ساحل منګل (دجوزا۳۰ نيټه)
په پکتيا کې داوښتون کلتوري ټولنې داوښتون راديو لومړۍ کليزه ولمانځله او تر څنګ ېې دڅلورکتابونو مخکتنه او دمحمد صديق پسرلي په نامه دغزل شپه هم جوړه کړه.

دغه غونډه ،چې دجوزا دمياشتې په ۳۰ نيټه دګرديزښار کې داوښتون کلتوري تولنې په مرکز کې جوړه شوې وه دکابل ،ننګرهار،خوست،لوګر ،پکتيکا او دپکتيا ميشتو لسګونه فرهنګيانو ګډونه کړی وو،چې په لاندې ډول پرګرامونه ترسره شول .
2
دکتابونومخکتنه

په دې غونده کې څلور کتابونه،چې (زه يم تږی ته اوبه ېې ) دعلم ګل سحر (په ارواپوهنه کې دمسلمانانو ونډه)عارف الله حقپرست(دوير غاړې)سميع الله پيوند په زيازراټولې شوې لنډې کيسې(زرينې کرښې)دجهاد احمدزي ژباړه شامل وو.

په يادو کتابونو ليکوالانو خپلې ليکل شوې مقالې ولوستلې او ددې ليکوالو ستاينه ېې وکړه ،چې داډول کتابونه ېې ليکلي اوژباړلي دي .

دمخکتنې په غونډې استاد لال پاچا ازمون ،عبدالکريم پتنګ،محمد الياس وحد،ارشادرغاند،محمد اسمعيل لاروي او ګڼو ليکوالانو ديادو کتابونو تر څنګ په پښتو ژبې کې دکتابونو په اهميت او په اوسني وخت کې دهغې په نشتوالي هم خبرې وکړې
دلوېې پکتيا دفرهنګي ټولنې مشر سيد جمال الدين اصف بيا په دفترونو کې دپښتون ژبې درواجولو او دلوګر داطلاعاتو او کلتور ريس محمد شفيق فوفل هم په يوشمير موضعاتو باندې خبرې وکړي .

دراديو کليزه

دغونډې په دوهمه برخه کې داوښتون راديو لومړۍ کليزه ولمانځل شوه،چې ويناوالوددې راديو او په سهېل ختيخ زون کې درسنيو په وضيعت باندې هم رڼا واچوله.
4
داوښتون کلتورې ټولنې مشر ډاکتر محمد نعيم احمدزي داوښتون راديو او ددې ټولنې دڅو کلنو کړنو رپوټ په لنډ ليکلي ډول دبرخې ګډونوالو ته واوراوه.

نوموړي په خپلو مالوماتو کې وويل :اوښتون کلتوري تولنې په تيرو څلور کلونو کې د(اوښتون)په نامه مجله او راديو ،دژورنالستانو پار پرېس کلب،پکتيا ټريننګ هال،پکتيا پيژندنې سميناراو ځينې نور کارونه تر سره کړي دي .
5
دکليزې په غونډه کې هم يو شمير ويناوالو ددې راديو په خپرو نو او په هسيل ختيځ زون کې درسنيو په وضيعت باندې خبرې وکړې .

ليکوال اوژورنالېست محمد الياس وحدت وويل:شپږ کاله دې مخه په پکتيا کې يوازې دوه رسنې وې ،چې کار ېې کاوه خو اوس مهال ددې رسنيو شمير ،چې ملې او نړيوالې هم پکې شاملې دي ديرشو ته رسيږي ،چې ددې ولايت هره برخه ېې مثبته اغيزه کړې ده.
6
دکابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون بيا په عموما درسنيو په اهميت ،په اوسني او خت دهغوی اړتيا او سمه کارونه باندې وغږيده.
01
نوموړي وويل په هيوا دکې اوس هم ډير شمير رسنۍ شته ،چې ملي ګټو ته کار نه کوي بلکې يو اځې يوه قوم،ډلې اوګوند ته کار کوي ،چې زمونږ رسنۍ بايد ملي او دمسلکي کسانو له خواېې چارې پرمخ يوړل شي .

ددې غونډې په پای کې ددې راديو يو شمير فعالو کارکونکو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول ،چې نومونه ېې په دې ډول دي .
02
نوراحمد حيران،عبدالله مخلص،فريدالله احمدزی،حقمل مسعودزی،احمدالله احمدي اوحامد احمدزی.
03
دپکتيا دولايتي شورا له خوا هم دپکتيا پريس کلب يو شمير خبريالانو ستاينليکونه ورکړل شول دغه خبريالان احسانالله مهجور،محمد اسمعيل لاروی،ساحل منګل ،دادو تپان،سميع الله پيوند،احمد الله احمدي اوحقمل مسعودزی ،
دمحمد صديق پسرلي په نامه دغزل شپه
ددو پرلپسې پرګرامونو وروسته دغزل دشپې مشاعر پيل شو،په دې مشاعره کې ميوند فدا،ارشاد رغاند،بختيارتلاش، اسماعيل لاروي ،

استاد لال پاچا ازمون،نوراجان بهير،محمد حنيف حيران،عبدالله هوډ،عبدالباري نعيمي،انعام الله ګوهر،محمد رفيق ميران، ،ميرويس اهنګر،داود تپان،شفيق الله رنځور،حقمل زرمتي ،فريد الله احدزي، نور احمد حيران،سيف الرحمن تږي غلام طاهر افغان ،رحمت الله رحيمزي ،ډاکتر فلک ناز،او ګڼ شمير شاعرانو پکې شعرونه واورول..
04
مشاعره ددشپې په ۹ بجې پيل او تر يوې بجې پورې ېې دوام وکړ اوګڼ شاعرانو پکې خپل شعرونه واورول .

دمشاعرې څخه ورسته دپکتيا محلي سندرغاړو له خوا دموسيقۍ پرګرام وړاندې شو،په دې پرګرام کې دپکتيا محلي سندرې ،دپکتيا اتڼونه ،او ورسته د دوو شاعرانو د(لغت ) په نامه ،چې دپکتيا په منګلو ،ځاځيو او څمکنيو کې له پخوا راهيسې رواج دی ترسره شو ،چې دګډونوالو او په ځانګړې ډول دولايتونو څخه دراغلو ميلمنو له خوا ډير خوښ کړای شو.

اوښتون کلتوري ټولنې غړي ددې ولايت او دټول افغانستان له پاره دتعليم،فرهنګي چارو او بيلابيلو برخو کار کوي او لابه هم خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکوي .
ديوه سوکاله افغانستا په هيله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *