د ژمنې سره سم د سوریانو د سهاکو پوښتې له خېلونو نه لومړی مو د اولخېلو، خېل پېژندنې ته ځانګړې کړې ده، هیله ده، چې ستاسو معلومات پوره او بشپړ شي او د سوریانو د سهاکو د پوښتې خېلو په اړه پوره معلومات ولرﺉ.

د سوریانو د سهاکو له پښتې څخه یو قوي او ځواکمن خېل هم د اوخېلو خېل دی چې د سهاکو(سوریانو) قوم ته یې لا پراختیا ورکړې ده، اولخېل هم د نورو خېلونو تر څنګ یو ځواکمن خېل دی، اول خېلو وګړي په هېواد،دین،ژبې،پښتنې دودونو، ناموس، غیرت،عزت مین وګړي دي، مونږ به دلته په بشپړه مانا د اولخېلو،خېل وڅېړو.

د اولخېل (سوریانو) دین: له نېکه مرغه د اولخېل سوریانو دین د اسلام سپېڅلی دین دی،مذهب یې د لوی امام صیب ابو حنیفه امام مذهب دی.

د اولخېل (سوریانو) ژبه:

د یاد خېل ژبه د نورو پښتنو په څېر سپېڅلې پښتو ده،په ډېره مینه ورباندې خبرې کوي،ښه مینه ورسره لري،له پښتو نه ساتنه او دفاع کوي،هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې پښتو ژبې ته زیان،ضرر،سپکاوی وکړي،دا د اولخېلو مینه له خپلې ژبې سره ښکاره کوي،د پښتو ژبې د لا پراختیا په تمه

اول خېل(سوریانو) مېلمه پالنه: پښتانه چې مېلمه پاله نه وه،پښتانه،نه ګڼل کېږي،د پښتو او پښتونو،پښتونتوب نارې،سورې اوچېغې دې نه وهي ځکه چې په دغو ځانګړتیاوو سره پښتانه د نړۍ په ګوټ،ګوټ کې پېژندل کېږي،اول خېل(سوریان) هم ډېر مېلمه پاله دی،تل د مېلمنو درناوی کوي،د زړه له تل څخه دمېلمنو مېلمه پالنه تر سره کوي

د اول خېل (سوریانو)هېواد پالنه: اول خېل (سوریان) د نورو پښتنو په څېر په خپل هېواد،دین مین وګړي دي،تل یې له خپل هېواد،دین، نه د بهرنیو یرغلګرو لکه د انګرېزي ښکېلاکګرو(یرغلګرو) او روسانو،صفويانو، چنګېزیانو، مغلیانو په مقابل کې له خپل دین، ناموس، خاورې،عزت نه کلکه ساتنه کړې ده په وړاندې ده او کوي یې،شهیدان یې ورکړي، معیبین ورکړي، له هېواد نه بهر یې هجرت کړی ده، خو یرغلګرو نه یې ماته نه ده منلې غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي دي او د خپل دین،هېواد ناموس،مال نه په ټینګه اراده ساتنه کړې ده

د اولخېل (سوریانو) کسب کار: اولخېلو وګړي د نورو پښتنو په څېر په کرنه،مالدارۍ،سوداګرۍ،ودانیو په جوړولو بوخت دي،خو ډېری یې په سوداګرۍ،کرکېلې،او مالدارۍ سره مینه لري

د اول خېل(سوریانو) زده کړه: د تېر سوریانو په څېر نور پوه سوریان به ډېر وروسته راشي لکه د شېخ امیر فولاد سوري،امېر کروړ سوري،خو بیا هم اولخېل سوریان له زده کړې سره ډېره مینه لري له ننۍ او پرمختللي زده کړو څخه برخمن دي او د نورو زده کړو په لاسته راوړلو پسې ګرځي،جګړې،تاوتریخوالي،کړکېچ،ناپوهۍ،بې غیرتۍواوړه دودنو،تېري نه ډېر نفرت او کرکه لري

د اولخېل (سوریانو) خواړه: د اولخېلو د وګړو خوراک ورځني خوراکونه دي،کوم چې په افغانستان کې دود دي، خو بیا هم ځینې ځانګړي خواړه لري، لکه موسمي ځانګړي خواړه چې د موسم په ګرځېدو سره یې خوراک دود شی، لکه د ژمي په موسم کې د لاندي (لاندی) خوراک دی چې پسه حلال کړي بیا یې غوښه وچه کړي په ژمي کې شورا او له وریژو سره پخوي،دې ته ورته نور خواړه هم لري خو یادول یې ګرانه ده

د اولخېلو(سوریانو) د اوسېدلو ټاټوبي:

د اولخېلو مشهورې سیمې په میدان ولایت کې،په مرکز میدان کې د اولخېلو په نامه یو کلی شتون لري،چې اولخېلي وګړې ژوند کوي،همدارنګه د میدان ولایت دنرخ په ولسوالۍ کې د اولخېلو په نامه دوه کلي نور هم شته یو د نرخ،اولخېل بل هم په همدې ولسوالۍ کې د بادام ترمنځ اول خېل (اول خېل بینې بادام) دی چې اوس اوس ورته د غره اولخېل هم وایي، په د غره اولخېو کې د اولخېلو په نامه یو لومړنی ښوونځی هم شته چې نجونې او هلکان زده کړه پکښې کوي او د نرخ په ولسوالۍ کې د سهاکو په نامه یوه لېسه شتون لري، همداراز د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ تر نیمایي پور د اول خېلو، خېل ژوند کوي، د بغلان په ولایت کې هم تر ۳۰۰ درې زره کورنیو زیات اولخېل شته، په هرات ولایت کې هم اولخېل ژوند کوي،همدارنګه د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ اولخېل هوسا او مېشت دي

امېد کمالزی (سوري)

میدان ښار،افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *