دا (E-Numbers) هغه کیمیاوی یو یا څو ګډ شوی مواد دي چې د مخصوصو فارمولې په اساس جوړیږی او په تیارو خوراکی شیانو کې ګډیږی، دا خوراکې توکې کولای شې خوراک یا څخاک اوسی. خوراک لکه تیاره ډوډۍ چې یواځی ګرمیږی ، کانسروا، ساسیج همبرګر، رنګارنګ شیرینی پاپړ، کرسپ یا چپس او څخاک لکه کوکاکولا، انرجی، تترا پک جوسونه او نور بیلابیل بازار کې چمتو شوی څخاک چی تاریخ یې د یوی هفتی نه تر یو کال او دریو کلو پورې وي.
د دی نمبرو زیات شمیره یې په ماشومانو او د هغوی په روغتیا اثر کوی، همدارنګه انرجی څخاک ډیر استعمال حتی په لویانو هم اثر کوی.

دا مواد په هر ملک کې بیلابیل د استعمال قوانین لری چې د حکومت یا د مسولی اداری لخوا نافذ کیږی. دی کې حلال او حرام مخلوط هم شته.
لیست یې په ګوګل کې موندلئ شئ.
دا نمبری چیرته لوستلئ شئ؟
کله چې تیار شوی خوراکونه اخلئ نو د پاکت شاته یې ورته لیست په ډیرو کوچنیو الفباو لیکلئ وې .
بهتره ده چې کور کې تازه پاخه شوی شیان وخورئ او ددغو کیمیاوی موادو نه پرهیز وکړی، د انرجی څښاک په ځای خوندوری شړومبی، شین چای، تور چای او قهوه وڅښئ.
ښکلي معلومات ما شريک کړ