نن په پکتيا کې اوښتون کلتوري ټولنې او پکتيا پرېس کلب د يوې لرې پرتې ولسوالۍ له ابتدايه ښوونځي سره مرسته وکړه.
اوښتون کلتوري ټولنې او پکتيا پرېس کلب دغه مرسته چې پکې زيات شمېر مېزونه او چوکۍ موجودې وې د سېدکرم ولسوالۍ چينو کلي ابتدايه ښوونځي سره په هغه سيمه کې زده کړو د خلکو د لا هڅونې په موخه وکړه.
د ياد ښوونځي سر ښوونکی رحمان الله له ورسره شوې مرستې خوښي څرګندوله او ويل يې چې په دې ډول مرستو سره به يې د دې ښوونځي ستونزې تر يو بريده هوارې شي، خو په ملي سوداګرو او نورو مدني ټولنو يې غږ وکړ چې په لرو پرتو سيمو کې د زده کړې د ودې په موخه دې دا ډول مرستې د خلکو د هڅونې په موخه وکړي .
(( موږ له اوښتون کلتوري ټولنې مننه کوو، چې له موږ سره يې د مېزونو او چوکيو مرسته وکړه، دا که څه هم دومره ډېر توکي نه دي خو موږ يې په ډېرو ځکه حسابوو چې د دې ټولنې ملاتړ مو احساس کړ، په موږ کې د زده کړې او ښوونې قوت زياتولی شي)).
د دې مرستو په اړه د اوښتون کلتوري ټولنې اداري مسول سميع الله پيوند وايي چې له ياد ښوونځي سره يې د مرستو موخه په پکتيا کې ملي سوداګر او مدني ټولنې د زده کړو او په نورو برخو کې هڅونه وه.
(( له دې مرستو مو هدف په کليو او بانډو کې زده کړو د خلکو هڅولو او بله ستره موخه مو دا وه چې په دې ډول مرستو سره به په پکتيا کې ملي سوداګر او سيمه ييز سوداګر او مدني ټولنې وهڅيږي او تعليم ته به يوه اندازه کار شوی وي، معارف په دې برخه کې کار کوي، خو بيا هم يوازې په معارف نه کيږي، موږ بايد خپله لاس په کار شو او دا هيواد د دې تاوتريخوالي نه راوباسو.))
په پکتيا کې دا لومړی ځل دی چې يوه مدني ټولنه پخپلو امکاناتو له يو ښوونځي سره مرسته کوي او هېره دې نه وي چې اوښتون کلتوري ټولنې له څو کلونو راهيسې په فرهنګي او کلتوري ډګر کې د کار ترڅنګ له خلکو مادي مرستې هم نه دي سپمولې.
نور احمد حيران- پکتيا