ځوانې حوصلې کله چې ۱۹۸۰ کال په لومړیو ورځو کې د پخوانی شوروی اتحاد سور فوځ د افغانستان په پاکې خاورې نوی، نوی تیری وکړ، په ټول ولس کې یی د مقاومت فکر او جذبه راپورته کړه. ابتدایی ورځې وې. جهادي مقاومت سرتاسري شکل نه و غوره کړی خو د ولس اسلامی او ملی احساسات لکه سوچه زر د هر افغان د خبرو او عمل څخه ځلیدل.

د جهاد مشران به هم چې کله د خبرو ستیج ته وختل، د سترګو نه به یې اوښکې بهیدې. د اسلامي نظام او د خلفای راشدینو د دور د حکومتونو د عدالت او اسلامی اخوت خوږې قصې به یې کولې، زموږ په مخ به هم تودې لیکې را روانې شوې خو په زړه کې به من، من غټیدو، دا ځکه چې د وطن د آزاۍ او د اسلامی نظام د لارې لارویان وو. هره ورځ به مو هیلې غوړیدې او لوېدې. په همدې شکل دغه جهادی کاروان پیل شو. هلته چا نه ویل ته پښتون یی او که تاجک. هر مجاهد او مهاجر د یوه او بل ورور و او هم ملګری. عام فکر دا و چې بس په کال نیم کې به افغانستان آزاد شی. حتی ډیرو د هجرت په دیار کې خپل ماشومان ښوونځی کې نه داخلول. ویل یی کال ته چې وطن آزاد شی، نو هلته به یی ښوونځی کې شامل کړو. هغه وخت ما د حرکت انقلاب اسلامی په فرهنګی کمیټی کې کار کاو، هره ورځ مازدیګر به می فرهنګی کمیټی ته رارسیدلی د مجاهدینود بریاوو خبرونه واخیستل او د ای ای پی ( ایجنسی افغان پریس) دفتر ته به می یوړل او هلته به می په انګلیسی وژباړل، بیا ماخستن به می د پیښور په صدر کې د پی آی ای د کارګو دفتر ته ورکړل چې په پنډی کې یی د ای ای پی مرکزی دفتر ته ورسوی. په مرکزی دفتر کې به د نیوز ایډیټر یا د خبرونو د څانګی مدیر د اصلاح نه وروسته ټولو اخبارونو او رسنیو ته واستول. لاری ‌ډیری سختی وی، مجاهدینو سره نه مخابره وه او نه د نن په شان مبایلونه او د انټرنیټ تسهیلات. مجاهدینو به د رخت په سپینه ټوټه خبرونه ولیکل ، بیا به یی هغه د واسکټ او کورتی په استر کې وګنډل، له هغه وروسته به یی موږ ته راورسول. چا به دغه ټوټه د پټکی په ولونو کې پټه کړی وه او چا به د خپل اغوستل شوی کمیس د لستوڼی د ننه. معمولأ شل، پنځه ویشت ورځی وخت یی اخیست چې خبرونه موږ ته راورسیږی خودا د لیری پرتو ولایاتو په هکله و.

د نږدی ولایاتو څخه به څو ورځی مخکې رارسیدل. پدغه وخت کې هر یو مجاهد او مهاجر افغان په حتمی کامیابی یقین درلود خو کله چې د هیواد دننه د جهاد په میدان کې د جهادی تنظیمونو ترمینځ برخوردونه پیل شول، هغه نږدی او حتمی کامیابی لیری شوه، جنګ لکه جوشیدونکی چای جوش یوازی جوشیده ، خو نه پخیده. جنګ دوام بیاموند. ورځ په ورځ پاک، استعدا لرونکی، د ایمان او عمل خاوندو مجاهدینو د جهاد په ډګر کې خپل ژوند له لاسه ورکاوو تابه ویل چې څوک یی را څخه چاڼ کوی. د هغوی په نه موجودیت کې ورو، ورو خلا رامینځ ته کېده او ددی خلا قیمت موږ هغه وخت هم ادا کاوو او نن هم. د جنګ پیل کول آسان دی خو اداره کول او منزل مقصود ته رسول یی سخت. ښه می په یاد دی چې په ۱۹۸۵ کال کې د سعودی عربستان د ریاض ښار ته، د افغانستان د هغه وخت د جهاد یو مشر راغلی و، زه یی هم په مینه لیدو ته ورغلم. ښایی ددی مشر چې اوس د کابل اداری سره دی، هغه خبره یاد وی. زمونږ سره د جهادی مشر څنګ ته، د پوهنتون یو بل سپین ږیری پروفیسور هم ناست و. پروفیسور صاحب مشر ته مخ ورواړاو او ورته یی وویل تاسی به وایی چې موږ بالغان یو، دا منم خو د سیاست په میدان کې نابالغ یاست . له هغه وخته بیا ترننه عمومی حالات د پروفیسور صاحب خبره تائیدوی. الله تعالی دی آینده کې خیر کړ.
نور بیا

27 thoughts on “اوږده مزلونه – محمد سهیل شاهین”
  1. هغه وخت ما د حرکت انقلاب اسلامی په فرهنګی کمیټی کې کار کاو، هره ورځ مازدیګر به می فرهنګی کمیټی ته رارسیدلی د مجاهدینود بریاوو خبرونه واخیستل او د ای ای پی ( ایجنسی افغان پریس) دفتر ته به می یوړل او هلته به می په انګلیسی وژباړل، بیا ماخستن به می د پیښور په صدر کې د پی آی ای د کارګو دفتر ته ورکړل چې په پنډی کې یی د ای ای پی مرکزی دفتر ته ورسوی
    له پورتنیو کرښو دې معلومیږي چې د یو خبریال په ډول ای اېس ای څومره ښه استفاده در څخه کړې ده.
    ما ته مې یوه ورځ زده کونکي وویل، تاسو هم هجرت کړی و، ما ورته وویل، له وطن سره دا خیانت زموږ پلار هم کړی و، زه هورې پیدا شوم، لوی شوم د حکمتیار له مکتب فارغ شوم، خو ذهن مې ملی دی او لعنت پر جهادیانو او ټوپکیانو

  2. د شاهین صاحب لیکنه مې خوښه شوه. هیچا ته پکې بد رد نه و، سپکې سپورې پکې نه وې. نثر یې هم روان و. کاشکې هر طالب معتدل شی او خپل وطنوال پردي او دښمنان ونه ګڼي. کاشکې شاهین صاحب خپل اوسنی ملګري هم په دې قانع کړي چې د خدای په لحاظ نرم واوسئ. که له نصاراوو سره جنګونه کوئ، خپله خوښه مو ده، خو په افغانانو کار مه لرئ. په خدای ډېره بده خبره ده چې زموږ میندې هره ورځ زموږ له لاسه د زامنو جنازو ته ژاړي. دغه راز قلموال مو باید انصاف وکړي. ولې یو بل ته سپکې سپورې ولیکو. او په تېره بیا چې ځانونو ته مسلمانان هم وایو او لیکنې مو له حسد او کینې او کرکې او حسده ډکې وي، ډېرې بدې ښکاري. د شاهین صاحب یې کور سل ځله ودان، لیکنه یې حد اقل په دې مخ کې د سمو او واقعي افغانانو او مسلمانانو غوندې وه. واقعی مسلمان خو د بل عزت ساتي ، بل انسان ته په درنه سترګه ګوري. زما توقع دا ده چې شاهین صاحب چې اوس د طالبانو یو چاروکی دی خپل ټول یاران د اخوت مفکورې ته رابولي او له توندۍ او افراط او عصبانیته دې یې راوباسي. په درنښت

  3. دا هماغه سهیل شاهین دی چې اوس په دوحه کې ناست دی او ارام خوبونه کوي؟ که هو وي، پرون مې په الجزیره د قطر د امیر له خوا د هغه زوی ته د قدرت لیږد لیده چې ورسره یې د خپل مجهز او پرمختللي وطن مختلف ځایونه ښودل او له هغه وروسته د کابل په خړو کوڅو کې هغه ماشومان چې له چاودنو وروسته په خړو کوڅو کې په منډه ول. زه هم لکه پاس چې یوه یاده کړې ده په ۱۳۶۳ کې له خپلې کورنۍ سره چټلستان پاکستان ته تللی یم خو اوس افسوس کوم چې کاشکې دا کار نه وای شوی، ځکه هر ږیره ور د جهاد دعوه دار چې ګورم او بیا د افغانستان پرونی او نننی ورانی، زړه مې غواړي چې دا هر یوه ته یې لاړې ورتوف کړم. دا به ووایم چې خالق تعالی مو په شرمونو وشرموه او په سپکو سپک شئ چې ستاسو له لاسه افغانان در په در او خاورې په سر شول، څوک په اروپا کې ورک شول، څوک په امریکا او څوک د یونان په ځنګلونو کې د وحشت او دهشت شپې تیروي او څوک د لارې سمندرونو او غرونو وخوړل. په آخر کې یو ځل بیا درته د بدې ورځې او بدرنګه آخرت غوښتنه کوم. د خدای په قهر اخته شئ.

  4. سلطان صاحب پدی کی د آی ایس آی څه خبره ده، آیا یوازی پدی چی د مجاهدینو خبرونه یی اخبارونو او اژانسونو ته ورکول؟دا خو د هغه وخت د مجاهدینو ضرورت و او نن هم دی. دا دتاسی غوندی ړندو قضاوتونو او تورونو خو دغه وطن دغه حال ته راورساو. لږ له خدای نه حیا وکړی. دا ځینو خو له کنځلو او تور لګولو بل څه زده نه دی.

  5. احمدہ پہ ناحقہ چاپسی بد مہ وایہ گنی خدای بدی داسی وشرموی لکہ پرون چی دارک پہ مانی کی کرزی وشرمید.

  6. امان الله خانه، شرمېدلي معلوم وي. ښایي زما او ستا خبرې د کوڅې د سر دعوو ته ورشي خو دا زما غږ نه دی بلکه دا د ټول کړېدلي او ځورېدلي افغان ولس غږ دی چې تاسو یې هره ورځ د خپلو بادارو پنجابیانو په مستقیمه او غیرمستقیمه مرسته د سړک د غاړې د ماینونو، توغندیو، خرمرګو (ځانمرګو) بریدونو او نورو لارو شهیدانوئ. ښاغلیه، کرزی نه دی شرمېدلی او که وشرمېږي هم زما او ستا شرم دی خو اصل شرم دا دی چې ملاضعیف ته ستاسو بادار په اسلام اباد کې وویل چې هیز ایکسیلینسي یو آر نو مور اکسیلینسي (ښاغلیه، ته نور ښاغلی نه یې یا په نورو ټکو، دروند انسانه، ته نور دروند او د عزت سړی نه یې) په امریکایانو یې خرڅ کړئ په یهودو او نصاراوو یې خرڅ کړئ، د ملا عبیدالله په څېر یې ووژلئ، د معتصم اغاجان په څېر یې وویشتلئ او بیا یې په سرک وغورځولئ، د ملا برادر په څېر یې پړی درکې واچاوه او کش یې کړئ، خو تاسو له دا ټول هر څه سره سره له خپلې پستۍ نه وانه وښتئ او دا دی نن د پنجابیانو هغه خوبونه ریښتیا کوئ چې افغانستان باید د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني، افغانستان په شمال او جنوب ووېشل شي، د تیږې د زمانې نظام په افغانستان کې واک ته ورسیږي هغه هم یوازې په پښتنو ځکه چې هغه نور خو انسانان دي په زور او مدني شکل خپل حقونه ترلاسه کولی شي. بیا هم درته دا وایم چې خالق تعالی مو داسې وشرموه لکه همدا پرون یې چې وشرمولئ او د آی اېس آی د کرغېړنې ادارې له خوا د جوړو شویو جعلي کارډونو په کارولو سره هم لکه سپي په څو دقیقو کې د جهنم کندې ته ولېږل شوئ. زه نه د کرزي د فاسد نظام پلوي کوم او نه د پنجاب د تالي څټو او وظیفه خورو، زه د افغان او افغانستان غوښتونکی یم د یوه واحد او با ثباته افغانستان چې نه ستاسو د بادار پنجاب تر اغېز لاندې وي او نه هم د صفوي کنجرو ایرانیانو تر فرهنګي یرغل لاندې وي. وشرمېږئ.

  7. احمدہ:خولہ دی دخرہ شہ لکی درباندی شنہ شہ غوگونہ دی اوگدہ شہ.تہ ڈیراحمقہ انسان یی بلکی دانسان پہ جامہ دغرب ماشین یی.زکہ ھیس عقل اوشعورنہ لری.تہ ھغہ چاتہ خرمرگی وایی چی ھغہ دیوہ پاک ارمان پہ موخہ دوطن دازادی لپارہ ددین دسرلوڑی دپارہ خپل نازک بدن پارچہ پارچہ کوی.ایاتہ کولی شی چی دافغا ن ساتنی پہ موخہ پہ پنجابیانودیتہ ورتہ برید ترسرہ کڑی؟کہ دی جواب ھووی.نوپڑی پہ غاڑہ درزم.اوکہ داسی نشی کولی.نولطفن دخدای پہ خاطردسوڈالروپہ بدل کی پہ پاکو شھیدانو پسی سپکی خبری مہ کوہ.

  8. امان الله خانه، دا ستا د خبرو لومړي ټکي ډېر خوندور دي [خوله دې د خره شه، لکۍ درباندې شنه شه، غوږونه دې اوږده شه] خدای دې وشرموه، که دې د پنجابیانو په جوماتونو او مدرسو کې وخت نه وای تېر کړی اوس به دې هم ښایسته خوږه پښتو املا او انشاء جوړه وای او ښه به دې لیکلی شوای او هم به دې احساس افغاني وای. افسوس چې زمونږ ټولنه د ملا په جامه کې شیطان داسې کړه چې هم یې ځوانان بې لارې کړل او هم یې خپل آخرت خراب کړ. ظالمه، په ډالرو باندې زه اودس هم نه وچوم، زه خپل تجارت لرم، خو احساس مې افغاني دی او هر څوک چې افغان وژني هغه زما دښمن دی، دا که د ناټو سپي وي که د پنجاب سپي وی، که د ایران او که نور. خدای دې تاسو کم عقل افغانان اصلاح کړي او دا ړانده او ګوډ چې اوس په قطر کې ناست دي د دوی د تیږې او اوسپنې زړونه دې الله تعالی د انسانانو زړونه وګرځوي او دا د ختم الله علی قلوبهم…. بدرنګه مهر دې خدای د دغو چارپښو له زړونو څخه لیرې کړي چې نور په افغانستان کې د جهاد تر نامه لاندې د فساد او رذالت بهیر ته د پای ټکی کیږدي ځکه چې ډېرې میندې یې د پنجابیانو په اشاره بورې، خویندې ورارې او ماشومان یتیمان کړل. خدای دې دوی همداسې در په در او خاورې په سر کړي. ته ووایه امین.

  9. احمدجانہ :فکرکوم ڈیرنادان یی خیر.تہ زمادسوال جواب راکہ ایاتہ تہ کولی شی پہ زان بمونہ وتڑی اوپہ پنجابیانو بریدوکڑی؟داسی معلومیژی چی نہ ھیس کلہ نشی کولی.زکہ چی دایوخاص ھدف لری.دپیسواوددونیالپارہ دزانہ تیریدل ممکن ندی.اودایملانیوکہ دی پرزای دہ.زکہ چی دگرزندہ ٹلیفون لہ لاری تاند پانی تہ ننوزم اومتاسفانہ پشتوتوری دستگاکی نلرم.اوبل داچی دپنجابیادانامہ پہ استفادہ دپاک جھاد بھیرنشی درولی.

  10. امان الله روکیه، د بی ګناه خلکو او په خاص ډول د ماشومانو او ښځو وژل چی نن یی تاسو کوئ دا جهاد نه بلکه فساد دی اوس جهاد دا دی چې مونږ خپل وطن جوړ کړو.

  11. احمدجانہ.قسم پہ خدای چہ افغان زومونگ دسترگوتوردی.تاسی قضاوت وکڑی چی افغانان سوک وژنی سوک یی جسدونوتہ اوراچوی سوک یی پرجسدونو متیازی کوی سوک دB52بمبارپری کوی .اھ دپنجوایی ویرجنہ شپہ اھ دقندوزویرجنہ ورز اھ دخست اھ دنوریستان اھ دھیرات اھ دافغانستان پہ گوٹ گوٹ کی. اھ سومرہ پہ بی رحمی ورباندی سترگی پٹوی.خدای موسترگی خاصی کہ.اھ اتہ سلویشت ھیوادونو موننگ عزت ناموس خاورہ فرھنگ تجاوزکڑی دی .ایاتاسی یوہ وڑہ لیکنہ ورباندی کڑی دہ؟افسوس افسوس افسوس افسو………

  12. سلام !!! امان الله وروره زه دومره وایم چه د حق د لاری مجاھدین د ژوندی وی.
    په دعاګانو کی یی په یاد لرو.
    الله د بریالی لره.

  13. افغان صاحب!ڈیرہ مننہ خوشھالہ اوسی.خدای ستاپشان بااحساسہ ورونہ تل ژوندی لری.زکہ دابعضی ورونہ یاخونہ پوھیژی اویاکہ پوھیژی ھم.قصدن عامہ اذھان مغشوشہ وی.مطلقن ھرطالیب اوھرعالم دپنجابیانوغلام دای ایس ای گوڈاگی بولی.

  14. امان الله، نو چې امریکایی د طالب په مړي میتیازې کوي د دې انتقام باید تاسو له عام افغان ولس نه واخلئ؟ ړوند ملا چېرې ناست دی؟ له کوم ځای نه فرمانونه ورکوي؟ دا اوس هم چې آی اېس آی لکه سپي قطر ته نه وای لیږلي دا ړانده او کاڼه پخپله تلل؟ د امریکایانو ښځه په تا وغیم او ستا او د نورو طالبانو ښځې په دا ټول جهان.

  15. ما د شاهین صاحب مضمون په …. کی لوستلی و، هلته یی عنوان و اوږده مزلونه، ځوانی حوصلی لاکن تاسی ځوانی حوصلی کلمه ورځنی لیری کړی او هغه مو بل ځای لیکلی ده. که دا سهوا وی نو اصلاح یی کړی او که قصدا وی نو بیا خو تاند پخپله ددی ثبوت ورکوی چی یوازی تبلیغات او پروګنډه کوی . نور دا وایم چی تاسی دځینو …. تبصیری ولی خپروی لکه د …. په نامه یو تن چی یوازی کنځلی کوی او سپکی سپوری وایی . دغه کارد تاند حیثیت ته تاوان رسوی

    1. عمرخان صاحب د شاهین صاحب لیکنه په همدې ډول موږ ته رارسېدلې. له ځینو املايي اصلاحاتو پرته مو په دې لیکنه کې هیڅ راز تصرف نه دی کړی. او که مو دا کلمه چې تاسو ورته اشاره لرئ، په عنوان کې لېري کړه ، کفر ته نه وځو . د مضمون محتوی ورسره نه بدلېږي. خو ستاسو فکر د تامل وړ دی چې که مو دا کلمه قصداً لېرې کړي وي لاړو پروپاګنډچیان شوو؟؟؟؟
      د کنځلو په اړه مو ښه خبره کړې. موږ به له دې وروسته لا ډېر کوشش کوو چې هیچا ته سپکې سپورې خپرې نه شي.کله کله سهواً رانه خپرېږي چې په دې خاطر له ټولو لوستونکو عذر غواړو. خو تا هم سپکې سپورې لیکلي. ښه به دا وه چې تا خو سپکې نه وای لیکلي
      تاند

  16. احمدہ دشنام زدن کاری سگ است بزن چقدرکہ وست می کشہ من برایت دشنام نمی زنم.بخاطرکہ این کار اخلاق انسان نخواھدبود. بس دومرہ درت وایم. یاری اسانہ دہ جانانہ دوفالانجہ دہ.
    نن خوتیریژی مسافردسبالانجہ دہ.

  17. احمد جانه که دی دلیل سره خپلو نورو افغانانو وروڼو ته قناعت وکولی نو ټولو به افرین درته ویلی و. اوس چی پوچ الفاظ دی استعمال کړی که همدا الفاظ ستا په مقابل کی استعمال شی نو څه احساس به کوی. که د اسلام له نظره ورته وګورو نو هم حرام کار دی که د افغانیت او پښتون ولی په چوکاټ کی یی واچوی نو بیا هم کنځلی ډیر لوی پور لری. خو نه پوهیږم چی کله نه د جمهوریت تر نامه لاندی د آزادی نعره زموږ افغانانو اوریدلی نو ادب او احترام بلکل ورځنی تللی . نو هیله می د یو ورور په حیث درنه دا ده چی دا د بحث فورمونه د ټولنی د اصلاح او د معلوماتو د تبادلی په خاطر استعمالوی نه دا چی د فحش الفاظو په خاطر. که د الله نه خوف لری نوپه خپلو کنځلو اول د الله نه بیا د خپلو وروڼو نه بښنه وغواړه.

  18. تا هر څوک پېژني. زه له امان الله سره په بحث یم، ته ځه چېرته خپل پلرنی کار وکړه 🙂

  19. په لومړی سره کی می له تاند ویب پاڼی څخه دا هیله ده چی څوک ددی بحث په فورمونو کی کنځلی کوی لطفأ د هغوی تبصری بلکل مه نشروی، ځکه چی کنځلی خو د ورځی په سلګونو ځلی په ښار او کوڅو کی اورو. خو چی کمپيوټر ته کینو او وایو چی دلته به د پوه خلکو تبصری او معلوماتی مقالی ولولو نود هغو بی علمه جاهلو او دغو تعلیم یافته جاهلو په خبرو کی فرق نه وینو. جاهل هغه څوک دی چی خبره بغیر د کوم ثبوت څخه له خیټی کوی او ژبه یی خپل واک کی نه وی څه یی چی ذهن کی تیریږی هغه راوباسی.
    بله دا چی زموږ هیواد الحمدالله تکړه مجاهدین، د قلم او سنګر میړنی لرل او لری یی. ټول باید په یوه تله کی ونه تلو. په افغانستان کی مختلفی شبکی فعاله دی د هغوی کار دا دی چی زموږ اتلان جاسوسان او خپل غله اتلان معرفی کړی. بهرنیو کړیو همیشه زموږ د احساساتو نه استفاده کړی او د همدی احساساتی خبرو په ذریعه یی زموږ د ولس په مینځ کی فاصلی ایجادی کړی. طالبان څه ملایکی نه دی خو دومره ویلی شم چی ډیر نیک خلک هم پکی شته چی په وطن او ولس یی زړه خوږیږی خو بیا همدغه نیک خلک موږ توهین کړی او دښمن مو پری خوشاله کړی. .

  20. سیاسي مخالفتونه په هرځای کې وي خو یو بل ته کنځل کول او سپکې سپورې ویل د انسانې کرامت د چاپیریال څخه وتلې خبر ده او د یوه ښه فکر خاوند او د یوه بیسواده د خبرو ترمنځ هرومرو باید توپیر وي او باید د اوسني عصر د پرمختللې تنکنالوژي د مثبت اړخ څخه ډیره ګټه پورته کوو نه چې یو بل ته سپکې سپورې ووایو .
    په ډیرې درناوې

  21. سیاسي مخالفتونه په هرځای کې وي خو یو بل ته کنځل کول او سپکې سپورې ویل د انسانې کرامت د چاپیریال څخه وتلې خبر ده او د یوه ښه فکر خاوند او د یوه بیسواده د خبرو ترمنځ هرومرو باید توپیر وي او باید د اوسني عصر د پرمختللې تنکنالوژي د مثبت اړخ څخه ډیره ګټه پورته کړو نه چې یو بل ته سپکې سپورې ووایو .
    په ډیرې درناوې

  22. عبدالولی بھادراوپٹ ریس ورونو لہ تاسوڈیرہ مننہ .چہ احمدتہ مو دادب درس ورکڑی.خوزہ گیلہ نہ تری کوم.لکہ سنگہ غردی ھم ھغہ شان کربوڑی.لکہ سنگہ احمدجان دی.دغہ شان یی اخلاق .پہ ھرصورت دی بہ پریگدوچی خپل پاپڑخرس کڑی.موژ تاسی بہ دداسی خلکو پہ پلہ پل نہ ژدو..پہ .ملاانشاکی کہ سہ غلطی وی معذورت غواڑم.زکہ دموبایل دستگاکی دپختو توری نلرم.

  23. امان الله، آی فون واخله، څه بلا وهلی یې. آی اېس آی تنخا نه درکوي؟

  24. زه ٹوله ملامتیا په تاند اچوم زکه کوم مدیر د اصلاح نه لری چه تبصره اصلاح کڑی او بیا یی نشر ته وسپاری

  25. قدرمن ورور محمد علي نادان ستاسی له لیکلو ښکاری چه ډیر په زره پوری تخلص مودی لیکلو ته ورته الله پکی برکت واچوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *