شاه محمود حصین

پریوه اوږده او ناپایه لاره کې په یوه سفرسره روان شو ، د ژوند له سختیو او دربدریو سره دواړه آشنا څوک وو، نوم یې ډیرو راته ویلی و … خو لیدلی مې نه و … ،  په هغو وختو کې د ژوند رمز او راز داسې نه و لکه نن ، ژمنه اوقولونه پاخه وو، منزل ته د رسیدو لپاره دپوهې اوشعور په سیالي روانه وه …  موږ له ویدو کلیو او بانډو خپله لارترښار پورې راویسته … کابل ته په علم پسې راغلو ، کابلیان شو، فاکولتیان شو، هڅه مو داوه چې دخدای د مخلوق په وړاندې مختوري نه شو… او په دغه سترخو ستړي سفرکې کله هم یوڅوک  کومه ورځ راته ونه وایی چې  …. مرتجع …  او بیسواد ه … په هغه مهال د یوه ځوان لپاره ، دیوه روڼ اندي لپاره دا دوه ټکي ترهرڅه زیات ځورونکي ټکي وو … زه اوس پوهیږم چې موږ څومره احتیاط کاوه … او ولې مو کاوه ….  هو ، یوازې ددې لپاره چې څوک راته ونه وایي … مرتجع  او …  اوداهغه لوی ارمان و چې دهغه سرمنزل ته رسیدو یوازې رښتاینه ، ایمانداري او سرښندنه غوښته اوبس  …

هو، له همدغه څپاند موج سره په وږي نس منډو کې له یوه ماڼو سره مل شوم … له یوه سرسپارلي ماڼوسره چې په لومړي ځل یې ځان را وپیژاند :  حصین …   ما فکرکاوه چې وایی حسین یانې ښکلی … په ځیرمې ورته وکتل ، را ته په خندا شو :  څنګه راته ځیرشوې ، زه ښکلي نه یم … حصین دښکلي په مانا نه …  او دالومړی ځل و چې زه د حصین په مانا پوه  شوم … سایرخان ته یې مخ ور واړاوه :  ته خو پوهیږې … هغه ټوکې ورسره درلودې ، هو ، هو زه پوهیږم … ښه پوهیږم  … زه د  … چرم په چرمګري کې پیژنم …  ده لکه چې تل یی عادت واوپه خندانه څیره به یي سړي ته ځواب ورکاوه  ورته وویل :  ـ همداده چې ګیانیوال تراوسه هم څپلۍ ددې پرځای چې په سفرکې یی په پښوکړي په تخرګ کې ساتي …   اوزموږ دا کتنه له نن څخه پوره یوکم څلویښت کاله دمخه وشوه … له هغه وروسته موناسته ولاړه او راشه درشه دیوه هدف په لورروانه وه …  دشپیتمې لسیزې په دویمه نمایی کې زه اودي کندهار ته سره ملګري وو ، په هغوکلونوکې کندهار په وینوکې غوټې وهلې ، ارواښاد ننګیال او آرینزی اوفکرت هم راسره وو، هغه سختې شې ورځې وې تیرکال چې زه کندهارته تللی وم ، زما په ذهن کې لاهم دهغو ورځوانځورراپړکیده، خو رښتیاده چې هرڅه تیریږی خو هیریږی نه …. په هغو شپوکې چې دکندهار دښارپه منځ کې ګرزیدوهم همت غوښت ، ننګیال او آرینزي به کله کله داهمت کاوه اوله میلمستون څخه به دسلو اوزرومتروپه واټن ووتل، بیرته به خوشاله اومستانه راستانه وو دی به ورته په خندا و : ـ که روضی شریفې او یاد احمدشاه بابا ترمزاره ولاړئ بیا به موومنم …  

خو موږ په نژدې یوه میاشت کې  ترهغه ځایه ونه رسیدو په وروستۍ ورځ چې په الوتکه کې راسپاره شو ، کله چې الوتکه پر ړنګ وبنګ کندهار باندې راتیریده ، له هوامو سترګې د بابا پرمزار ولګیدې ، حصین آرام و ،  په آرامئ یې له کړکۍ لومړی ښار ته وکتل اوبیایی ماته مخ راواړاوه :

ـ بابا به هم وایي چې ښه یم ددغه نسل په زما نه کې ژوندی نه یم اوکه نه بیا خو به پاني پت اودهغه ویاړونه راڅخه پاتې و…  

ما ښام تیاره وچې کابل ته په خیرسره راورسیدو، له هوایي ډګره مخامخ زموږ کورته راغلو ، زما میرمن یي په ماستري دوره کې ټولګیواله وه ، له هغې یې د درسونو پوښتنه وکړه ، چای موسره وڅیښ ، په دغه ترڅ کې یې یوه بله هم ترخوله راووته :

ــ رحیمې خور پام دې اوسه چې موږ اتلان شو …

هغې ځواب ورکړ : دڅه شي اتلان وحصین صاحب … اتلان خو روسان جوړوي …  ده بیا ځواب ورکړ : موږ کندهار ته لاړو خو له میلمستون څخه دباندې ونه وتو … اوس خو داسې زمانه راغلې چې هرڅوک ځانته اتل اتل وایي … حال نه دي معلوم، دادی موږ هم لاړو او راغلو… مقصد د اتلان په لیست پنځه نورهم ورزیات شول …. هغې ځواب ورکړ :

ـ خوشال بابا مو لرې لیدلی چې درته ووایې :  هرمغل چې په سوات راشي شهزاده شي …   

اودهغو تورو کالو په هغه توره شپه کې ناوخته دخپل کورپرلور روان شووخوځید …

بیګامې چې د انترنیت پرمخ یو ناڅاپه دهغه پیاوړي حصین دمرګ خبرواورید ، و دردیدم ، ومي ژړل اودده هغه تیریادونه مې یویو دذهن پرخواشینې هنداره باندې درز درز شول … باورمې نه کیده … خو پوه شوم چې د بې درمانه مرض پربسترپروت و … حصین دمقاومت او مبارزې یو ایماندار اتل و، په اراده  اوژمنه کې یې درښتیاینې یوه لوی سمندر دژوند پرلورڅپې وهلې ، وطن ورته مورښکاریده چې بې ډاره یې دهغه لپاره دم او قدم دواړه سره یوکړي وو. ځکه خودا دده د زړه خبره وه اود زړه له کومي پرې باوري ولکه چې یاده موکړه :  

ـ بابا به هم وایي چې ښه یم ددغه نسل په زما نه کې ژوندی نه یم …اوکه نه بیا خو به پاني پت اودهغه ویاړونه راڅخه پاتې و…  

هو، دادده اوپه زرګونو شهیدو ارواوو دارادې غږ و، نه پوهیږم چې څوک یې اوري اوکه نه ؟  خو نوریې دده له خولې نه شو اوریدای ، حصین نور زموږ په منځ کې پرډیرو ښیګړو برسیره نوریو پیغام دی او یو ارمان …

یاران روان دي دمرګي کاروان یې اخلي  ورو ورو

جنت ته درومي دالله جانان یې اخلي  ورو ورو

هرڅومره ژاړم څوک دغږ د اوریدلو نشته

د ګلو لو دی ، د قسمت توپان یې اخلي  ورو  ورو

یاد یي تلپاتې  .

رشید – حیدرآباد هند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *