ادبي ټوټه
یوه ورځ تر ماښامه روغتون کې پاتې شوم، تیاره په خورېدو وه، د ناروغانو او د ناروغ لرونکو د راتګ ننداره مې کوله، خو خلګ تلل او راتلل، د دوی تګ راتګ زه هم اوږدو سوچونو کې لاهو کړم، د انسان او روغتیا په اړه به ژورو فکرونو ورسره واخیستم چې موږ هم عجیبه مخلوقات یو، کله چې روغ وو کبر مو تر اسمانه رسېږي او کله چې معمولي ناروغان شو، بیا مو د کبر ځای چیغو او زګېروو نیولی وي.
په همدې سوچونو کې ډوب وم چې یوه زهيره مور له خپل ناروغ زوی سره روغتون ته راننوته او د روغتون عاجلې خونې ته لاړه، په څېره کې یې وېره او وارخطایي څرګنده وه، زه پوهېدم چې هغه به څه ستونزه لري او دا هر څه د هغه د کوچني او ناروغ زوی په سبب دي.
په همدې وخت کې نرسه را ښکاره شوه، د عاجل وارډ مخه کې یې ورته په بېړه رګ کې د کنوبل ستنې لګولو کار پیل کړ، خو چې پام یې شو له ځان سره یې ماته راوړې وه. نرسه په غوسه شوه، لاسونه یې ومروړل، خو ځان یې کنټرول کړ، پاڅېده او له څو شېبو وروسته له نوي کنول سره راغله، د ناروغ ماشوم سترګې له وېرې ډکې وې، خو غلې و او یوازې یې خپلې مور ته کتل.
مور هم خپل څلور کلن زوی غېږې ته را جوخت کړ، نرسه یې تر څنګ ودرېده، د کوچني لستوڼی یې پورته کړ، یوه کشي ټوټه یې په مټ کې پرې وتړله، خو هلک ډنګر و، رګ یې ډېر په اسانه د نرسې لاس ته ورغی، د کنول ستن یې په بې پروایۍ ولګوله، ماشوم اخ وکړ، مور یې په خبرو شوه
ځار، قربان… ستا ټول درد دې په ما شي زوی جانه…
د خپل ټیکري څنډه یې سترګو ته ونیوله، زه هم نږدې څوکۍ ته ورغلم، نرسې ناروغ ماشوم پر بستر څملاوه، د سیروم کوچنۍ کڅوړه یې ورته بنده کړه، هلته د سیروم په لین کې د اوښکو جریان پيل شو او دلته د مور له سترګو څاڅکي څاڅکې تړمې اوښکې را روانې وې. سیروم ماشوم ته د روغتیا هیله ورکوله، خو د مور تړمو اوښکو د مورنۍ میني او پر ناروغ زوی د زړه سوي عاطفي تصویر وړاندې کاوه.