استادشهسوارسنګروال

د برهان الدين رباني اداره له يو شمېر کورنيو او بهرنيو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه. د کور دننه لوی غبرګون دا وه چې د رباني ټاکلی وخت پای ته رسېدلی وو، په کار وو چې له دندې ګوښه شوي وی.

د سيمې يو شمېر هېوادونه وېشل شوي ول، ځنې هېوادونو ته د برهان الدين رباني ځواک د منلو وړ نه وه، ولې يو شمېر نورو بيا د ده ملاتړ کاوه. په نړيواله کچه په سر کې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې سراسري سوله غوښته، له ټولو وسلوالو جنګياليو يې غوښتنه کوله چې سولې ته ژمن شي.

پدې تړاو چې کومې هڅې روانې وې لنډيز يې په دې ډول دی:

۱- ملګرو ملتونو کوښښ کاوه چې د دپلوماتيکو هڅو له لارې په افغانستان کې د سولې کوربه وي، ولې ايران او پاکستان خپلې شومې هېلې درلودې چې خپلو ناوړو موخو ته ځان ورسوي.

ايران د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې له ټولو غاړو وغوښتل چې ايران ته راشي. خو ګڼ شمېر افغانانو پدې ټينګار کاوه چې د افغانستان د سولې خبرې بايد د ملګرو ملتونو په کوربه توب ترسره شي. همدا لامل وه چې ايران د «اسلامي وحدت» ګوند په پلوۍ تورن وګڼل شو او خبرو هم کومه پايله نه درلوده.

۲- يو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو هڅې وستايلې او محمود مستري ته يې سپارښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې خبرې چټکې کړي.

په ۱۳۷۳ کال د قوس ليندۍ په اوولسمه نېټه د جرمني هېوادد ملګرو ملتو له سرمنشي نه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې خبرې چټکې کړي او پدې يې ټينګار وکړ چې لومړی بايد د جګړه مارو ډلو تر مينځ اوربند وشي، لنډمهاله اداره بايد جوړه شي، د افغانستان د خاورې تماميت ته درناوی او د يوه امنيتي ځواک د جوړولو هڅې بايد چټکې شي.

۳- په ۱۳۷۳ کال د قوس په ۲۴ نېټې د مراکش هېواد په کوربه توب د اسلامي کنفراس غونډه جوړه شوه او برهان الدين رباني پکې برخه درلوده.

رباني چې دندې پرېښودو ته چمتو نه وه نو ځکه خو کنفرانس بې پايلې پای ته ورسېد، يو شمېر کسان او هېوادونه د افغانستان سولې په تړاو دومره نهيلي شوي ول چې په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: پرېږدئ چې افغانان په خپلو کې سره وخوري هر وخت چې له جګړې نه ستړي شول نو بيا به سوله وکړي.

۴- يو شمېر کسانو پدې هم ټينګار کاوه چې رباني بايد يوې لنډ مهالې ادارې ته واک وسپاري، ولې يوې بلې ډلې ويلې که چېرې برهان الدين رباني له واکه ګوښه شي نو يو ځل بيا به د واک تشه را مينځته شي. د رباني يو ښوونکی چې سيد موسی توانا نومېده د خبرو لپاره شمال ته ولاړ او له دوستم سره يې وليدل او غوښتنه يې وکړه چې جګړې ته بايد د پای ټکی کېښودل شي.

محمود مستري هم له يوه لست سره مزار شريف ته لاړ چې له جنرال دوستم سره د سولې په تړاو خبرې اترې وکړي، دوستم مستري ته وويل چې مسعود له يوې خوا ځان د خبرو پلوی ښيي، ولې له بلې خوا غواړي په افغانستان کې د پيسو او وسلو پر مټ خپل واک او ځواک پراخ کړي.

د مسعود ځانګړي متحد عبدالرب رسول سياف د پاکستان د آی اس آی په سپارښتنه د ملګرو ملتونو خبرې بې ګټې ښودلې، ان دا چې له جنرال حميدګل او د سوډان له سفير سره جلال آباد ته راغی چې د رباني او حکمتيار ترمينځ منځګړيتوب وکړي.

