میندې او پلرونه غواړي چې اولاد یې اول نومره وي؛ ښوونکي اول نومره ته تر نورو زیات اهمیت ورکوي او اکثرو اول نومره ګانو ته ځان تر نورو بر ښکاري.

اول نومره توب زموږ په تعلیمي نظام کې یو امتیاز دی. موږ د دې امتیاز جل وبل دومره وراخیستي یو چې یوازې مثبتو خواوو ته یې ګورو او په منفي خواوو یې غور نه کوو. زما په ګومان بهتره ده چې زموږ په معارف کې د درجې سستم ( اول نومره، دویم نومره… اخر نومره) په ګروپي سستم واوړي؛ یعنې زده کوونکي دې د لیاقت په حساب په ګروپونو ووېشل شي. مثلا که په یوه ټولګي کې لس شاګردان په مجموعي ډول تر  پنځه اتیا فیصده زیاتې نومرې وړي، دوی دې ټول د اول ګروپ امتیاز ولري او که د ځینو نورو زده کوونکو د  ټولو نومرو اوسط د اویا او پنځه اتیا تر منځ وي، دوی دې په دویم ګروپ کې شامل وي.

 البته، د ګروپ په منځ کې به هم دا نه پټېږي چې د چا نومرې څومره دي مګر دغه د پنځو یا لسو نومرو زیاتوالي یا کموالي ته به  ډېر اهمیت نه ورکول کېږي او په ټولګي کې به داسې څوک نه وي چې اول نومره دې وبلل شي او تر نورو زیات دې وګڼل شي.

 د درجې اوسنی سستم د زده کوونکو په منځ کې د رقابت احساس پیاوړی کوي . موږ دې ته د مثبت رقابت نوم ورکړی دی خو حقیقت دا دی چې د حسد او کینې منفي احساسات ورسره زیاتېږي.

 په شلمه پیړۍ کې چې د ښوونې او روزنې په زړې طریقې نیوکې وشوې، یوه نیوکه همدا وه چې زړه طریقه د زده کوونکو تر منځ د محبت او مشارکت احساس نه پیاوړی کوي.

 زه چې د لیسې د دورې زده کوونکی وم، دویم نومره مې ملګری و مګر په دې نه خوشحاله کېدم چې ښه درس ووایي. د درجې رقابت نه یوازې د زده کوونکو تر منځ تربګنۍ پیدا کوي بلکې د ښوونکو او زده کوونکو رابطې ته هم صدمه رسوي. تاسې به ډېر زده کوونکي لیدلي وي چې له خپلو استادانو شکایت کوي او وایي چې پلاني ته یې ډېرې او ماته یې کمې نومرې راکړې چې په درجه کې راڅخه مخکې شي.

 د درجې سستم ممکن د زده کوونکو او محصلانو د فکري نوښت مخه ونیسي. فکر هغه وخت خلاق وي چې له یوې موضوع سره مینه ولرو،  په هغې باندې غور کولو ته وخت ولرو او یوې نتیجې ته د رسېدو په وجه دا وېره راسره نه وي چې که داسې ووایم نو پلانی به خوابدی شي.

 هر څوک د معرفت له خاصو ساحو سره مینه لري خو که د اول نومره توب غم ورسره  وي ، ټول مضامین به په یوه اندازه لولي  ځکه  غواړي  به چې په هر مضمون کې یې نومرې پوره یا تقریبا پوره وي. که د لیاقت معیار اول نومره توب نه بلکې په اول ګروپ کې راتلل وي، بیا به زده کوونکی د خپلې خوښې له مضمون سره د لا زیاتې بوختېدا لپاره نسبتا ډېر فرصت لري.

  زده کوونکی د اول نومره توب لپاره هڅه کوي چې د خپل استاد غوندې فکر وکړي او د هغه له نظره د مضامینو محتویاتو ته وګوري. دغه شی هم د ذهن خلاقیت او انفرادیت ته تاوان پېښوي. د پوره نومرو د لرلو اسره متعلم اړباسي چې د کتاب ټولې خبرې ټکي په ټکي  حافظې ته وسپاري، حال دا چې که دغه اسره نه وي ، زده کوونکی د کتاب د مهمو او غیرمهمو خبرو تر منځ  نسبتا په اسانه فرق کولای شي او دا امکان ډېرېږي چې د متن په وړاندې منفعل نه بلکې فعال واوسي. هر خلاقیت یو ریسک غواړي خو اول نومره ته د ریسک منل یو څه سخته وي.

 د درجې سستم د دې لپاره دی چې د زده کوونکو د لیاقت اندازه په دقیق ډول معلومه شي خو په دغه وړتیا کې یې هم شک کولای شو. زه چې په دولسم ټولګي کې وم، د منطق کتاب مې هیڅوخت ونه لوست خو استاد راته پوره نومرې راکولې ځکه زه اول نومره وم. یو شمېر استادان فکر کوي چې اول نومره ته باید تر نورو زیاتې نومرې ورکړي. له ځینو نورو سره وېره وي چې که اول نومره ته تر نورو زیاتې نومرې ورنه کړي، ممکن جنجال ورته جوړ شي.

   د۱۳۹۲ تعلیمي کال تر پیل کېدو دمخه ولسمشر کرزي حکم وکړ چې د هر ولایت له اول نومره ګانو څخه دې پنځه کسه بې کانکوره په پوهنتون کې شامل شي. په کابل ولایت کې د دولسم ټولګیو د ۱۳۹۱ کال یو سلو پنځوس کسه  داسې فارغان وو چې په ټولو مضمونونو کې یې سل، سل نومرې وړې وې. د کابل د معارف ریاست وغوښتل چې د دوی له منځه پنځه کسه انتخاب کړي. منطقي لاره خو دا وه چې له دوی یې امتحان اخیستی او پنځه یې پکې غوره کړي وای مګر بله فیصله وشوه. سلا په دې راغله چې پچه دې واچول شي.  د پچې خبره چې رسنیو ته ورسېده، ځینو کسانو ورباندې نیوکه وکړه. زما ګومان دا دی چې په پچه کې ځکه مصلحت ولیدل شو چې امتحان ممکن د ډېرو د لیاقت واقعي اندازه افشا کړې وای.  زه د کابل ښار په لېسو کې داسې زده کوونکي پیژنم چې په سلو کې سل نومرې ورکول کېږي خو سویه یې شاید تر متوسطو زده کوونکو زیاته نه وي.

 د اول نومره توب امتیاز ځينې کسان هڅولي دي چې د نقل، د رشوت، د مېلمستیاوو، د واسطو او د غوړه مالي په زور دغه مقام تر لاسه کړي. دغه حالت نوی کهول په ټولنه باندې بې باوره کوي او د فساد او درغلي لور ته یې بیایي. اول نومره ګان چې معمولا د ټولګي کپتانان وي په نورو زده کوونکو باندې د کلانکاري شوق هم کوي او په دې ډول د ځان او د نورو د شخصیت سالمې ودې ته صدمه رسوي. ایا دا به بهتره نه وي چې کپتاني په نوبت شي او ټول زده کوونکي ادارې ته د تګ راتګ او د سرمعلم د پېژندلو مساوي  چانس پیدا کړي؟

 د نړۍ ګڼو ښوونځیو او پوهنتونونو د درجې سستم ختم کړی دی او د زده کوونکو او محصلانو د ارزولو لپاره یې لا کامیابې لارې موندلې دي. مونږ چې ډېر امکانات نه لرو، د درجې د سستم د تاوانونو د کمولو لپاره کولای شو ګروپي سستم رواج کړو. ځينې کسان شاید ووایي چې په ګروپي سستم کې د ډېرو لایقو شاګردانو هاغسې قدرداني نه کېږي لکه د درجې په سستم کې. د دوی خبره سمه ده مګر ارواپوهنه وایي چې کله بهرنۍ ستاینې او قدرونې وي، داخلي انګیزې کمزورې کېږي. په هغه زده کړه کې چې د زړه په غوښته وي او په هغه زده کړه کې  چې د نومرو په خاطر وي، د ځمکې او اسمان فرق دی. ما هغه کتابونه هېر کړي دي چې د نومرو په خاطر مې زده کړي وو، خو هغه کتابونه چې په شوق مې لوستي وو، له کلونو وروسته هم د خوږو خاطرو غوندې راسره دي او د ژوند د بې ادرسه مزل په کږلېڅونو کې لاره راښیي.

One thought on “اول نومره / اسدالله غضنفر”
  1. د غضنفر صیب مقاله که څه هم ډیره مخکې نشر شوې وه، خو ما اوس ولوسته. زه په خپله د خپل صنف اول نومره يم، دا څو کاله کيږي، چې دوهم نومره را سره نه غږيږي. علت يې همدا اول نومره ګي ده. په دې هيله چې د استاد غضنفر نظر قبول شي. تشکر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *