمت ته په واک کې ورکوي، نو دا به د افغانستان د خلکو لویه بدبختي وي چې ښاغلى احمدزى دې ونه غواړي او د ده پرځاى دې هغه کس ته لومړيتوب ورکړي چې د بې کفایتۍ، فساد، ناحقه وينې تويونې، چور، تالان، مافیايي هڅو او غلاوو ريکارډ ولري.

ډاکتر اشرف غني احمدزى چې کله د ماليې وزير و، د ماليې يو کمپيوتريز او له فساده پاک سيستم يې ترشا پرېښود، چې وروسته بيا پر مټ يې ډېرو ځوانو وزيرنو هم وکولى شول دغه وزارت مخ ته يوسي.

وروسته بيا د خپلې پاک لاسۍ له کبله مفسدو چارواکو د ده حضور په‌خپل منځ کې لازم ونه ګاڼه او له کابينې يې لرې کړ. ورپسې بيا تر ټولو لوى مسووليت، يعنې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد دنده، چې نور ورته نه حاضرېدل، ده ته په غاړه واچول شوه. ده د خپل دغه مسووليت ترڅنګ دوه مهم نړيوال ماموريتونه هم په بري سره سرته ورسول چې اوس د ولسمشرۍ يو بل کانديد پرې خپل برېتونه تاووي. دغه دوه مسووليتونه يو د کابل نړيوال کنفرانس و او بل له امريکا سره ستراتيژيک او د امنيتي تړون سند و.

په تېر حکومت کې په نړيوالو چارو کې له بهرنيو چارو وزير او افغان دولت سره افتخاري مرسته کوله.

په کابينه او حکومت کې د ده د مخالفانو ظلم او زور او يا هم ځور او جفا ونه کړاى شول، دى له خپلو خلکو او هېواده لرې کړي، بلکې همدلته په هېواد کې پاتې شو او خپل سوله ييز مقاومت او قلمي مبارزې ته ادامه ورکړه. ده د افغانستان د اقتصاد د رامنځته کېدو، غوړېدنې او ودې لپاره څو کتابونه وليکل او په دې کتابونو کې يې د افغانستان د ودې لارې په ګوته او له بحران څخه د وتو او پرمختګ اساسي کرښې روښانه کړې.

دا کومه تصادفي خبره نه ده چې د ده پلويان په هر څلورلارې او واټ کې په وياړ او جګو سترګو د خلکو په وړاندې راظاهرېږي او له ده نه خپل ملاتړ اعلانوي او پرته له دې چې د کوم امتياز غوښتنه وکړي ژمنه کوي چې کور په کور او کلي په کلي به ورته کمپاين کوي.

داسې کسان هم شته چې ډېر پاک وجدان لري، خو د اشرف غني په وړاندې له ځينو نورو بې کفایته کانديدانو نه د خپل ملاتړ عوامل خپل مجبوريتونه او شخصي انډيوالۍ بولي، خو دغه کسان زر يا وروسته به له سختې پښېمانۍ سره مخامخ شي. ځکه د يو سپين وجدان لرونکي شخص لپاره هېواد، ولس، ملي ګټې او ټولنيز رسالت تر بل هر څه لومړيتوب لري، خو کله که دى د خپل وجدان مخالف عمل کوي، نو وجدان به يې هېڅکله په کراره پرې نږدي.

ځينې نور کسان چې د سر تر ويښتانو په فساد کې ډوب دي او د خپلو هېوادوالو د ځورولو او کړولو په بې غيرتۍ کې يې پراخه ونډه اخستې ده، هغوى هم خپل خپل کانديدان موندلي او له هغوى نه يې خپل مشروط ملاتړاعلان کړی دی.

 حقيقت دا دى چې موږ بايد خپلې شخصي انډيوالۍ، چوکۍ او ګټې پرېږدو، خداى په سر حاضر وګڼو او هر څه ته د دې ځورېدلي، کړېدلي، پښې يبلي او ادم شهيد ولس ګټو او نېکمرغۍ ته لومړيتوب ورکړو. اوس هم يو موټى واوسو او تر ټاکنو وروسته هم يو موټى پاتې شو. که يو موټى والى ولرو نو اوس به مو هم کانديد د ولس يو خدمتګار وي او تر ټاکنو وروسته به هم د ولس خدمتګار پاتې شي، خو بيا هم بايد په‌خپل انتخاب کې دقيق واوسو او د مصلحتونو ښکار نه شو.

————————–

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.