ليکوال : محبوب الله خان –
په دې ورځو کې چې په هر مجلس کې کېښنې نو یو شمېر خلک چې ځانونه سیاسي کارپوهان او مشران بولي، وار له واره به سیاسي بحث پیل کړي او د ولسمشر اشرف غني چارې به تر انتقاد لاندې ونيسي. په دولتي سیستم کې دهرې تېروتنې پړه به پر اشرف غني ور واچوي. داسې به و ښيي چې په هر څه کې اشرف غني ملامت دی او دا نور افغانان سپينې ملايکې دي. خبره به تر دې پورې ورسوي چې حکومت دسقوط له ګواښ سره مخ دی، حکومت ناکام دی، حکومت چپه کېږي. دغه منتقدان په درې ډوله دي. لومړۍ ډله هغه دي چې دحامد کرزي په تيره دیارلس کلنه دوره کې واکمنان وو، چارواکي وو دپيسو باران و پرې خو اوس له دندې ګوښه شوي دي، په کور ناست دي او هېڅ هم ورسره نشته. دوهمه ډله هغه دي چې له اشرف غني سره يې په کمپاین کې يو څه مرسته کړې وه خو تر اوسه ورته په نوي حکومت کومه دنده نه ورکړل شوې. درېیمه ډله هغه دي چې نه خپله کار کولی شي او نه بل څوک کار ته پرېږدي بس يوازې په ګوتنیونه پوهېږي، نه به يې د کار ساحه مالومه وي او نه به يې د مسلک ساحه مالومه وي خو په مجلس کې به بر ناست وي ځان به د وطن وارث او مين معرفي کوي او تش انتقادونه به کوي.
په سر کې به دومره ووایم چې زه د سیاسی علومو د یوه شاګرد په توګه نه په اوسني حکومت کومه دنده لرم او نه مې په پخواني حکومت کې کومه دنده درلوده او نه له اوسني حکومته د دندې کومه ِغوښتنه لرم. زه د اوسني نظام له ټولو منتقد ينو څخه غواړم چې راځۍ د اصولو او واقعیتونوله مخې بحث وکړو نه د شخصی عقدو او سلیقو له مخې. ټول په دې ښه پوهېږو چې طالب زموږ د وطن او ملي ګټو پر خلاف جګړه کوي او هره ورځ په لسګونو افغانان وژني خو هېڅوک په هغه باندې له ډاره په ښکاره انتقاد نه کوي.
ټول په دې ښه پوهېږي چې زموږ داوسني ناورين يو ستر لامل اداري فساد او جنګ سالاران دي او هر يو له همدې مفسدينو او جنګ سالارانو سره اړيکې لري نو ځکه په ښکاره ډول په هغوی باندې انتقاد نه کوي. ټول په دې ښه پوهېږي چې ګاونډي هېوادونه په تېرو دېرش کلنو جګړو کې لاس لري اوغواړي چې په افغانستان کې تل جګړه او يو کمزوری حکومت وي خو هېڅوک هم د هغوی پر خلاف څه نه وايي. نو اوس تاسې وویاست چې په دې ټولو مواردو کې اشرف غني ملامت دی؟ اشرف غني يو انسان دی، د يوه فرد په توګه له تېروتنې څخه مبرا نه دی خو زه هغو تش په نامه سیاسي کارپوهانو او منتقدانو ته وایم چې که تاسو ته واک او حکومت درکړل شي نو تاسې به يې تردې ښه وچلوۍ؟ که په تاسې کې دا مهارت وای نو ولې مو په تېر�� څوارلسو کلونو کې دا هېواد له بحران څخه را ونه وېست؟ دا سمه ده چې د اشرف غني په حکومت کې به نيمګړتياوې وي خو هره نيمګړتیا او تېروتنه له خپل اړوند وزارت ،معينیت، ریاست او ادارې سره تړاو لري نو هره ستونزه باید د هماغې ادارې له مسوول او مشر سره یاده شي. خو زموږ خلک نور څوک نه یاودي او يوازې اشرف غني یې راګير کړی وي ، انتقاد خو څه چې په کنځلو او شخصی توهين هم صرفه نه کوي. که داسې وکړو چې داشرف غني صداقت، له وطن سره مينه، پوهه او تجربه له نورو افغانانو سره پرتله کړو نو هېڅوک به ورنه دروند ونه خېژي. هغه وخت چې د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو کمپاین روان و نو همدغو کارپوهانو خلکو ته ويل چې اشرف غني ته رایه ورکړۍ ، اشرف غني وړ مشر دی،اشرف غني دا هېواد له بحران را ويستلی شي، اشرف غني له فساده پاک سړی دی، خو نن بیا هماغه اشرف غني ناکام دی، ښه ولسمشر نه دی او نور.
اشرف غني ارګ ته د کومې کودتا له لارې يا د زور او جګړې له لارې نه دی ورننوتی بلکې زموږ د ټولو او ميلیونونو افغانانو درایو او انتخاب په پایله کې ولسمشر ټاکل شوی دی. زما په نظر اوس بايد اشرف غني په کراره پرېږدو چې خپل کار وکړي داد ولسمشر او دهغه د ټیم ديموکرا تیک او قانوني حق دی چې خپل وخت پوره کړي. که ډېر مو زړه تنګ وي نو څو کاله وروسته بیا ټاکنې راورانې دي نو سرله اوسه د يوه غوره او وړ ولسمشر لپاره کار پيل کړۍ. هسې په تشو خبرو او انتقادونوباندې کار نه کېږي هسې نه چې څلور کاله پوره شوي وي او موږ او تاسې بیا د یوه غوره کاندید له تشې سره مخ يو. په پای کې به دومره ووایم چې له نشت نه يو کمزوری نظام هم ښه دی او بیا دا حکومت خو له تېرو هغو نه څو ځله ښه دی. راځۍ چې په ګډه ددې حکومت د پياوړتیا او دهېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.
ديوه ازاد او اباد افغانستان په هيله
هر افغان د ملی اردو د عسکر ملی امنیت د کارمند او پولیسو د منصوب په شان مسولیت لری چی د دی خاروی ساتنه وکړی ځکه دا د هر افغان پت دی ولس باید په دی پو شی چی دا وطن د دوی دی نه د حکومتی چارواکو حکومتونه بدلیږی او ولس همشه لپاره قربانی ورکوی ولس باید د دولتی ادارو سالیمه څارنه وکړی او په ځای د دی چی منفیګیرایی کوی ځان باید د مسول شخص په توکه و پیژنی
محترم ليكونكي خبري دي درستي دي مكر يو تخريب دي بل انتقاد.
انتقاد أصلا حي جنبه لري مكر تخريب دشمنانه.نو به دي حساب ستا خبري بايد تخريب كاران ولولي او ددي عمل خخه لاس وأخلي .
بل زه دوي ته اطمنان وركوم اشرف غني به دا بنخه كلنه دوره تكميلوي هيخ قدرت او طاقت نه وينم جه خوك ءي يوه ورخ مخكي هم ختمه كري .
رابه شم دي ته اشرف غني خو تر اوسه كار نه دي شروع كري هغه تراوسه شخري او مقاومتونو سره مخامخ دي.او دبلي خوا به تيوري كي كي بلانونو مصروف دي عملي كارءي نه دي شروع كري .كه عملي كارءي شروع كره بلي دوري ته هم شايد ميدان يوسي.