تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۷مه: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د امهال د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ۳۱۱ ښوونځي د ناامنیو او نورو دلایلو له کبله تړلي دي.

د ګرمسېر ښوونځیو د تعلیمي کال له پيل سره هم مهاله د اوچا په یو تازه راپور کې راغلي چې دا ښوونځي په هلمند، زابل، ارزګان او کندهار کې تړلي دي چې له کبله یې ۱۳۰ زره ماشومان له زده کړو محروم شوي دي.

اوچا په خپل راپور کې ویلي، دا ښوونځي د ناامنۍ، لوژستیکي کمبوتاتو، د دولتي ظرفیتونو د کموالي او د ښوونکو د غیرحاضرۍ له کبله تړلي دي.

خو د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت بیا تاند ته وايي، پخوا یې د جنوب په ۴ ولایتونو کې ستونزې لرلې مګر اوس یوازې سږ کال ۹۵ ښوونځي په هلمند او ۷۸ نور په زابل کې پرانیستل شوي دي: (( ستونزې اوس هم شته خو د اوچا لخوا چې کومې شمېرې وړاندې شوې دي، اصلا دومره ښوونځي نه دي تړل شوي.))

نوموړې زیاته کړه، دوی د ښوونکو په برخه کې هم ستونزه نلري او هلمند، کندهار او زابل کې یې چې کوم ښوونځي له مودو وروسته پرانیستي دي، دوی ورته په بیړني ډول حقه الزحمه یي معلمان نیولي دي: (( همدا اوس چې په هلمند کې ۹۵ ښوونځي بیا پرانیستل شول، موږ ورته ۴۵۰ معلمان حقه الزحمه يي ونیول، زابل او کندهار کې مو هم دغه کار کړی دی.))

په افغانستان کې د ښوونځیود تړلو پړه ډیری مهال پر طالبانو اچول کېږي، خو طالبان بیا وايي، دوی هلکانو ته د زده کړو اجازه ورکوي، اما د نجونو د ښوونځیو سره چې د دوی په وینا اسلامي شرایط په پام کې ورسره نیول شوي، کومه ستونزه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *