په دې ګڼه کې:
ننګرهار د واليانو لابراتوار سرليکنه ده
اسدالله غضنفر په صدقه مقاله لري.
عبدالله مسيزی د کټ او څادر په ارزښت خبره کوي.
احمد جمال جمال د کسبګرو په ژوند او شاليد غږېدلی.
نجيب منلی په سيوري او انځور کې پيغام وړاندې کوي.
د نصرت الهام په ليکنه کې به د سهار مرغه او د شپې ګونګ وپېژنئ.
نياز علي خاکسار د مايکل هارټ له قلمه چنګيز خان معرفي کوي.
بشير ګواښ د خپل ملګري نقيب احمد خپلواک خاطرات بيانوي.
ابراهيم لينکلن په نړۍ غږ کوي؛ چې د زوی لاس مې ونيسه.
اجمل ستانکزی وایی: اخر د جګړو نتيجه څه شوه؟
طارق نجيب د اوږد کال ساينسي تحليل وړاندې کړی.
عبدالغفور لېوال وایی؛ چې سوله له کومه ځايه راځي؟
نجيب الله نجيب د سيلۍ عفار د هڅو ستاينه کړې.
يحیی خان لس ښکلې او مشهورې جوني په نښه کړي.
ارمان ليکلي: که شاته وګورو مخه نشو ليدی!
صابر شينواری وايي: راځئ چې بنيادونه کېږدو.
ايمل جلال اردوغان نور هم ښه پېژندلی.
د ځوان لوبغاړي راشد ارمان مرکه به خوند درکړي.
نقيب برمان داسې خبرې کوي چې ډېرې به مو نه وي اورېدلي.
د نوبل ګټونکی جاپانی ساينس پوه د ازادۍ راډيو په رپوټ کې دی.
د جاويد اوربل د پایوازۍ د شپو او ورځو تجربې ګټورې دي.
محمد يار يار د زمان زنګ کړنګولی
نور الحق حداد د پيريانو تنور تود کړی.
ميوند شينواري د يو ښوونځي د مدير ليک ژباړلی.
ميوند درځار طنز لري چې ملګری څنګه سلاکار کېږي؟
خالد مالکي به د صادق هدايت له مرګ سره مينه دروښايی.
د لونډ ناول دوهمه برخه لا په زړه پورې ده.
همدارنګه د ممتاز اورکزي، ثريا نرګس، موسکا رشيدي، عزت الله پرهر، شانواز باقر، محمد عارف، مير احمد ياد، مجيد قرار، علم ګل سحر، ملګ ميرام ګل، نجيبه پکتيانۍ، اسدالله غيرت او عنايت ثاقب د خوږو شعرونو تر څنګ سملاسي مشاعره، کاکړۍ، لنډۍ، ټوکې، متلونه او د شارخ خان انځور په مينه مجله کې کتلای شئ.
تاسې کولای شئ په کابل کې بيهقي، اکسوس او سروش کتابخانو او کتاب ښار ته ، په جلال اباد کې مازيګر کتابپلورځي ته راشئ.
خوست، پکتيا، کندهار او نورو ولايتونو ته به په نېږدې وخت کې واستول شي.