تاند، چهارشنبه، د ثور ۳مه: د امریکا د محافظه کاره فعالانو یوه تازه سروې ښيي چې په افغانستان کې په خدمت د بوختو ۷۰ سلنه امریکايي سرتېرو کورنۍ له دغه هیواد څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو ملاتړ کوي.
د امریکا د محافظه کارو فعالانو د دغه ګروپ مشر نیټ انډرسن وايي، له دغې سروې یې معلومېږی چې امریکایان د دوه لسیزو په جګړه کې ډېر ستړي دي.
نوموړي ویلي دي چې له دې سروې ښکاري چې د ولس شعور په دې تړاو ورځ تر بلې بیدارېږي چې ولې له دومره اوږدې راهیسې دوی په افغانستان کې وجنګېږي.
د اپریل له ۷مې تر لسمې پورې دغه سروې کې ۷۰۰ امریکايي پوځیانو او د هغوی ۸۰۰ کورنیو ګډون کړی و او د سروې لپاره ټول غړي په تصادفي ډول ټآکل شوي دي.
په سروې کې ۱۶۰۰ کسانو له افغانستان څخه د سرتېرو د بشپړې وتنې ملاتړ ښودلی، ۵۷ سلنه په کور ناستو پوځیانو ویلي، چې امریکا باید له هیواده د باندې جګړې کمې کړي او دا فیصدي د تېر کال په پرتله ۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
په سروې کې یوازې ۷ سلنه خلکو ویلي، چې امریکا باید له هیواده بهر ځان تر دې هم زیات ښکیل کړي.
په سروې کې ۷۳ سلنه پوښتل شویو امریکايي سرتېرو ویلی، چې دوی د وتلو د پرېکړې ملاتړي دي، د دوی د کورنیو ۶۹ سلنه غړو هم په دې پریکړه خوښي ښودلې ده، حال دا چې تېر ۲۰۱۹ کال کې دا فیصدي ۶۰ سلنه وه.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، د امریکايي ځواکونو وتل او یا له افغان حکومت سره د واشنګټن د مرستو کمول به د افغانستان پر وضعیت مستقیم تاثیر ونکړي او دوی په دې اړه مخکې له مخکې ځینو طرحو باندې کار کړی دی.
د امریکايي ملټري ټایمز لخوا د دغې سروې د نشر په اړه د بنسټ مشر اینډرسن ویلي، دا سروې به له امریکا څخه دباندې د واشنګټن په ماموریتونو باندې د امریکا حکومت بیا غور کولو ته اړباسي.