آصف بهاند
(د فرخندې لومړی تلین)
دا دی بیا نوی کال را روان دی، خو غمونه او دردونه هم پخواني په کور، کلي او ذهن کې را ته ناست دي او هم له هر پسرلي سره او لا هرې شیبې سره نوي را شنه کیږي، را ټوکیږي او را لویږي. نوی کال به لمانځل کیږي، خو د کابل سین پر دیوالونو او د اندرابي واټ د پاسه او د ټولو با احساسه او چیز فهمه خلکو د ذهن په واټونو او دیوالونو باندې، د فرخندې د وینو سره داغونه، پر ما، پر تا، پر عدالت، پر شریعت، پر دولت، پر ملت او پر … باندې اوس هم خاندي.
د فرخندې د وینو هر داغ ژبه لري او هره ژبه په لوړ غږ باندې د ټولو په آدرس نارې وهي:
ستاسو د وطن د عدالت په تله کې او ستاسو د وطن د شریعت په دایره کې زما د قاتلینو محکمه تر کوم ځای پورې ورسیده؟؟؟
د فرخندې د وژلو په لومړۍ، دویمه او دریمه ورځ باندې مې د خپل احساس او د زړه خبره یو څو فیسبوکي جملو، دوو شعرونو او یوې مقالې په ترڅ کې څرګند او یو شعر او یوه مقاله مې هماغه وخت خپاره کړل. خپل لومړنی احساس مې د خپلې ټولنې او خلکو د فکري او عملي برخورد په باب په خپله فیسبوک پاڼه کې داسې ولیکه:
«د فرخندې د وینو په بیه،
د فرخندې د کباب شوي بدن په بیه،
او د فرخندې د ژوند په قیمت سره د ټولنې چیز فهمه خلک باید پوه شي چې زموږ د ټولنې فکري سطحه په کومه پوړۍ کې ده.
د فرخندې د وینو هر سور څاڅکی زموږ د ټولنې د انسانیت پر تندي باندې تور داغ دی.»
بیا مې تر دې عنوان لاندې یو شعر او یوه هم مقاله چې سر لیک داسې و:«د فرخندې د وینو سره داغونه، د انسانیت پر لمن تور داغونه» خپاره کړل.
په کوم هیواد او ځای کې چې فرخنده وسوځول شوه او کومو خلکو چې فرخنده وسوځوله، د هغوی له نظره اسرایلیان کافر، یهود او مباح الدم دي، خو چیرې کوم اسراییلی، یو فلسطیني ځوان ته د خپلمنځي تضادونو په حساب اور اچولی و، او همدې یهود، همدې کافر او همدې مباح الدم په خپله محکمه کې د اسرییلي اور اچونکي له پاره د عمري بند سزا منظور کړه، اما د فرخندې مسلمان سوځونکي ته د اسلامي محکمې له خوا تر اوسه چا هیڅ هم نه دي ویلي او سرې سترګې ګرځي.
موږ فرهنګیان نه جنګیالي لرو او نه هم وژونکي ټوپکوال، د فرهنګیانو لښکر او وسله فکر دی، قلم دی، غږ دی، موزیک دی رنګ دی او …
یوه شاعر(سمیع حامد) د فرخندې او رخشانې له پاره خپل غږ اوچت کړ او یوه سندر غاړي له موزیک سره هغه زمزمه کړ، په دې ډول:
«در خیابان ناله فرخنده ها
در بیا بان زجه رخشانه ها …
داد از این نا مرد ها
فریاد از این نا مرد ها …»
په یوه لنډ آزاد شعر کې مې د فرخندې وروستۍ غوښتنه او وروستی غږ چیرته لرې د نورو کلو د خلکو په آدرس ورلیږلی و. د دې کلي(دمځکې کُره) خلکو خو یې غږ باندې غوږ و نه ګراوه، د نورو لرو کلو په آدرس مې غږ ور مسیژ کړ، نه پوهیږم چې هلته به هم چا اوریدلی وي که نه؟
اوس هم زه د خپل ذهن په پراخه بیدیا کې د فرخندې په وینو سور بدن او کړم، کړم اندامونه ګورم چې د خپلو ضاربانو پر جهالت پورې په کړس کړس خاندي، خو د دې خندا د څپو په حاشیه کې مې یې هغه مظلومانه چیغې مې هم په تت ډول تر غوږو کیږي چې د مرګ په شیبو کې یې هغه چا پسې غږ کاوه، چې هیڅ نه و. فرخندې لکه اوبو اخیستی چې ځګ ته هم د خلاصون په تمه لاس اچوي، د بچیدو په هیله د چیغو په لړ کې له اشرف المخلوقاتو نه او د خدایتعالی د پورې کلي له مخلوقاتو نه د مرستې غوښتنه کوله، خو …
دا د فرخندې د ژوند د وروستۍ شیبې، د وروستۍ سلګۍ او د وروستۍ غوښتنې یو لنډ هنري انځور دی، چې ما د خپل ذهن په ګالري کې د دې له کبابیدو نه یوه ورځ وروسته ایستلی و:
۲۰/۰۳/۲۰۱۵
هیدرسلیف، ډنمارک
عرض:
آهای !!!
د لوړو کلو خلکو،
غږ مې در رسي که نه؟
دغه دی چغې وهم:
وژني مې،
وهي مې،
سوځوي مې،
خلاصولای مې شئ؟؟؟
۲۰/۰۳/۲۰۱۵
هیدرسلیف، ډنمارک
بهاند صاحب!
فر خندې له شهادت څخه يو کال تېرېږي، فرخنده چا ووژله، فرخندې د مرګ کيسه ډېره بوږنوونکې ده، د فرخندې په څېر مېرمنې د هيواد په ګوټ، ګوټ کې د خپلې ناوسۍ سزا ګاللې ده.
رښتيا هم د فرخندې د وينو سره څاڅکي د انسانيت په لمن داغ دی.
د فرخندې تراژيدي د هيواد د ډېرو مېرمنو تراژيدي ده، که څه هم له چيغو يې لرې وم، که څه هم د فرخندې وژونکو ګرېوان ته مې لاس ونه رسېدل، که څه هم د فرخندې خور زګيروي مې تر غوږونو نه شول، خو حس مې کړل، د هيواد په لرې پرتو سيمو کې ډېری مېرمنې په صحرايي محکمو کې په سزا محکمېږي او دولت په خپل ضعف اعتراف کوي، چې هغه سیمه کې زموږ نفوذ نه شته.
کابل د شاه دوشمشيره زیارت ته څېرمه چې ارګ يې چيغې په خلاصو غوږونو واورېدلې، پوليسو يې ننداره وکړه، دهغې له چيغو يې ويډيوګانې وکړې، قاتلين يې مالوم شول، خو بیا هم دولت خپل غوږونه کاڼه کړل.
دولت يې بیا هم دوسیه لکه څنګه چې لازمه وه، هغسې ونه څېړله، که د فرخندې قاتلينو ته سزا ورکړل شوې وای، نسبتا به دغه کار د عدالت په لور يو ګام و، مېرمنو به دا حس کړې وه، چې ځه موږ خو هم دقانون په وړاندې له وروڼو سره برابرې يو.
په خواشينۍ سره چې دولت خپل جديت څرګند نه کړل، ستاسو فرهنګيانو دې کور ودان وي، چې لا فرخنده يادوئ، لا ورسره تاثر ښياست،د خپل قلم په مټ ويده ولس راپاڅوئ او په نا انډوليو يې خبروئ، تاسو دې الله ژوندي لري.
هغه مدني فعالان او د ښځو د حقونو مدافعين چې تل د عدالت دروخجن غږ پورته کوي، اوس چېرته دي، ولې يې د مظلومې فرخندې د چيغو انعکاس هېر کړی دی.
ستاسو خور زلفانه
بهاند صيب، مسافر سلامونه مي ومنه،ليکنه مي ولوسته ډيره دردونکي ده ،دفرخوندي تر مرگ هم دردونکي ،يويشتمه پيړي ده انسانان په لاسته راوړونوکي خبري کوي او موږدانسانانو په وژلو ،سر پريکولو،په سترگوړندولو دپسوپه شان په ونوزړولوسرلوړي کوو .نوره تمه به څه وي؟
بهاند صیب د ژوندی وی ، دلته واقعآ احساس او انسانیت تر سوال لاندې دی ، موږ به کله په خپل ځان ورحمیږو