د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې یوتن چې غوښتل یې یوه (۷) کلنه نجلۍ اختطاف کړي ،د ملي پولیسوله لوري ونیول شو.
د معلوماتو له مخې دغه اختطاف کوونکی زمان د اشرف خان زوی د ارګون ولسوالۍ اړوند دعلي خیلو د کلي اوسیدونکی دی.

نوموړي غوښتل چې نن دورځې ۱۰:۰۰ بجې دهمدې ولسوالۍ اړوند دخانه دارو له کلي څخه (۷) کلنه انجلۍ چې نوم یې پلوشه دمیرویس لورده اختطاف کړي ،خو دبیدارو ملي پولیسو لخوا ونیول شو.

نیول شوی تن په ارګون ولسوالۍ کې دملي پولیسوترڅیړنې لاندې ده ،ترڅو پیښه په هراړخیزه توګه روښانه کړي .
دیادولو وړده چې دالومړی ځل ده چې په پکتیکا ولایت کې د اختطاف پیښه رامنځته کیږي اودملي پولیسول لخوا یې مخنیوی کیږي.

دپکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *