هسې دې انځور خوند را کړ ما ويل راځه یو څه پرې و ليکه. رښتیا هم د وطن مينه تر هر څه ډېره سپېڅلې او پاکه ده. څوک چې له خپل وطن سره مينه ونه لري د هغه ايمان کمزوری دی. هغه نه دا چې د وطن سره یې نشته ده خپلې د ايمان له کمزورۍ سره هم مخ دی. ايمان او وطن دواړه د تقدس نه ډک نمونه دی چې زموږ او ستاسې ستر لارښد جناب نبي کريم(ص) هم ويل دي: چې د وطن سره مينه د ايمان برخه ده.
وطن مې ځان دی، وطن مې مينه
وطن به ساتم، د زړه په وينه
وطن دی ماته، لکه ایمان مې
ملګرو دا خبر کومه سپينه
اوس د خوښۍ ځای دادی، چې ډېری وګړي شکر دی د خپل وطن سره بې حده مينه کوي. تاسې ېې هم وينئ چې هره ورځ قربانۍ ور کوي، شهيدان کېږي د همدې وطن په عشق کې. خو، دلته بیا ځينې داسې کسان هم شته دي چې د پردۍ تر څټ بل ته کار کوي. او د وطن په زخمونو باندې مالګې ور شيندي.
دوی هسې فکر کوي، چې اوس هم موږ څوک نه پېژني او خپل شوم اهداف به همداسې پوره کوو، تر څو چې دلته ژوند کو بلکې داسې نه ده دا ټول هغه منحوسې څهرې دي چې ددې وطن هر ځوان او هر ماشوم لا پېژندلي دي. دوی دې د هغه ورځنې انتظار باسي چې حساب او کتاب ور سره کيږي.
هغه څوک چې د وطن پر وړاندې د بل په لمسون باندې پردی ټوپک او پردۍ چانټې په بدن کې ګرځوي، هسې خوشي یې ځانونه ستړي کړي دي. دوی ته یوازې یوه ګوله ډوډۍ ور رسېږي نور یې شکر دې ژوند داسې ده لکه د سوداګر د خره. ټول عمر په پردي اخور باندې ولاړ دی. او بل دا کسان چې د وطن په ورانۍ کې یې ځان ټولې نړۍ ته شرمينده کړ، خو هېڅ یې ن ځان لپاره ونه کړل. بس یوازې یې یو بد نوم په ټولنه کې د ځان لپاره پيدا کړ.
هر څوک باید وطن سره مينه و کړي، تر څو ېې په خپل وطن کې قدر زیات شي، خلک رته په ښه سترګه و ګوري. نه هسې چې د بل د غيږې نه په دې ګران وطن باندې ډزې کوي. هسې شاعر وایي:
وطن مې جار شم، کر پکې ګل کړم، که په کابل یم، که په زابل یم
وطن مې جار شم، لعل یې ښکل کړم، که په کابل یم، که په زابل یم
که همداسې وشي لکه دلته چې دې شاعر لالا ويلي دي، ښه به وشي، چې هر څوک دې وطن ته ګل راوړي، مرمۍ نه ټوپک نه دا یاقوت او سره زر یې ښکل کړي. په رښتیا سره چې وطن ډېر شېرين دی. د مور غيږ او د وطن غيږ یو شانته وي. څومره ةينه چې سړي ته مور ور کوي تر هغه زیاته همدا وطن ور کوي. نو که غواړئ چې پوره ايمان مو وي، او هر څوک درته په درنه سترګه و ګوري، نو د خپل وطن سره مينه و کړي، دا وران ويجاړ وطن راځئ موږ او تاسط را جوړ کړو تر څو به په پردۍ کاسه کې ډودۍ خورو، تر څو پورې به د بل تر لاس لاندې ژوند ته خوښ یو، تر څو پورې به دې بل چا پرمختګ ته وا، وا وایو، تر څو به همداسې په نړۍ کې د فساد نمبر ون هيواد و او بلاخره تر څو پورې به د یوې فاسدې ادارې درلودونکي یو. نو ښه به دا وي چې ټول په یو غږ باندې را ټول شو، او ددې وطن په زخمونو باندې نور د جوړولو لپاره کار کړو نه په ورانولو کې.
که مو د وطن سره حقيقي مينه و کړه، ډېرې ګټې به مو په لاس راغلې وي. په لومړي سر کې خو به دا شوي وي، چې د یوه پوره او سپېڅلي ايمان در لودونکي به یو، بل به مو خپل هيواد د نورو هيوادونو سره سیال وي، بل نور د خپلې روزۍ خاوندان شو او د یو ښه ارام او هوسا ژوند لپاره به یو ښه راتلونکي ته په لټه کې شو. په موږ او تاسې خو بې دغو هسې په تیارو کې ژوند را تير شو. دا به ښه شي چې دا نور پاتې نسلونه خو مې لږ د ډېوې رڼا ته کښېني.
وطنه! ناز دې وړم په هر لوري
سترګې یې باسم چې بد در ګوري
وطنه! دلته انسانان غواړم
حيوان دې ورک شي، بل هم سر زوري
………..
وطنه! ته مې جنت نښان یې
له ځانه هم ته، پر ما ډېر ګران یې
وطنه! نور دې په امن غواړوم
ته مې جانان یې، ته مې ايمان یې
Sir, according to Islamic Ulama, this Hadis is completely wrong, homeland’s love and Eman’s love is not comparable, each islamic lands our lands. Eman does not recognize borders. thanks