ټاکنې د نن ورځې نغده مهمه مسئله ده. د ملت سرنوشت ورپورې تړلی دی. که ښه او وړ مشر مو وټاکه نو هیواد به د نجات او ولس له د نیکمرغۍ پر لور بوزي. که نا اهله کس مو مشر کړ، وطن به نور هم وران او ولس به نور هم بدمرغه کړي.

زه فکر کوم که افغانان د پروګرام او شخصیت له مخې ډاکتر اشرف غني وتلي، نو ورسره ملګري کیږي او په همدې ملګرتیا د دوی د بري چانس پیاوړی کیږي.

په اوسنیو کاندیدانو کې اشرف غني احمدزی تر ټولو غوره شخصیت او مناسب کاندید دی. زه فکر کوم چې ډاکتر غني کولی شي افغان دولت له ناکام او مفسد څخه بریالي او حساب ورکوونکي ته لوړ کړي. ځکه:

ډاکتر صاحب اشرف غني د افغانستان د عزت او ملت د نیکمرغۍ لپاره هم د عملي کیدو وړ جامع پروګرام لري او هم عالي شخصیت.

ډاکتر غني د نړۍ له س��رو مفکرینو څخه یوازنی مفکر دی چې خپل فکرونه یې تر ډیره په عمل کې پلي کړي دي او د دې وړتیا لري چې ډیر نوي او اغیزناک فکرونه هم پلي کړي.

هغه د نړیوال وطندار (Global Citizen) په توګه د شرقي خودۍ، اسلامي عقیدې، افغاني هویت او متمدن رهبر یوه ښه نمونه ده چې د نوې نړۍ عصري پوهنې لکه اقتصاد، سیاست، ټولنپیژندنه او انسان پیژندنه؛ او همدا راز اسلام، افغاني فرهنګ، تاریخ او ولس یې په دقیق ډول لوستي او د افغانستان د معنوي او مادي شتمنیو ساتندوی کیدی شي.

له مالي او اقتصادي مسایلو نیولې تر معارف، امنیتي چارو او انکشافي کارونو پورې په هره برخه کې ښه تجربه او بریالۍ تاریخچه لري.

پروګرام یې واضح دی: د افغانستان ملي ګټې ساتل او ټینګول چې فردي او ملي امنیت، د ولس رفاه او نیکمرغي، د اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د کلتوري، تاریخي او ملي ویاړونو ساتل او د افغانستان سیمه ایز او نړیوال موقف اوچتول یې مهم توکي دي.

د عادلانه نطام جوړولو وس او تکل لري چې د ملي یووالي او ټولنیز عدالت پر ستنو به ولاړ وي او د روڼوالي او حساب ورکولو په اصولو به چلیږي. کار به پکې اهل کار ته سپارل کیږي او هر افغان به پکې خپله څیره په مناسب او عادلانه ډول ګوري. اغیزمن دولت به متحرک اقتصاد رهبري کوي، خلکو ته به کار، عاید او حقوق برابروي.

د اوسني نظام د بریاوو دوام او د ناکامیو سمون چې د تیرو بدلونونو په شان د نظام ستنې او جرړې له بیخه ونه ایستل شي، بلکې پیاوړي شي او د عدالت او انصاف په اوبو خړوب شي.

د مشرانو درنښت، د ځوانانو روزنه او په مشرتابه کې د ځوانانو شریکول د ډاکتر غني د پروګرام بله مهمه برخه ده.

د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو او خصوصا اسیب پذیره ګروپونو د بشري حقوقو ساتنه او وده هم یو ضرورت دی، هم د اجر او ثواب کار دی، هم پرې ډاکتر غني له هر چا ښه پوهیږي او هم ورته تر هر چا ډیر ژمن دی.

ډاکتر غني د ولس د رفاه لپاره د انکشاف، صحت، تعلیم، سوداګرۍ او کارموندنې پراخ پروګرامونه لري.

د دوی هر پروګرام د پیمانه کولو لپاره عملي شاخصونه لري او تشې او خیالي خبرې ندي.

کله چې د کاندیدانو په باب بحث کیږي، هر تعلیم یافته او په خبره پوه افغان دا مني چې تر ډاکتر غني وړ بل کاندید نشته، خو دا پوښتنه ډیره کیږي چې د بري چانس لري که نه؟ امریکا یې غواړي که نه؟ شمالي اتحاد او نظار شورا یې مني که نه؟ د کرزي صاحب ټیم ورسره همکار دی که نه. زیاتره غواړي چې لومړی د ډاکتر اشرف غني د بري چانس یقیني کړي او بیا هوډ وکړي چې ورسره ملګری شي.

زما په نظر ښه داده چې موږ د ډاکتر صاحب پروګرام او شخصیت ته په کتو تصمیم ونیسو او که د ده پر شخصیب ډاډه یو او پروګرام مو یې خوښ وي، نو باید په ټینګه ورسره ودریږو او دبري چانس یې پخپله لوړ کړو. له هر چا سره چې ولس و د هغه د بري چانس شته او زه ډاډه یم چې له دوی سره ولس ودریږي.

البته کله چې تصمیم ونیسو چې له ډاکتر اشرف غني سره ملګري کیږو، نو دا به مو له ده سره ګډ کوشش وي چې ټول مطرح داخلي او خارجي لوري ورسره ملګري کړو. موږ باید د ډاکتر صاحب دوستان زیات کړو او د مخالفینو زیږولو نه ځانونه وساتو.

که موږ ټول د ډاکتر اشرف غني د پروګرام او شخصیت له مخې هوډ وکړو او د ملاتړ میدان ته راودانګو، پخپله د دوی د بري چانس زیاتیږي. ولسونه خپل سرنوشت پخپله ټاکي. لوی خوشال بابا له پخوا موږ ته ویلي دي:

ولسونه چې سند و بله وکا        پادشاهان ورته سجود کاندي اختیار

د ډاکتر صاحب اشرف غني د داسې بري په هیله چې د دین، هیواد او ولس په ګټه وي.

9 thoughts on “ايا ډاکتر اشرف غني په ټاکنو کې د بري چانس لري؟ احمد صمیم”
  1. سلامونه
    مخکې له دې چې په مطلب کلیک وکړم فکر مې کوه چې څه تازه مالومات او یا هم تجزیه به وي، د خلکو نظرونه به پکې وي او د هغه په اساس بیا نتیجه ګیری شوي وي، خو نه هماغه زړه کيسه داکتر غنی ښه سړئ دئ تکړه دئ ۳۰ کاله تجربه لري او داسې نور.که امکان یې وي دا عنوان ور بدل کړه او ولیکه ‘اشرف غنی د احمد صمیم له نظره’ چې حد اقل کتونکې پوه شي.

    وسلام

  2. تریوه حده امکان شته چی اشرف غنی احمدزی اوعبدالله عبدالله به پدی دور کی وتلی سیا لان وی خوزه پدی یقین لرم اولوستونکی دی هم دا په یاد لری که څه هم اشرف غنی احمدزی هم هومره بریالی څیره به دی جګړه ځپلی هیواد ته نه وی خو دعبدالله عبدالله په بریالیتوب سره به داویایمی لسیزی لومړی کلونه بیاراتازه کیږی ،خونړی جګړی به نښلی ،کور په کور به تربګنی وی هم به طالب څخه لارورکه وی ،هم به له ټولو پښتنو اوهم به له ټوپک مارسیاف اوهم له جګړه مار ګلبدین اوهم له نورو خیراوشرغوښتونکو څخه دا په یاد ولری

  3. اشرف غني د افغانستان د رغونې پوره وړتیا او قدرت لري. خو بریا ېې ناشونې ده.
    له یوې خوا طالب مصیبت د پښتنو راېې اخلالوي
    له بلې خوا د عبدالله او محقق اتحاد قوي او د زیاتو رایو خاوند دی
    له بل لوري پښتانه جاهل دي، له اشرف غني څخه د دوستم د ملګرۍ په خاطر مخ اړوي.

    د طالب جاهل پدې سر نه خلاصیږي چې د ا لس کاله ېې د پښتنو له ځپلو او وژلو څه ترلاسه کړل؟
    تاجکان زیرکان د پښتنو جهالت ته په کتو سره ځان د ټاکنو ګټونکي بولي.
    او پښتانه به هیڅکله هم خدای پدې پوه نکړي چې سیاست او احساسات باید ګډ نشي، بلکه هغه پریکړې وشي چې زموږ راتلونکې ګټې پکې خوندي وي

  4. دا چی د اشرف غنی احمد زی په هلکه مو معلومات را سره شریک کړي دی یوه نړۍ مننه کوم
    خو زه بیا مطمین نه یم چی ټاکنی دی په لمړی ځل نتیجه ولری یعنی خامخا به ټاکنیزی سیالې دویم پړاو ته ځي او دا هر څه د پښتنو د یو څو رهبرانو له لاسه او بیا زیات ګمان هم کیدایش شی چی دا ټاکنی دی د نظار شورای استازی ډاکټر عبدالله عبدالله وګټی . ځکه د پښتنو رای د پښتنو نوماندانو له خواه ویشل شوی دي. په دی هلکه دی د کاندیدانو تر منځ یوه پریکړه وشی.
    او پښتنه هم لرم
    که په ملګرو کی داسی یو څوک ما ته دا پښتنه را ځواب کړی چي آیا اشرف غنی احمدزی چی د افغانانو یو ویاړ دي ولی داسی معاونین چی د ملت پر وینو یی اوس هم لاسونه ککړ دی ټاکلی دي؟ ځکه مونږ د اشرف غنی پلویان یو او ملاتړ یی کوه خو د معرضو او اعتراض کونکو پر وړاندی کره ځواب نه لرو

  5. د داکترصاحب اشرف غنی په پوهه تجربه نړیوال شهرت برناهه قاطعت کنترول پاکوالی او همدارنګه هیچ شی که یی شک نشته مګر په تاسف سره باید ووایو چی اکثره افغانان نا لوستی دی او د پیسو او څوکی لپاره د ځینو خاینو قاتلینو او جنایتکارانو سره یوځای شوی دی او د هغوی څخه ملاتړکوی بناْ ټولو ځوانانو ملت پالو او د هیواد خیر غوښتونکو ته وجیبه او فریضه ده چی د داکترصاحب څخه ملاتړ وکړی او رایه ورکړی . خصوصا پښتانه راویښ شی او د خپلی رایی پواسطه د خپلو مشرانو ملاتړ وکړی او خپل نفوذ ښکاره کړی او د راتلونکو نسلونو لپاره خدمت او خپل هویت وساتی کنه ورک کیږی دیر کورنی او بهرنی دوښمنان درته په کمین کی دی او په هیڅ شی صرفه نکوی
    یو با احساس مسلمان افغان او پښتون ځوان

  6. احمد صمیم وروره ډیر مهمو نقطو ته مو اشاره وکړه لیکنی دی په زړه پوری وه مونژ باور لرو چی دکتور صاحب غنی د ټاکنو ګټونکی دی (انشاالله) او زمونژ عملی حمایت ورسره مل دی

  7. خویندو، وروڼوستړي مشۍ، غوراوئ اوټاکنه بې له تشخیصه اوپلټنې داسې وي لکه تراوسه
    چې یې ولس بیلارې کړېدئ. هغوی چې د ډاکټرغني په پیژندوکې ستونځه نلري په دوه ډلودي:
    ۱- هغه چې پوه دي اودوطن ژغورنه پکې ویني، یاپه هرملحوظ ډاکټرغواړي.
    ۲- هغه چې ښه پدې پوه دي د ډاکټرځای بل څوک نشي ډکولای؛ خودذهني اواقتصادي تړونتابه
    په وجه بل ځای کې ورغوټه دي اوآګاهانه د ډاکټر پرضد تبلیغ کوي. اوافغانستان دخپلو
    ځانګړوښیګڼونه ځاروي لکه چې یې تراوسه هم داکارکړېدئ…
    بله ډله د ډاکټرزیارپه وینا دپښتنوپه سیموکې اول خویې غوراوي ته نه پریږدي اوکه چامجال
    پیداکړنوجهالت یې نه پریږدي. خودیته ډیره کلکه مبارزه پکارده چې ځوانان یې کولئ شي
    زاړه اومشران باید ورته اوږې اومشورې ورکړي.
    وروراسمعیل ساپي چې دوستم ته ګوته نیولې ده، وروره کاشکې ستا دا له ستاینوډک ولس
    همدا اوس دجګړه مارواولوټمارو په ناولومنګولوکې برمته نه وای،او ولس دې کولای شوای
    اشرف غني ته هغه مشروع ځواک ورکړي چې بیاوکړای شي خپله ملي کړنلاره عملي کړي.
    که اشرف غني بریالئ شي؛ زه باورلرم د دغه جنګسالار په لاس به ډیرنورواړه اولوی غله
    اوجنګسالاران په شمال کې لارې ته سمکړي. همدغه د ډار پیریان دعبدالله په پلویانوراخواره
    شویدي چې په فاشیست اوناوړه تبلیغاتو یې توروي. ډاکټر خو مخکې ځل هم نوماند وُ، هغه
    ځل خویې ډله کې دوستم نه وُ، چې سیاست کوې تربګني به زغمې.
    پیغلې اوځوانان باید له ملي مبارزې نه لاس وانخلي که ډاکټر بریالئ شي کنه !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *