اوږده غاړې ګزېله
Gerenuk
د ډول علمي نوم یې (Litocranius walleri) ده، په انګریزۍ کې ورته (Waller’s gazelle) نوم هم اخلي، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده او د ګزېلې د توکم انتیلوپیني (tribe Antilopini) غړې ده. له ونو پاڼې خوړونکې (browsing) انتېلوپ ده، د افریقا په هارن ټاپوزمه (Horn of Africa) کې ژوند کوي.
 
د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۸۰–۱۰۵ سانتي متره (۳۱–۴۱ انچه ) پورې او وزن یې ۲۸–۵۲ کیلو ګرامه (۶۲–۱۱۴ پونډه) ته رسیږي. د بدن ځینې برخې یې سپین رنګ لري لکه لکۍ، د سترګو چار چاپېره، شونډې او داسې ځینې نورې وړې برخې خو نور رنګ یې سور نصواري ده. نر یې تر ۳۲–۴۴ سانتي متره (۱۳–۱۷ انچه) اوږده ښکرونه لري.
 
د نوم (جېرې نک) مانا یې د سومالیا په ژبه کې د زرافې غاړې لرونکې ته وایي. له نورو انتېلوپ څخه لږ ټولنیز چلند لري. د لږ ټولنیز چلند وجه یې ممکن په پراخه سیمه کې کم شمېر لامل وي. ښځې یې له دوه تر اتو پورې په رمه کې ګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *