د ايران سپاه پاسداران د طالبانو له ځينو قومندانانو سره مالي او نظامي مرستي كوي، په ځانگړې توگه له هغو سره چي له ايران سره همسرحد ولايتونو كي فعال دي، د دې مرستو په بدل كي داسي عمليات پرې ترسره كوي چي د ايران گټي تأمينوي، همداراز غواړي له امريكا سره د راكړي وركړې په معامله كي ترې سياسي استفاده وكړي. دا كار هغه مهال كوي چي د دوى دواړو (ملگرو) تر منځ كومه لانجه راولاړه شي او غواړي امريكا ته وښيي: كه زما مخالف پالې نو په مقابل كي به ئې ستا مخالف پالم!! ايراني استخبارات ايران ته د امريكا د مخالفينو د پلاوو معلن سفرونه اكثراً په همداسي وخت كي او په همدې موخه تنظيموي. ايران ته د طالبانو د وروستي هيئت سفر ئې يوه بېلگه ده، امريكا د يمن په ارتباط د عربي ائتلاف ملاتړ وكړ، په عراق كي د اسلامي دولت په ضد د سني قبائلو د استخدام په موخه ئې هغوى ته د وسلو وركولو پرېكړه وكړه، پر دې پرېكړي هم عراقي شيعه ډلو، په ځانگړې توگه مقتدى صدر مخالفت وښود او هم تهران؛ چي دا دئ د طالبانو هيئت ئې په همدې موخه تهران ته غوښتى!! خو دا سفر په داسي بڼي كي ترسره شوى چي د ايران سپاه پاسداران اړوند كړۍ ئې تأييدوي خو په عين وخت كي د خارجه چارو وزارت اړوند كړۍ ترې انكار كوي!! په سپاه پاسداران پوري تړلى خبري آژانس تسنيم وايي: ”د افغانستان د طالبانو سياسي پلاوي له ايراني (امنيتي چارواکو!!) سره په تهران كي د سيمي پر مسائلو، په تېره بيا (د اسلامي نړۍ اړوندو مسائلو) او همدارنگه د کډوالو په اړه بحثونه کړي او خپل اندونه ئې سره شريک کړي دي”.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندي مرضيې افخم ايران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه بې خبري ښودلې ده. وياندي د چارشنبې په ورځ (غويي ۳۰) تهران کي خبريالانو ته وويل: “موږ ايران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه بې خبر يو، دا بايد وپلټل شي هغه سرچينې چي دا خبر ئې خپور کړى د کومو معلوماتو او مسئوليت له مخي ئې دا خبر خپور کړى دئ”!! تر دې وړاندي د ايراني دولت وياند محمد باقر نوبخت هم د دې سفر په اړه بې خبري ښودلې وه او ويلي ئې وو: “له دې موضوع بې خبره يم، دا موضوع له عقل سره نه جوړېږي (!!!)، په هرحال دا نه تأييدوم”.
دا په داسي حال كي چي د تېري درېنۍ په ورځ د ايران (سپاه پاسداران) ته يوه نږدې خبري آژانس (تسنيم) په خپل يوه ځانګړي خبر کي ويلي وو: په قطر كي د طالبانو د سياسي دفتر استازو په وروستيو كي ايران ته سفر كړى، دغه خبري اژانس ليکلي وو: د دې سفر مشري په قطر كي د طالبانو د سياسي دفتر مشر طيب آغا پرغاړه وو. په طالبانو پوري تړلو سايټونو هم وليكل چي د طالبانو هيئت تهران ته سفر كړى، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټويټر پاڼه ايران ته د (لوړ پوړي طالب پلاوي) د سفر په اړه ليکلي: “په دې وروستيو كي د اسلامي امارت يوه لوړپوړي پلاوي د اسلامي امارت د سياسي دفتر د مشر محترم محمد طيب آغا په مشرۍ ګاونډي هېواد ايران ته يو سفر درلود، په دې سفر كي دغه پلاوي د ايران له چارواکو سره د خپل هېواد افغانستان د فعلي وضعيت، سيمي، اسلامي نړۍ او په ايران كي د شته افغان مهاجرينو د حالاتو په اړه خبري وکړې”.، مجاهد ليکلي: “دا سفر د هغو عادي سفرونو يوه برخه ده چي د اسلامي امارت پلاوي ئې وخت په وخت د نړۍ مختلفو هېوادونو ته د دوه اړخيزه موضوعاتو څېړلو، اړيکو جوړولو، پراخولو او ټينګولو په موخه ترسره کوي”.
خو معلومه نه ده چي طالبان له دې سفر څه موخه لري او څه طمع!! موږ او ښايي هيڅ بې طرف ناظر او تحليلگر ته به داسي كوم مثبت او گټور هدف ونه مومي او هيڅ پلوه به ئې تر سترگو نشي چي طالبان به ئې په دې سفر سره ترلاسه كړي.
د دې متعارضو څرگندونو څو اړخونه د پام وړ دي او څو واقعيتونه زموږ مخي ته ږدي:
ايراني چارواكي په سياست كي هم (تقيه: د مصلحتونو او غرضونو په موخه ظاهر يو ډول او باطن بل ډول ښودل، دښمن ته دوست ويل او دوست ته دښمن) د ثواب كار گڼي او هغه ته د منافقت په سترگه نه گوري!!
د طمعي سياست او له عقيدوي دښمن د مرستي توقع انسان ډېر ځله د دښمن په لومي كي اچوي.
ايراني چارواكو د طالبانو د پلاوي ډېر سپكاوى كړى، د هيئت سفر ئې داسي گڼلى لكه چي (څوك) نه وي ورغلى!!
د هيئت له بلني د تهران شوم اغراض
څوك چي د دوست او دښمن په پېژندو كي ستونزه لري هغه به له ايران د يوه سني د ملاتړ او مرستي طمع او توقع لري.