تاند- د جینیټیک علم پر اساس له تازه څېړنو سره سم ۷زره کاله پخوا د اروپایانو پوستکی توربخون او سترګې یې شنې وې.
د دغه اووه زره کاله پخواني سړي، چې هډوکي یې د هسپانیا په یوه سمڅه کې موندل شوي، پوسټ د افریقایانو په شان تور خو سترګې یې د سکانډویانو په څېر شنې دي.
څېړونکي وايي چې دغه انسان ښکار کاوه، شیدې یې نه شوای هضمولی خو داسي ښکاري چې تازه یې د ژوند سبک بدلېده او د زراعتي محصولاتو خوړولو ته یې مخه کړې وه.
دوی وايي چې د دغه انسان د غاښونو د ډي این اې له مطالعې دې نتیجې ته رسېدلي دي.
دا څېړنه د نېچر په مجله کې د یکشنبې په ورځ /جنوري ۲۶/ خپره شوې ده.