۵- په ښکاره خو يې په دې خبرې ټينګار کاوه، ولې په حقيقت کې د طالبانو زياتېدونکی ځواک ورته د اندېښنې وړ وه. ځکه چې په کندهار کې د رباني د حکومت په پرتله يو څه سمسمکی راوستی و. د دوی انګېرنه دا وه چې ګني محمود مستري په لوی لاس غواړي د طالبانو واک ته لاره پرانېزي.

داسې اوازې هم وې چې د ملګرو ملتو په شمول سعودي عربستان، پاکستان، امريکا او يو شمېر خليجي هېوادونه غواړي په افغانستان کې يو دريم ځواک چې موخه يې طالبان ول را مينځته کړي. مستري هم د هغوی له استازو سره وليدل، ولې ۲۶ کسيزه لست هم ورسره وه چې يوې موقتي شورا ته واک ولېږدوي. په پام کې ول چې د حوت په لومړۍ نېټه بايد رباني له واکه ګوښه شي او هغه لنډ مهاله اداره چې په سر کې ډاکتر محمد يوسف، صمد حامد، ستار سيرت، سلطان محمود غازي، حامد کرزی، جلال الدين حقاني، سيد موسی توانا، کريم زارع، سراج الدين رسولي، قطب الدين هلال او احمد شاه مسعود ول مينځته راشي.

ولې برهان الدين رباني په ډاګه وويل چې په دغه لست کې د طالبانو استازي نشته نو ځکه خو سوله مينځته نشي راتلای، بايد تر ۱۳۷۴ کال د حمل تر لومړۍ نېټې پورې، تر هغې چې د طالبانو د استازي سره خبرې کېږي د لنډ مهاله حکومت اعلان وځنډول شي.

۶- د همدې پلمې پر بنسټ رباني اعلان وکړ تر هغې چې ټول تنظيمونه په دغه موقت حکومت کې ځان و نه ګوري، له دندې به لاس په سره نشي، د امريکې متحده ايالاتو هم په ۱۳۷۳ کال د حوت په (۲۰) شلمه نېټه د بهرنيو چارو وزارت له لارې اعلان وکړ چې د طالبانو هغه ګام د پام وړ دی چې غواړي له ټولو جنګياليو نه وسله راټوله کړي.

يو شمېر تنظيمونه په سر کې مولوي محمد نبي د طالبانو ملاتړ وکړ او د رباني حکومت يې وننګوه. طالبان چې د کابل ښار پولو ته را نېږدې شوي ول اسلامي جمعيت، اتحاد اسلامي او وحدت اسلامي تر مينځ خونړۍ جګړې روانې وې، طالبانو د کابل جنوب او جنوب لوېديځې سيمې تر ګواښ لاندې ونيولې، خو سخته ماته يې وخوړه. جمعيت دريمه او څلورمه کارته لومړی يې چور کړه او بيا يې د اور لاندې ونيوله.

له يوې خوا د برهان الدين رباني وسلوال د اسلامي وحدت او د هېواد په ځنو سيمو کې له اسلامي جنبش سره په جګړه بوخت وه، له بلې خوا طالبان کابو وو چې غوښتل يې کابل ونيسي.

په همدې ترڅ کې رباني له يوې خوا د حوت په ۲۳ نېټې په هغه اقتصادي کنفرانس کې برخه واخېسته چې په اسلام آباد کې جوړ شوی وه او له بلې خوا يې عبدالرب رسول سياف ته سپارښتنه کړې وه چې د حوت په ۲۵ نېټې جلال اباد ته لاړ شي، له حاجي قدير، مولوي محمد يونس خالص او له يو شمېر نورو قومندانانو سره خبرې اترې وکړي.

۷- رباني چې د اسلام اباد په غونډه کې يو ځل بيا د حمل په لومړۍ نېټه د قدرت د لېږد خبره را پورته کړه. همدارنګه د محمود مستري مرستيال «سنتوس» له سلطان محمود غازي، سيرت، عبدالاحد کرزي او د عبدالحکيم کټوازي په ملتيا له دوستم سره وليدل او ډاډ يې ور کړ، که چېرې رباني د حمل په لومړۍ نېټه له واک نه ګوښه نشي، نو د ده پر وړاندې به موازي حکومت اعلان شي.

دا ليدنه په داسې وخت کې ترسره شوه چې طالبانو  د حوت په ۲۴ نېټه د پغمان ځنې مهمې سيمې د سياف له وسلوالو نه لاندې کړې وې. رباني نه يوازې په ټاکلي وخت استعفا ونکړه بلکې ځان يې نور هم د طالبان د بريدونو پر وړاندې پياوړی کړ او د هغو څو بريدونه يې په شا وتمبول.

اسلامي جنبش له خپلو متحدينو سره د خبرو لپاره هم اهنګي شورا غونډه وکړه او په ملګرو ملتو يې غږ وکړ چې رباني استعفا ته اړ کړي. مستري حکومت ته ګواښ وکړ چې که چېرې پخپلې ژمنې و نه درېږي اقتصادي بنديزونه به پرې ولګېږي. جنرال دوستم هم خپل ځواکونه بريد ته چمتو کړل او د ډالرو په بدل کې له روسانو نه په ميلياردو افغانۍ په ۱۳۷۴کال د ثور په ۲۴ نېټې ترلاسه کړې.

۸- پاکستان چې د نورو سيمو په پرتله د طالبان پرمختګ په ځنډ او خنډ سره مخامخ وليده نو بيا يې د پخواني پاچا پښه سياست ته راکاږله چې د افغانستان خلکو ته وښيي چې ګنې طالبان د ظاهرشاه لښکر دی.

پاچا هم خپل زوم سردار ولي اسلام اباد ته واستوو چې د پاکستان له مقاماتو سره وغږېږي د امريکې حکومت هم د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله رابين رافيل دېته وګمارله چې له مستري سره د لنډ مهاله حکومت د جوړولو په چارو کې مرسته وکړي، نوموړې د عقرب په ۱۳ د بګرام هوايي ډګر کې ښکته شوه، له مسعود، دوستم، د حکمتيار له استازي، حاجي قدير او له نورو سره يې د خبرو کولو په ترڅ کې ټينګار کاوه چې رباني بايد ګوښه شي او د ملګرو ملتونو طرحه بايد و منل شي.

د ملګرو ملتونو استازي محمود مستري په۱۳۷۴ کال د عقرب په ۲۴ نېټه يو اته ويشت کسيزه لست رباني ته وړاندې کړ چې خپل واک ور ولېږدوي. سره د دې چې رباني، سياف او مسعود له مولوي خالص او مولوي محمد نبي سره خبرې روانې کړې وې، خو کومه پايله يې ترلاسه نکړه.

همدا لامل وه چې رباني په ۱۳۷۴ کال د جدې په اوومې (۷) نېټې د يوې اعلاميې په ترڅ کې ومنله چې د واک لېږد ته چمتو دی، نو په همدې بنسټ غواړي کندهار او مزار ته سفر وکړي چې له ملامحمدعمر او جنرال دوستم سره وغږېږي.

له ټولو سياسي او پوځي هڅو سره سره طالبانو خپل وسلوال دېته وهڅول چې په کابل ورتويې شي خو د بتخاک په زاړه ګمرک کې د شا لخوا په ملا بورجان بريد وشو او د طالبانو پرمختګ يې ټکنی کړ. ولې دوی په سر کې په ډېرې چټکۍ د کابل يو شمېر سيمې لاندې کړې، خو څرخي پله ته څېرمه ختيځ پلو ته چې کله د طالبانو نامتو قومندان ملابورجان ووژل شو که څه هم يو شمېر انګېري چې بورجان په ورېښمين تنګي کې ولګېد خو د طالبانو جنګيالي نهيلي نشول سره د دې هم د ملا بورجان له مرګ نه وروسته د طالبانو ليکې په بشپړه توګه په دې پوی نشوې چې د دوی پياوړی قومندان وژل شوی دی، همغسې يې خپلو سرښندنو ته دوام ورکړ او د سپتمبر په ۲۶ نېټه د حربي پوهنتون په لور يې د سروبي لخوا پرمختګ ته لاره پرانسته، په ۱۹۹۶ کال د سپتمبر په ۲۷ نېټه د کابل په ښار ور ننوتل همدا رنګه طالب ځواکونو د ميدان ښار، چار اسياب او سروبي له لارو پرمختګ ته دوام ورکړ او د حکومت ځواکونه يو د بل پسې شاتګ ته اړ کړی شول. که ملا بورجان وژل شوی نه وای ښايي د مخه کابل نيول شوی وای …دی پاکستاني استخباراتو وواژه. پاکستان ملا عبدالغني برادر هم په ۲۰۱۰م کال دفبروري په ١٦ شپاړسمه ونيوه.

احمد شاه مسعود او په ټوله کې د اسلامي جمعيت وسلوال دومره نهيلي شوي ول چې جګړه ييزه وړتيا يې له لاسه ورکړې وه،ولې ايرانيانوورته ډاډورکړ،چې دی به يوازې پرې نه ږدي…موږچمتويو،چې له تاسوسره دوسلواوپيسومرسته وکړو.

د دې لپاره چې مسعود خپل وروستی مورچل پلارنۍ ټاټوبی پنجشېر پياوړی کړی وي سپکې او درنې وسلې يې مخ په خير خانې روانې کړې. هغه وسلوال او درنې وسلې چې د اسمايي غره په بېلابېلو سيمو کې ځای پر ځای وې د شاتګ امر ورکړ شو. همدا رنګه د بي بي مهرو، د تلوېزيون تپې او د کابل په شاوخوا کې نور کوم جګړه ييز توکي چې ځای پر ځای ول، د احمد شاه مسعود په سپارښتنه لومړی خيرخانې او بيا مخ په پروان حرکت ورکړ شو.

طالبانو هم پښې ورپسې لوڅې کړې او په ځغاسته يې کلکان، ميربچه کوټ، د بګرام هوايي ډګر، کره باغ، چيکل، د پروان نورې سيمې تر جبل السراج پورې يو د بل پسې ونيولې او د مسعود وسلوالو د پنجشېر تنګی والوزوه او د طالبانو مخه يې ډب کړه…پاکستان نه غوښتل،چې جګړه په افغانستان کې پايته ورسېږي،نوځکه يې طا لبان ډېرپرمختګ ته نه پېښودل.

د پروان ولس مسعود ته له يوې خوا سپکې سپورې ويلې چې دی وتښتېده او موږ يې طالبانو ته يوازې پرېښودو. له بلې خوا د نظار شورا د کلکانو او مير بچه ګوټ له سيمو نيولې تر جبل السراج پورې د شتمنو کسانو کورونه لوټ کړل او د هغوی شته يې له ځان سره پنجشېر ته ولېږدول.

پخوا تر دې چې کابل د طالبانو په ولکه کې پرېوځي، دوی لومړی ملا عمر د طالبانو د تحريک مشر او بيا يې د امير المومنين په نوم غوره کړی و.

دی په خټه هوتک او د کندهار اوسېدونکی و، په ۱۹٥٩ ز کال د پنجوايي په نوده کلي کې زېږېدلی او د مجاهد په نوم يې شهرت درلود، دا ځکه چې د شوروي تيري کوونکو په وړاندې د مولوي محمدنبي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي په تنظيم کې جهاد کړی و.

کله چې د طالبانو حرکت پيل شو، د دوی لومړی غونډه د پېښور په يکه توت او يا نوبهار کې وشوه.

په سر کې دوی (۹) تنه ول، ولې کله چې کوټه کې ناسته وکړه (۱۱) تنه شول، که څه هم ځنې انګېري چې په دغه غونډه کې د دوی شمېر (۱۲) تنو ته رسېده.

د طالبانو غورځنګ يو ساده تشکيل درلود او خپل حکومتي جوړښت او تشکيل ته يې «اسلامي امارت» وايه. د اسلامي امارت مشر ملامحمدعمرمجاهد وه، چې تر څنګ يې يوه (۹) کسيزه شورا هم وه چې د کندهار د شورا په نوم نامتو وه.

همدا راز دوی د عملياتو مشري هم په غاړه درلوده، فرمانونه يې هم خپرول، کابل کې د اجرايوي ځواک په نوم يوه بله دويمه درجه (۲۷) کسيزه شورا هم درلوده، ولې وروستۍ پرېکړه د کندهار د شورا په واک کې وه.

ملامحمدرباني د هېواد صدراعظم وه او له دې سربېره يې د يوې (۶) کسيزه شورا مشري هم په غاړه وه.

د طالبانو د غورځنګ يو بل نامتو غړی مولوي قلم الدين وه، دی ځکه د ډېر واک او ځواک څښتن وه چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مشري يې په غاړه وه.

د هېواد قضايي چارې د سترې محکمې لخوا چې مشر يې نور محمد ثاقب وه تر سره کېدې، د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل، د کندهار والي ملا محمد حسن اخون، ملاضعيف، مولوي شهاب الدين، مطمئن، ملابورجان، ملا مشر، د کلتور وزير امير خان متقي، ملايارمحمد، د شمال قومندان مولوي احسان الله، د کورنيو چارو وزير ملا عبدالرزاق، ملا عباس، غوث او په لسګونو نور د دوی نامتو مشران او قومندانان ول چې په مخامخ جګړو کې ونډه اخېسته.

دوی ټولو د ملامحمدعمر مجاهد اطاعت کاوه، دا ځکه چې دی يې اميرالمئومنين ګاڼه او دغه لقب د اميرالمومنين حضرت عمر رضی الله عنه له خلافت نه مسلمانانو ته په يوه سپېڅلي ميراث پاتې ده.

د افغانستان په معاصر تاريخ کې دوست محمد خان د يو شمېر ديني عالمانو نه د خپلو وروڼو په وړاندې د امير فتوا ترلاسه کړه چې بيا وروستيو پاچاهانو ته هم وکارول شوه.

دمخه مو وویل چې حکومتي فرمانونه به د اميرالمومنين په لاسليک چې د قانون بڼه يې درلوده خپرېدل. دوی ډېرې شرعي پرېکړې د يوه نامتو ملا «ملا حسن جان» چې د پېښور د يوه جامع جومات خطيب وه په سپارښتنه کولې. که څه هم دغه ملا او د ده په څېر نورو او ان فضل الرحمن داسې فتوې نه ورکولې چې د پاکستان د حکومت خلاف وای. ولې ملا محمد عمر بيا داسې فرمانونه ورکول چې ټوله نړۍ ورته ګوته په خوله وه.

نوموړي د جولای په (۱۴) نېټې د يوه فرمان په ترڅ کې اعلان وکړ، هغه رالېږدوونکي توکي چې له بهر نه افغانستان ته راځي بايد پرې عکسونه او انځورونه نه وي.

کله چې طالبانو کابل ونيوه په ۱۹۹۶ کال د سپتامبر په مياشت کې په همدې سبا د کابل په اريانا څلور لاره کې ډاکتر نجيب الله په ډېرې بې رحمۍ په دار وځړاوه. ..پدې تړاوانګېرنې داسې دي،چې دده په وزلوکې دپاکستان داې اس آې لاس وو.ولې طالبان دانه مني په ځغرده وايي ،چې نجيب موږووازه داځکه ،چې دی دافغانستان دخلکوقاتل وو …ماته (ليکوال) په لندن کې ولي خان وويل چې موږ ډاکتر نجيب ته وويل چې موږ دې پېښور ته بيايو ده نه منله ځکه ډاډه و.

د طالبانو په دې کار د کابل يو شمېر ښاريان ډېر خواشيني شول. د ملاغازي په مشرۍ څو طالب جنګيالي د ملګرو ملتو دفتر نه نجيب الله را ووېست په اريانا څلورلاره کې لومړی ملايارمحمد وويشت، بيا يې د اوبو په پيپ ځوړند کړ، ورپسې د هغه ورور احمدزی يې وواژه. د ملګرو ملتو ادارې هم خپل غبرګون وښود او د طالب چارواکو دغه کړنه يې په سختو ټکو وغندله. د ملګرو ملتو له دفتر نه يې د نجيب الله ايستل د دې ټولنې سپکاوی وګاڼه. کله چې شورای نظار له کابله وتل رباني او مسعود ترې غوښتنه کړې وه چې له دوی سره لاړ شي، وې نه منله. طالبانو تر دغه دمه د هېواد څو مهم ښارونه لکه کندهار، هرات، کابل او جلال اباد نيولي ول، پدې کوښښ کې ول چې د افغانستان پنځم لوي ښار چې مزار شريف و هم لاندې کړي. ولې له يو شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان شول.

طالبانو چې پروان او د کاپيسا يو شمېر سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، د جمعيت او د نظار شورا غړي يې تر ګواښ لاندې ونيول، د سيمه ييزو ناندريو له امله يې د ناسمو اطلاعاتو له بابته ډېرو کسانو ته زيانونه واړول، ډېرو کسانو ته يې مرګ ژوبله ورسوله. وهل سپکاوی او د سپکو سپورو ويل خو د هر طالب د ژبي په سر وو.

مسعود، له دې څخه ګټه واخسته د شپې لخوا يې خپل وسلوال رالېږل، په پروان او کاپيسا کې په طالب وسلوالو بريدونه کول.

بصير سالنګى بيا د لښتي په دواړو غاړو کې څرېده. کله چې به يې د طالبانو توله درنه وليده نو طالب چارواکو ته به يې سر خوځوه، ولې کله به چې سيال لوری ورته ځواکمن ښکاره شو نو بيا يې د شا له لوري په طالبانو ګذار کاوه.

ويليام ميلي د نوموړي په تړاو کښلي دي چې:

«طالبانو غوښتل چې له سالنګ نه واوړي، دا ځکه چې د مسعود نامتو پلوي بصيرسالنګی په غير منتظره توګه له طالبانو سره ملګری شو.»[1]

د طالبانو لپاره دا يوازينی ګواښ نه وه چې د هېواد په دغه سيمه کې د طالبانو غورځنګ ورسره مخ وه، بلکې د هېواد په لوېديځ او شمال لوېديځ کې په ځانګړي ډول د بادغېس په ولايت کې هم له ګڼو غبرګونونو سره لاس او ګرېوان ول.

د اسلامي جمعيت او د حکومت چارواکو لا دمخه تورن اسمعيل خان ته يو شمېر وسلوال، له پيسو او وسلو سره يو ځای ورلېږلي ول اواسماعيل خان ته له دې سربېره ايرانيانوهم ورسره هراړخيزه مرسته کوله،چې په افغانستان کې جګړه وغوزوي…

د بادغېس په بريد کې هم د طالبانو ستونزې نېغ په نېغه د افغانستان د يو شمېر نورو سيمه ييزو پېښو سره په تړاو کې وي. د ساري په توګه په چاريکارو کې د طالبانو د ناوړه چلند پر وړاندې د خلکو پاڅون چې د اسلامي جمعيت غړو ترې ښه استفاده وکړه، همدا ډول په بادغېس کې هم د اسمعيل خان وسلوالو په طالبانو مرګوني ګذارونه وکړل، او د ۱۳۷۶ کال په سر کې طالبانو ډېره درنه مرګ ژوبله وليده، ان دا چې بېرته مخ په هرات شېوه شول.

ملابرادر او ملا عبدالرزاق د مخابرې په ليکه له ملامحمدعمر سره د خپلې ماتې په تړاو وغږېدل او هغه ډاډ ورکړ چې ډېر زر به د څو ورځو په ترڅ کې تاسو ته نوي ځواکونه در واستول شي.

درې ورځې وروسته ګڼ شمېر جنګياليان له هرات نه مخ په بادغيس وخوځېدل.

له يوې خوا د طالبانو، شمال لوري ته د دوی پرمختګ وه او له بلې خوا د رسول پهلوان د وژلو په تور، د جنرال دوستم پر وړاندې د هغه د وروڼو جنرال عبدالمالک او غفار پهلوان پاڅون و چې، طالبانو ترې ښه ګټه واخسته …که څه هم جنرال عبدالمالک د رسول پهلوان د ښخېدو په مراسمو کې وويل:

رسول پهلوان (۷) وروڼه لري، دا هر يو به لکه د دوستم د وروڼو په څېر د هغه ملاتړي وي، په دغه وخت کې مالک، د دوستم لخوا د فارياب د والي په توګه غوره شوی وه او بل ورور يې ګلی پهلوان د «۵۱۱» فرقې قومندان و.

که څه هم په بشپړه توګه دا څرګنده نشوه چې آيا رسول پهلوان د دوستم په سپارښتنه ووژل شو او که د ده د خواښې او خسر د قاتلينو تر ګواښ لاندې راغی؟

کوم چا چې په ده بريد وکړ، هغه ووژل شو او د ده د وژلو لامل څرګند نشو، خو يوه خبره له پخوا نه څرګنده وه چې له دوستم نه وروسته رسول پهلوان د ډېر ځواک څښتن وه چې لږ تر لږه د څلوېښت زره په شاوخوا کې جنګيالي د ده تر شا ولاړ ول.

ښايي د جنرال مالک خبرو به دېپلوماتيک اړخ درلوده د ده وروڼه او په دې لړ کې رسول پهلوان پوځي شخص وه، ولي مالک د سياسي فکر څښتن و.

وروسته پېښو وښوده چې دايران داستازي «بروجردی» په منځګړيتوب جنرال دوستم ته وړانديز وشو چې تورن اسمعيل خان سره مرسته وکړي چې د طالبانو پر وړاندې خلک وسلوال پاڅون ته وهڅوي.

تورن اسماعيل خان د هرات له ماتې وروسته د نظار شورا او جمعيت له يو شمېر کسانو سره،چې مشهد ته تښتېدلی وه،دايران په مرسته بېرته راستون شو.

د همدې منځګړيتوب په ترڅ کې د ايران دولت، اسماعيل خان ته ډېرې وسلې او پيسې ورکړې چې د دوستم په پوځي ملاتړ بادغېس ته راشي.

طالبانو چې وليدل د دوستم ځواکونه په پروان کې له طالبانو سره د احمد شاه مسعود د ځواکونو په ملتیا په جګړه بوخت دي. نو ځکه يې بادغېس يو ځل بيا تر اور لاندې ونيو.

مسعود که څه هم جنرال دوستم ته ښه نيت نه درلود ولې د ګډ دښمن په وړاندې، دوی د يوې غونډې په ترڅ کې (۱۳۷۵کال د عقرب مياشت) چې د برهان الدين رباني، احمدشاه مسعود، جنرال دوستم، کريم خليلي او يو شمېر نورو په ګډون جوړه شوې وه، د رايو په اتفاق يې عبدالرشيد دوستم د افغانستان د دفاع شورا رییس په توګه غوره کړ.

طالبان د خپل پوځي تکتيک له مخې دې پايلې ته ورسېدل چې لومړی بايد د خپلو وسلوالو سيالانو يووالی وګواښي او بيا خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.

طالبانو په خپل مرګوني او پرېکنده بريد له درې لارو نه پر دښمن بريد وکړ، لومړی يې تر «پولي متک» پورې د جنبش وسلوال په شا وتمبول او بيا يې د غوربند، تګاو، نجراب او کاپيسا له لوري د احمدشاه مسعود، بصير سالنګي، د وحدت ګوند ځواکونه تر اور لاندې ونيول. نو همدا لامل وه چې نظار شورا يو ځل بيا د پنجشېر غر والوځوه ټول جنګيالي يې د پنجشېر کلا ته ننه اېستل.

د کريم خليلي وسلوال شبر ته وتښتېدل او د جنبش ځواکونه شمالي سالنګ ته وتمبول شول. طالبانو چې د کوه دامن په پراخه سيمه خپلې اوسپنيزې مورچلې جوړې کړې، نو بيا يې د ۱۳۷۶ کال په سر کې په مرغاب باندې يو خونړی بريد ترسره کړ او يو د بل پسې يې ډېرې سيمې لاندې کړې.

دوستم وليدل چې د وروستيو پېښو ډېر زيان ده ته رسېږي ځکه چې له يوې خوا طالبان کوښښ کوي چې له شمالي سالنګ نه را واوړي، له بلې خوا د شبر له لارې د باميانو له نيولو وروسته مخ په مزار وخوځېږي او دريم ستر ګواښ هماغه د بادغيس نيول دي چې د شمال دروازه ګڼلکېږي. نو په همدې بنسټ يې جنرال مالک ته سپارښتنه وکړه چې د مرغاب پوځي ليکې پياوړې کړي.

عبدالرشيد دوستم له احمدشاه مسعود او خليلي سره په سلا پرېکړه وکړه چې د وحدت ګوند د غوربند له لارې، د احمد شاه مسعود جنګيالي د پنجشېر له خوا او د جنبش ځواکونه د مرغاب له لوري په طالبانو بريدونه وکړي.

د روان کړکېچ په تړاو، نه يوازې پاکستان د طالبانو تر شا په سياسي او پوځي پېښو کې ښکېل وه بلکې دا رنګه ايران او روسان هم د شمالي ټلوالې ترشا خپلو مرستو ته ټټر واهه.

د بروجردي هڅې د ايران قنسلګرۍ اړيکې او د ايران د بېلابېلو استازو راتلل، له احمد شاه مسعود او عبدالرشيد دوستم سره د دوی ليدنه او کتنه. دا ټول هغه څه وه چې په افغانستان کې يې د جګړې لمبې بلې وساتلې.

همدا راز د روسيې يو استازی د يوه پلاوې سره چې د لوی درستيز مرستيال نيکلای او د روسيې د پارلمان يو غړی هم ورسره مل وه، په پلخمرې کې يې ژمنه وکړه چې له شمال ټلوالې سره به د پيسو او وسلو مرسته کوي. ان تر دې چې د «سو» پنځه، بم غورځوونکې الوتکې يې هم په واک کې ورکړې.

روسانو د دغې خبرې ټټر هم وواهه چې د تېر په څېر به د افغانيو چاپ ته دوام ورکړي. وروسته څرګنده شوه چې د رباني د واک په مهال روسانو اته زره (۸۰۰۰) ميليارده افغانۍ دويته چاپ کړې وې.

له کورنيو او بهرنيو مرستو سره سره، د افغانستان په شمال کې داسې يوه بېړنۍ پېښه مينځته راغله چې د پېښو لورۍ يې په بشپړه توګه د طالبانو په ګټه واړوه، چې د دې پېښو يو ستر لامل د جنرال عبدالمالک رول وه چې په ناڅاپي توګه طالبانو ته واوښت.

اوس هم بهرني هېوادونه په ځانګړي ډول پا کستان اوايران دافغانستان دورانولوله شوم نېيت نه په شا شوي نه دي .هم دافغانستان مخالفينوته وسلې ورکوي اوهم پيسې…دڅوورځودمخه خبره ده،دفراه ولايت خونړۍ جګړه يادوم،چې په دې جګړه کې نېغه پهنېغه دايران اوپا کستان حکومتونه ښکېل ول په تېره ايران،چې اوس يې له افغا نستان سره داوبوپه سرجګړه پيل کړې ده…څوورځې دمخه دايران دبهرنېيوچا رووزيرګواښ وکړ،که دافغانستان حکومت ددې داوبوستونزه حل نه کړي نودوئ به پخپله لاس په کارشي .ددوئ کارهمداوو،چې په فراه يې خونړی بريد وکړ.داسې انګېرنې شتون لري،چې دغه جګړه دايراني اوپا کستاني پوځي سلاکا رانوله خو،له طا لب چا رواکوسره په سلااومشوره پرمخ وړل کېده …بيا هم افغان چارواکوته په کاردی،چې په دې تړاويوه غوښنه اورښتنې څېړنه وکړي.

[1] – ويليام ميلي، طالبان ۲۴ مخ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *