محمد آصف ” احمدزى ”
رابين خپل (( فوق العاده اوسئ )) کتاب کې ليکي: (( ستاسو د ژوند ښه والى ستاسو د اړيکو د ښه والي سره تړلى دى.))
بريالي کسان تر ډېره حده د اړيکو په جوړولو کې پياوړي وي او تل هڅه کوي چې ښه ملګري ولري؛ څو خپل ژوند په ښوښيو سره تېر کړي. همدارنګه ملګري درلودل د برياليتوب يو راز دى. خو سوال دا دى: چې څنګه کولاى شو ښه ملګري ولرو؟
کېداى شي د ښو ملګرو درلودو لپاره لاندې موضوعګانې تر ډېره حده اړينې او اغېزمنې وي:
د اړيکو متخصص لېس ګېبلېن وايي: (( که تاسې هر سومره هڅه وکړئ چې نورو ته ددې احساس ورکړئ چې ګواکې تاسو ته مهم دي، تر هغو به بريالي نشئ چې د زړه له تله ارزښت ورنه کړئ.))
که تاسو غواړئ له ملګرو سره ښې اړيکې ولرئ، د ښو اړيکو درلودو لپاره لومړى د خپلو شته ملګرو درناوى وکړئ؛ ځکه له ملګرو سره په
اړيکو کې تر ټولو مهم څيز متقابل احترام يا درناوى دى.
ملګري مو درک کړئ
يو شمېر کسان شته چې په خپلو کې هيڅ ښې اړيکې نه لري، تر يو حده د دوى عمده لامل دا وي چې دوى په ملګرتيا کې يو بل نه درک کوي.
که دا کار يو ځل تکرار کړئ په ډاډ سره ويلى شم چې هيڅ کله به تاسو ملګري له لاسه ور نه کړئ.
په ملګرتيا کې، لاندې کلمو ته پام وکړئ
د ( اړيکو مديريت ) کتاب کې جان مکسويل داسې ليکي:
(( په اړيکو کې تر ټولو کوچنۍ خو اړينې کلمې چې بايد په کارولو کې يې له ډېر غور او دقت نه کار واخلو )):
۱ ـ تر ټولو بې ارزښته کلمه ( زه ) ده.
۲ ـ تر ټولو ارزښتناکه کلمه ( مونږ ) ده.
۳ ـ دوې ډېرې ارزښتمنې کلمې ( مننه کوم ) دي.
۴ ـ درې ډېرې ارزښتمنې کلمې ( ټول مې بښلي ) دي.
۵ ـ څلور ډېرې ارزښتمنې کلمې ( تاسو څه نظر لرئ ) دي.
۶ ـ پنځه ډېرې اړينې کلمې ( ښه کار مو کړى دئ ) دي.
۷ ـ اووه موهمې او اړينې کلمې ( خوښيږي مې چې ښه مو درک کړم ) دي.
که غواړئ ملګرتيا مو لا پياوړې شي، نو هڅه وکړى چې د الفاظو په استعمالولو کې پام وکړئ او هغه کلمې غوره مه ګڼى چې ستاسو ملګري پرې نا خوښ برېښي؛ برعکس هغه کلمې غوره وګڼى چې ستاسو ملګري پرې د خوشحالى احساس کوي.
په خپلو ملګرو باور وکړئ
يو سکاټلنډى عالم وايي: (( ددې پر ځاى چې له نورو سره مينه وکړئ، د هغوى باور ترلاسه کړئ؛ ځکه باور له نورو سره تر مينې ډېر ارزښتناک دى.))