تاند- لږترلږه ۷ وسله وال طالبان تېره شپه په غزني ولایت کې د خپل بم په چاودنه کې ووژل شول.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویندوی احمد فهیم امیري وايي، د اندړ ولسوالي د مستوفي کلي د حضرت صاحب په مدرسه کې د تریننګ په مهال چاودنه وشوه او اووه تنه وسله وال طالبان پکې ووژل شول.

د امیري په وینا د طالبانو قوماندان خپلو کسانو ته د بم او چاودېدونکو موادو د استفادې چل ورښوده چې بم وچاودېده.

امیري وايي چې په وژل شویو کسانو کې د فاروق په نوم طالب قوماندان هم شامل دی.

په دې پېښه کې دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

طالبانو تراوسه پوري د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا هم په ځلونو په غزني او نورو ولایتونو کې طالبان پر خپلو بمونو یا د سړک د غاړې د ماینونو د ښخولو په ترڅ کې وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

له دې جلا په زابل ولایت کې دوه ماین پاکان د وسله والو طالبانو په حمله کې ټپیان شول.

ماین پاکان له شینکۍ ولسوالي څخه د ولایت مرکز کلات ښار ته تللي ول چې سودا واخلي خو شینکۍ ولسوالي ته د بېرته تګ په لاره کې تېر ماښام وسله وسله والو طالبانو پرې برید وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *