تاند- دوه دېرش کلنه جماله، چې د کریمیا اوسېدونکې او په خټه تاتاره مسلمانه ده، تېره شپه د ایرو وېژن د یو شپېتمې سیالۍ ګټونکې اعلان شوه.

د جماله سندرې ۵۳۴ نومرې یا پواینټونه وګټل. ورپسې مقام استرالیايي او روسي سندرغاړو وګاټه. مخکې اټکل شوی و چې ښايي دا ځل د روسي سندرغاړي سندره لومړی مقام ترلاسه کړي.

استرالیايي سندرې ۵۱۱ او روسي ۴۹۱ نومرې وګټلې.

په دې سیالۍ کې، چې د سویډن په پلازمېنه ستوکهلم کې وشوه، ۲۶ سندرې، چې وروستي پړاو ته رسېدلې وې، خپرې شوې او اټکل کېږي چې په اروپا، استرالیا، نیوزیلنډ، چین، امریکا او نورو هیوادونو کې شاوخوا ۲۰۰ ملیون تنو ولیدې.

جماله د جایزې د ترلاسه کولو په مهال وویل چې هر ځای سوله او مینه غواړي.

د دې سندره، چې ۱۹۴۴ نومېږي، هغه وختونه یادوي چې د پخواني شوروي اتحاد دیکتاتور مشر جوزیف ستالین په ۱۹۴۴ کال د منځنۍ اسیا د یوه ملت د تبعید کېدو امر کوي.

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو د جماله حیرانوونکې اجرا او بری وستایه.

دا دوهم ځل دی چې اوکراین د ایرو وېژن د سندرو سیالي ګټي.

تر دې پخوا په ۲۰۰۴ م کال کې هم یوې اوکراینۍ سندرې لومړی مقام خپل کړی و.

د جماله د بري له کبله به راتلونکی کال د ایرو وېژن سیالیو کوربه اوکراین وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *