تاج محمد مبین –

نن سبا چې د خلکو د بې خوبۍ ستونزه زیاته سوې ده او ګڼ کسان ورسره مخامخ دي ډاکټران یې د کمیدو لپاره د لاندي خوړو سپارښتنه کوي.
که څه هم لاندي ډېری خواړه ګرانه دي او زموږ د خلکو لپاره یې رانیول او منظم خوړل اسانه کار نه دی، خو داسي توکی هم پکې سته چې هر څوک یې اخیستلای سي.

۱: شیدې

Milk
تر بیده کېدو نه یو څه مخکي او یا هم په نیمه شپه کې یو ګیلاس تودې شیدې څښل نه یوازې، د بې خوبۍ ستونزه له منځه وړي، بلکې په منظم ډول څښل یې خپګان هم کموي او دماغ ته ارامتیا او سکون ورکوي.
شیدې، چې په پراخه پیمانه کلسیم لري، د بدن عضلات هم غښتلي کوي.

۲: الوبالو1

الوبالو، چې د melatonin په نوم هورمن لري، د بې خوبي له منځه وړولو لپاره ښه کار کوي.
هغه کسان، چې د بې خوبي ستونزه لري، که له بیده کېدو نه یو یا دوه ساعته مخکي یې وخوري، په ګټه به يې پوه سي. د ورځې لږ تر لږه دوه ځله د الوبالو پر ځای د الوبالو جوس څښل هم ګټور دي.

۳: چارمغز

1چارمغز هم د الوبالو په څېر د melatonin هورمن ښه سرچینه ده او د شپې خوب په منظم کولو کې اغزمن دی.

چارمغز دغه رنګه د سینې سرطان خطر کموي.

که بستر ته له تلو نه یو ساعت مخکي څو دانې وخورئ، نو ښه او ارام خوب به ولرئ.

۴: بادام

بادام په پوره پیمانه مګنیزیم، ویټامین اي او پروټین لري او په بدن کې د وینې درجه1 منظمه ساتې او ناوړه چالسټرول کموي.

دغه رنګه بادام هم د زړه د حملې خطر کموي.

په بادام کې ویټامین بي، فاسفورس، اوسپنه او کلسیم هم موندل کیدای سي.

منظم خوړل یې نه یوازي د بدن هډوکي غښتلې کوي، بلکي دماغې فعالیت پراخوي او منظم یې ساتې.

۵: پنیر1

پنیر او نور ټول لبنیات، چې د کلسیم لرونکي دی، بدن او دماغ ته ارامتیا ورکوي او عضلات قوی کوي.

پنیر د حافظې د کمزوری کېدو او چاغوالی مخه نیسي.

د بیده کېدو نه مخکي منظم خوړل یې، بي خوبي کموي.

۶: کیله

کیله نه یوازی سپک او اقتصادي خواړه دی او هر څوک یې بیه پری کولای سي، بلکې د مګنیزیم، پوتاشیم او ویټامین بي  1ښه سرچینه هم ده.

کیله په بدن کې د پښتورګو سرطان خطر کموي او د ډیفریشن یا ژور خفګان مخه نیسی.

کیله د ښه پوتاشیم درلودو له امله د ویني فشار کموي او د زړه حملې مخه نسي.

کیله هم د یادو سوو نورو خوړو په څير د بي خوبي ښه درملنه کوي.

۷: عسل

عسل په بدن کې د ګټور انسولین کچه پوره کوي او د ژر زړیدو مخه نیسی.

عسل د flavonoids او antioxidants کیمیاوي مادو لرونکي دی او په بدن کې د سرطان او زړه ناروغیو خطر Honeyکموي.

عسل دغه رنګه د سترګو لید زیاتوی او د وزن په کمېدو کې مرسته کوي.

عسل د ستونی درد، ټوخی او ټپونو په درملنه کې هم ښه ثابت سوی دی.

که د شپي تر خوب مخکي او سهار په تش نس په چایو کې وخوړل سي، نو بدن به مو ارامتیا او دماغ ته به مو سکون ورکړي.

One thought on “اووه خواړه چې بې خوبي کموي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *