په ګرم وجود مې يخه هوا ولګېده،سترګې مې وبرېښېدې،په لومړي ځل مې رڼايي وليده،د يو چا په اننګو ورغړېدم؛وچو شونډو ته يې په رسېدو ودرېدم…بېرته مې شا ته وکتل،نورې ملګرې مې هم له رغړېدو وروسته ماته راورسېدلې،وجود مې دروند شو…ملګرې مې راڅخه بېلې شوې،له زنې يې واوښتې؛لاندې د ګرېوان لوري ته يې ځانونه ورسول…
ما هماغسې د شونډو پر سر ځان ټينګ نيولی و،د خپل د پيدايښت په حقيقت مې ځان پوه کاوه…
پدې کې مې وجود ولرزېد،د سلګيو غږ مې ترڅنګ پورته کېده،ناڅاپه مې تر غوږو ډډ نارينه غږ شو:
ــــ ګوره لورې! حاجي تورخان په ټوله سيمه کې نوم لري،خلک ورته لاس په نامه ولاړ يي.
مخامخ مې وکتل…لوړ هډور سړی ولاړ و،ښه شېبه غلی و خو بيا يې سترګې زما په لور برګې کړې؛چغه يې کړه:
ــــ بس!! دا اوښکې دې بندې که!.
زما وجود لا لرزېده،ورو ورو سلګۍ مې اورېدې،خو بيا ډډ نارينه غږ مې واورېد:
ــــ ګوره جلۍ! خير که سپين ږيری دی،د پيسو شمېر يې نه نيول کېږي،د حاجي تورخان مېرمن به يادېږې!!.
د جلۍ سلګۍ ډېرې شوې،ټول بدن يې لرزېده،نور مې ځان ټينګ نه کړای شو،د سترګو رپ سره لاندې د فرش په تارونو کې ننوتم؛ ژر مې پورته وکتل،د جلۍ مخ راته تت ښکارېده،سترګې يې ماته نيولې وې،ډېره بې وسه ښکارېده،غوښتل يې،چې ورسره پاتې شم،خو زما وجود په فن