ژباړه: حسیب الرحمن نورمل –
اروا پوهان پدې اند دي چې د انسان لپاره د زده کړوتر ټولو مناسب وخت له ۱۰ کلنۍ نه تر ۳۰ کلنۍ پورې دی، دوي وايي چې انسان باید د ژوند پدې مرحلو کې پوره زده کړې وکړي او تر څنګ یې ځینې نور مهارتونه هم زده کړي، که انسان د خپل ژوند پدې مرحلو کې ځینو مهارتونو ته وده ورکړي نو د راتلونکي ژوند د دوام لپاره به یې ډېر ګټور تمام شي.
د بریالیتوب په نامه یوې مجلې په یوه ګڼه کې د هغه مهارتونه یادونه کړې چې باید مخکې له ۳۰ کلنۍ زده شي، دا مهارتونو د انسان په راتلونکي ژوند مثبت اثر لرلی شي.
۱: د کلک او ټینګ تصمیم نیولو مهارت
هڅه وکړه چې دا مهارت زده کړئ هېڅکله په یو کار کې زړه نازړه کیږئ مه، کله مو چې د یو کار هوډ کولو نو پیل یې په پوره جرئت کوئ. هر ډول ډار او وېره مو له زړه وباسئ.
۲: د خبرو کولو مهارت
که فکر وکړئ تر ډېره هغه کسان د پرمختګ په حالت کې دي چې هغوي د خبرولو کولو ښه مهارت لري، ددې مهارت زده کول کومه ګرانه خبره نده له ملګرو، دوستان او د کور له غړو سره مو خبرې کوي له هغوي سره د ځینو مسایلو په اړه بحث وکړئ او هغه کتابونه ولولئ چې د خبرو کولو د مهارتونو په اړه لیکل شوي وي.
۳: د احترام کولو مهارت
په ژوند کې مو ځان او نورو ته احترام وکړئ، که غواړئ چې خلک مو احترام وکړئ نو تاسو لومړی د هغوي احترام وکړئ. احترام کول مو د اخلاقو او شخصیت نمایندګي کوي، که غواړئ چې په راتلونکی کې د یو غوره شخصیت خاوند و اوسئ نو دې مهارت ته مو وده ورکړئ.
۴: د مسولیت منلو مهارت
تر هغه نشئ بریالي کېدلای تر څو په ژوند کې ځینې مسولیتونه په غاړه وانخلئ، هڅه وکړئ خپل مسولیت مو وپیژنئ، هغه په ورین تندۍ ومنئ او په صداقت یې تر سره کړئ.
۵: د مدیریت مهارت
هر انسان باید یو قوي مدیر و اوسئ تر څو خپل ځان او د ژوند نورې چارې کنټرول کړي، مدیریت مو په ژوند کې نظم راولي هغه څوک چې ښه مدیریت لري هغوی په خپل ژوند کې ښه پرمختګ کولای شي، ددې مهارت په وسیله کولای شئ چې ځان، ژوند او وخت کنټرول کړئ کله چې دا کنټرول کړئ نو بریا ستاسو ده.
۶: د جذبولو مهارت
د خلکو جذب او د هغوی زړونه تر لاسه کول ستاسو پرمختګ کې مهم رول لري، تاسو چې کوم خلک جذبوئ یا د هغوی زړونه تر لاسه کوئ هغو تل درسره مرسته کوي او خپلو کارونو ته مو هڅوئ، کوښښ وکړئ چې د خلکو زړونه تر لاسه کړئ تر څو له مرستو یې برخمن وئ.
۷: د پخلي مهارت
ډېر نارېنه دي چې له پخلي نه بده وړي،خو دا ښه کار نه دی ځکه د پخلي مهارت د انسان لپاره اړین دی که هغوي مجرد وي یا متاهل. همدا راز ډیر ارواپوهان پدې اند دي چې پخلی د انسان د ذهني آرامتیا لپاره هم ګټور دی.