موږ څه ته پيدا يو؟ څه كوو؟ او كوم كارونه مو په مخ كې دي؟ يو فيلسوف ، يو ديني عالم يا يو مفكر ممكن د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره پنډ پنډ كتابونه وليكي خو استاد شاعر قلندر مومند يې په يوه بيت كې رانغاړي او درياب دا رنګه د ايجاز په كوزه كې ځايوي:

ژوندون ، لټون ، مينه ، مرګى او حساب

څومره كارونه مې په سر پراته دي

په دې بيت كې څو اسمونه پرله پسې ياد شوي او هغوى په يوه ځانګړنه او صفت ( كارونه ) او فعل ( په سر پراته دي ) كې سره شريك شوي دي. په بديع كې دغه صنعت اِعداد بولي.

قلندر مومند د پښتو يو هغه شاعر دى چې دغه صنعت ته تمايل لري او په خپله شاعري كې يې څو ځايه استفاده ورنه كړې ده.

دى وايي:

شاعري ، غم د وطن ، مينې د ښكلو

قلندره د بايرن غوندې بدنام كړې

او :

زلفې ، سترګې ، شونډې ، دواړه رخسارونه

د يو مرګ د پاره څومره اهتمام كړې

ايجاز په لږو كلمو كې د ډېړې معنا رسولو ته وايي. دلته چې په هر بيت كې څو اسمونو ته شريك صفت او فعل انتخاب شوى دى ، طبعا په كلمو كې سپما راغلې ده.

په پاسنيو مثالونو كې لومړى بيت د معنا د قوت او ايجاز له جهته ، دويم بيت د حيرانۍ د احساس د پيدا كولو له جهته ( حيراني د هغو شيانو د يو ځاى كولو په نتيجه كې پيدا شوې ده چې تر اوسه مو نه وو سره يو ځاى كړي ) ، او دريم بيت د شاعرانه تاكيد او رندانه پوښتنې له جهته ، خپله، خپله ښكلا لري.

په دې سربېره د اِعداد د صنعت په بركت په دغو درې واړو بيتونو كې تاكيد او خاصه موسيقي وينو. موږ په پښتو كې وايو چې پلاني شمېرلې خبرې ورته وكړې. يعنې خبرې يې د ادا په لحاظ پرېكنده او پرېكړې وې او د مفهوم په لحاظ يې موارد له يو بله بېل كړي وو چې صراحت او قاطيعت پكې پيدا شي. په ترتيب سره يو، يو اسم اخيستل د تاكيد حالت پيدا كوي ، كلام ته خاصه موسيقي وربخښي او د كلام تاثير ډېروي.

اشرف مفتون د شلمې پېړۍ یو بل شاعر دی چې په خپلو کتابونو کې د دغه صنعت کامیاب بیتونه لري. دی وایي:

مینه،ګورې زلفې، شوق د علم و فن

زیات سوا له دې نه سودا ښه نه ده

همدغه صنعت چې كېداى شي د ايجاز، حيرانتيا، تاكيد، په كثرت كې وحدت او خاصې موسيقي سبب وګرځي ،ممكن په بې خونده طريقه هم استعمال شي. د شلمې پېړۍ يو بل شاعر نصرالله خان نصر مرحوم وايي:

زما شعر كې دلبره څلور څيزه رونما دي

پند، ادب او تصوف دى ، بله مينه د مجاز

دلته نصر د نثر خبره د نظم په جامه كې راوړې ده، هغه هم د كمزوري نظم په جامه كې. د نثر خبره خو ځكه ده چې د خيال او احساساتو په ځاى معلومات پكې لولو. يعنې دا پكې لولو چې د نصر صاحب د شعر په موضوعاتو كې دغه ، دغه خبرې شاملې دي. كه دغه معلومات په نثر كې واى د جملې د طبيعي ګرامر ماتېدا او د وزن د ساتلو په خاطر د ( دلبره) د غير ضروري كلمې راوړلو ته اړتيا نه پېښېده او مفهوم به په لا مناسبه بڼه بيان شوى و.

زموږ په درسي كتابونو كې ادبي صنعتونه شامل دي خو په دې باره كې څه نه ويل كېږي چې د هر صنعت هنري اهميت په څه كې دى او د استعمال كامياب و ناكام مثالونه يې كوم دي. د ادبي صنعتونو د تدريس پخوانۍ او رواجي طريقه د ادبياتو زده كوونكي د ادب له روح سره په لازمه اندازه نه شي اشنا كولى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *