اوړه
Flour
د نشایسته لرونکې غلې د دانې خورا ښه میده کېدو څخه اوړه جوړیږي. چې د مختلفو خوړو په تولید کې کاریږي. په اوسني وخت کې ډېر خلک د اوړو لفظ د غنمو اوړو ته کاروي. د غنمو د دانې په ترکیب کې نشایستيی اینډو سپرم (starchy endosperm) موجود وي، چې د غنمو د دانې ۸۵% جوړوي، بهرنۍ برخه ېې چې د غنمو پوستکی ده د غنمو د دانې ۱۳% جوړوي، جنین (embryo) تقریبا ۲% تشکیلوي. د میل یا اوړه کولو پروسس کې ېې نشایستیي اینډ سپرم له نورو برخو جلا کیږي خو ټولې برخې ېې کاریږي. په اوسني وخت کې د میل د پروسس پر وخت غنم لمړی پاکیږي، د لوندوالي په اضافه کولو یا د لوندوالي په لرې کولو تودوخه ورکول کیږي، د تاوېدو په ذریعه میده کیږې او چې کله ښه میده شي اوړه ترې جوړیږي. کله چې اوړه لانده شي نو پروتین ېې په ګلوتین یا الاستیکي پروتینو بدلیږي. ګلوتین د دې وړتیا لري چې ګاز په خپل ځان کې وساتي او له همدې امله ترې پخېدونکې ډوډۍ پراخېدای شي. په اوړو کې د ګلوتین کچه د غنمو د پروتینو له کچې سره تړاو لري: نرم غنم له ۸ تر ۱۲ % پورې پروتین لري او د نرم تولید لکه نرمه ډوډۍ، کېک او داسې نورو لپاره مناسب دي. سخت غنم ۱۲ تر ۱۵ % پورې پروتین لري او د داسې ډوډۍ یا نورو خوراکي توکو لپاره مناسب دي چې سختوالی لري لکه کلچې او داسې نور…
 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *