د ومان یاران

پرون له یو چاسره میلمه وم، تورتوتان، سړې شړومبې پریمانه ، د خوشال بابا دا بیت بيا، بيا رایا د سو :

چې سړې شړومبې یې څښم په وخت د اوړي

                                         پاچاهي د اورنګ زیب زما غړکه

د ځان درنې، د بل سپکې، د تا کله وې بڼکې، سیاست، اقتصاد څو ځایه مو کڼي جار کړي و، په دا منځ کې یو دوه درې تنه لکه سوليدلې بيډیان راسوریدلي وو ، نیغ ، نیغ راته کښېناستل، شړومبې یې وسړپولې، کوربه يې په معرفي شروع وکړ: دا پلانی خان دی، د بستانکي خان اوښی دی، اودا چې وینئ دا بیا د بسمداني خان باجه دی، هغه بل دهغسمداني خان اوښی، زه ترپايه په دې پوه نه سوم چې د نجرابیانو په وینا څوک د چا (خسربوده) دی، چاته د چا خور ناسته ده، په چا واده ده، په خپله لهجه کې مې هم همدې ستونزې ته پام سو، ما ویل راځه دا به له بالا جای سره شریکه کړم، ګوندې په کومه لهجه کې کوم نوم ورته بود سي او که نه و چې جلبي کږوه ،وږه خوږه کيدای سي دا یواوښی به (ګل آغا فریدون) بولو، اوس د خورمېړه هم اوښی دی او تاته چې ناسته ده، د هغې ورورهم اوښی شو، درېيم چې په دې باریکۍ خبرېږي، دوه درې ناپړیتې یې په مجلس کې شړي وي، موږ په لهجه کې اقارب داسې سره بولو :

د پلار وررو ته تره، د تره میرمنې ته تینداره ، کاکا ناوې، (کاکانې)، د پلارخورته تروراو د ترور لورته ترله وایو. د مورخور ته خاله نه وايو، توړۍ یې بولو خو اولادونو ته يې داسې لنډ شی نه لرو لکه: ترله، ماما خو د ټولوهمدا شی دی، موږ يې میرمن مامۍ بولو، ورور خو ورور شو، زوی يې کېږي وراره ، ورپسې خورشوه ، اولاد يې شو، خوريی، خورزه، د ماما د اولادونو لپاره هم لنډ نوم نه شته، که چا ته معلوم وي ودي لیکي چې عام سي د تره د اولادنوهم همدا حال دی خو د اوښي جنجال لږ څه هغسی دی د سحر صاحب په وینا عجالتآ یې باید کار وشي.

——————————–

د ښاغلي نیازي دا لیکنه لومړي پلا د ۲۰۱۱ کال د جون په ۲۳ مه په تاند کې خپره شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *