استاد احمل ښکلی

ايهام په وهم کې اچول او توريه حق پټولو ته وايي.

ايهام په ادب کې د ابهام پيدا کولو يوه وسيله ده. ابهام په ادب کې يا منفي وي يا مثبت.

منفى/ناهنري هغه دى، چې شاعر يا ليکوال تش الفاظ راټول کړي وي او پر خپله خبره/فکر يې سوچ نه وى کړى يا د خپلې خبرې په اړه بشپړې پرېکړې ته نه وي رسېدلى، چې څه ويل غواړم او زما خبره مخاطب ته څومره صريحه ده. داسې شاعران شته، چې د سمبولونو او نښو په نامه يې شاعري تش د الفاظو ځلبل دى يا منفي لفاظي ده او د خبرې او سمبولونو تر شا يې هنري منطق نشته.

بل مثبت يا هنري ابهام دى، چې د پنځګر د خبرې يا سمبولونو او نښو تر شا ادبي منطق وي او له لوستونکي نه لټه غواړي. په دې ابهام کې چې لوستونکى د حقيقت له لټونه کوم خوند اخلي، هغه ته هنري خوند وايي، چې بېلګې يې کاظم شيدا او ځينې نور شاعران کېداى شي.

ايهام يا توريه په مثبت هنري ابهام کې راځي، چې لوستوال څه نا څه لټې ته اړ باسي، چې د (لور) موخه خوا ده، که لور(داس).

بديع وايي، چې ايهام يا توريه هغه صنعت دى، چې شاعر دوه يا زياتې مانا لرونکې کلمې داسې راوړي، چې د لوستونکي يا اورېدونکي ذهن نامقصودې ښکاره يا نېژدې مانا ته لاړ شي؛ خو د شاعر موخه هغه بله لرې مانا وي. دا تعريف دا عيب لري، چې د کلمې د مقصودې او نامقصودې او د نېژدې او لرې مانا نومونه لوستونکي ته نه دي واضح.

د مقصودې يا لرې او د نامقصودې يا نېژدې نومونو پرځاى ښه وه، چې د حقيقي او مجازي يا د دودو او نادودو يا د ډېرو دودو او کمو دودو کلمو اصطلاح ورته کارېدلې واى.

ضرور نه ده، چې په ايهام کې د شاعر موخه لرې مانا وي، ښايي نېژدې مانا وي. دا پرېکړه که قرينه نه وي، لوستونکي ته سخته ده؛ خو د موخنې او ناموخنې نومونه د ايهام لپاري تر نېژدې او لرې اصطلاح دقيقه ده.

که د يوې موضوع تعريف مو صريح نه وي، لوستونکى به مو په خبره پوه نه شي. پکار ده، چې د خپل تعريف پر ټولو اړخونو او ژبه فکر وکړو، چې ابهام خو پکې نشته. زموږ بديع له ډېرو تعريفونو سره همداسې چلن کړى دى.

دا ضرور نه ده، چې يوه موضوع چې تا ته څنګه روښانه وي، بل ته دې هم هغسې روښانه وي. ځيرک ليکوال هغه دى، چې د لوستونکي له زاويې نه هم خپل تعريف ته وګوري.

زموږ د بديع کتابونو په ايهام کې بله تېروتنه دا کړې ده، چې متجانسې کلمې-چې بڼې يو وي، خو ماناوې يې بېلې وي- او په مجازي مانا کارېدلې کلمې يې سره ګډوډې کړي. سړى نه پوهېږي، چې له ايهامه موخه دوه يا څو ماناوالې متجانسې کلمې دي، که دوه ماناوالې مجازي او حقيقي کلمې؟

زموږ بديع ايهام زياتره په څلور ډوله وېشي؛ خو که ځير شو، زموږ په بديع کې موجود ايهام لومړى په دوه ډوله دى: له مجازي مانا نه راولاړ شوى او د متجانسو کلمو له حقيقو ماناوو نه راولاړ شوى ايهام.

زموږ بديع لومړى هغه بيا په دوه ډوله ويشلى دى:

يو ايهام تضاد دى: د دې تعريف داسې کوي، چې دوې غير متقابلې ماناوې په دوو داسې کلمو کې راوړل شي، چې حقيقي ماناوې يې سره متقابلې وي او سړى په وهم کې اچوي. د خوشال شعر دى:

ياد مې هغه وخت دى، چې په شپه به سره ناست وو

شمعې به ژړا کړه صراحي به خندېدله

په دې بيت کې د ژړا او خندا تضاد دى؛ خو د شمعې له ژړا نه د شمعې د غوړيو څڅېدل او د صراحي له خندېدلو نه قل قل مراد دى.

ايهام تضاد چې د تضاد نه، بلکې د ايهام په ډولونو کې راځي؛ نو په پښتو کې ورته تضاد ايهام يا متضاد ايهام ويل غوره دي. همداسې ايهام تناسب ته تناسب ايهام يا متناسب ايهام دقيقه اصطلاح وه.

دويم، تناسب ايهام دى، چې د کلمو نامطلوبې ماناوې سره متناسبې وي. رحمان بابا وايي:

د دې دهر په يارانو کې آۤب نشته

که يې غواړې تر سما و تر سمکه

دلته د اوبو په مانا د آب او سمک ترمنځ تناسب وينو.

د ايهام دواړه مجازي ډوله تر متجانس ايهامه غوره دي، ځکه چې د کلمې په مستقيمه نه، بلکې په مجازي مانا کې تضاد وي.

د متجانسو کلمو له حقيقو ماناوو نه پيدا شوى ايهام هم زموږ بديع دوه ښودلى دى:

يو: مرشح ايهام، چې د ناموخنې مانا سره متناسبې کلمې راغلې وي؛ خو داسې قرينه هم پکې وي، چې لوستونکى په اسانه د پنځګر پر موخنه مانا پوه شي؛ خو زموږ بديع راته د قرينې والا خبره نه کوي.

بل: مجرد ايهام. زموږ بديع يې په اړه وايي، چې له نېژدې مانا سره متناسب شيان نه وي راغلي؛ خو سړى د مجرد له کلمې نه پوهېږي، چې موخه له دواړو موخنې او ناموخنې مانا سره د متناسبو شيانو نشت دى. مطلب، دا چې ښکاره قرينه نه وي، چې لوستونکى د پنځګر په مانا ځان پوه کړي؛ خو زموږ بديع ورته سمې بېلګې نه دي پيدا کړې.

د ايهام نور ډولونه هم په زړه بديع کې شته؛ خو زموږ بديع ورته پ��م نه دى کړى، چې په هغه کې مبينه توريه، چې د مطلوبې مانا مناسبات پکې راغلې وي. همداسې چې په ايهام کې تر دوه زياتې مانا وې، تام. که تر درو زياتې وي، ذوالوجه او که د ايهام کلمې دوه وي، مهيا ورته وايي.

خو نوې بديع له بلې زاويې نه ايهام ته کتلي دي. پارسي ليکوال امير چناري(نگاهی نو به ايهام در بديع فارسی) کې د ايهام د نوې ډلبندۍ له مخې د ايهام لاندې ډولونه ښودلي دي:

  1. وييز(لغوي): د يوې کلمې د بېلابېلو کلمو ترمنځ وې او دا ډولونه لري.
  • لغوي: چې ايهام د متجانسو کلمو ترمنځ وي.
  • لغوي-ګړنيز(اصطلاحي): هغه ايهام چې يوه مانا يې قاموسي او بله وضعي يا اصطلاح يا کنايه وي.
  • لغوي-ځانګړى: هغه ايهام، چې يوه مانا يې قاموسي او بله ځانګړى نوم وي.
  1. نحوي: چې جملې د توکونو له خپلمنځي تړاوه زېږي او دا ډولونه يې دي:
  • غونډيز: چې د بېلابېلو نوميزو او فعلي غونډونو له خپلمنځي تړاوه پيدا کېږي.
  • جوړښتي: چې د جملې په کچ وي او په دري ډوله دى:
  • د جوړښتي شننې ايهام: چې د جملې د اجزاوو له ادلون بدلون يا له متفاوتې شننې نه پيدا کېږي.
  • د ضمير د لوري ايهام: چې د ضمير لورى پکې څرګند نه وي يا هغه ايهام دى، چې ضمير پکې څو لوريو ته راجع وي.
  • د حذف ايهام: چې د جملې د يوې برخې له حذفه پېدا شوى وي. وايي، چې صايب تبرېزي عراق ته زيارت ته تللى و. د بغداد حاکم پر يزيد باندې له لعنته خلک منع کړي وو؛ نو صايب دا شعر ووايه:

حاکم بغداد حکمی کرد و ميبايد شنيد           تـا که او باشد، نبايد کرد لعنت بر يزيد

د دې بيت دوه مانا راووځي، چې تر څو د بغداد حاکم ژوند وي، څوک پر يزيد لعنت نه شي ويلاى. دويمه مانا يې دا ده، چې د بغداد حاکم وي؛ نو سړى ولې پر يزيد لعنت ووايي، لومړى مستحق خو يې همدى دى.

  • تلفظي ايهام: چې د کلموله رنګارنګ تلفظ يا د جملې د اجزاوو له ترکيب و فاصلې نه زېږي.
  • نازنځيري ايهام: چې د آهنګ، ځنډ، غاړې او فشار نه زېږي. مطلب، چې د جملې له سواليه کولو نه يوه مانا وزېږي او له تعجبي يا خبرې کولو نه بله.”(امير چناري، نګاهى نو به ايهام در بديع فارسي، https://jlcr.ut.ac.ir/article_50572_4653.html، ١٣٩٤ل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *