لیکنه: ډیلي بیسټ ورځپاڼه
ژباړه: بسم الله پښتون مل
ښکاره شواهد شته چې د پاکستان ځواکمن پوځ له عمران خان سره مرسته کړې تر څو واک ته یې ورسوي په دې هڅو کې پوځ د ده مخالفین ګواښلي او مطبوعات یې سانسور کړي دي.
د نړۍ یو تر ټولو خطرناک هېواد پاکستان په وروستیو بدلونونو لا نور هم خطرناک شو، دغه هېواد چې اټومي زېرمې يې په بې سارې او بې کنتروله ډول پراختیا مومي په وروستیو ټاکنو کې د لسیزو دود مات کړ، له ډیرو کلونو پر پاکستان دوو ګوندونو چې په حقیقت کې دوو کورنیو میراثي کړي و حکومت کوی، خو اوس داسي ښکاري چې د کرکټ افسانوی ستوری عمران خان به چې د ځواکمن پوځ له ملاتړه برخمن دي لومړی وزیر شي، خان له وختونو د پاکستان د ستونزو پړه پر امریکا ور اچوي او په جنوب لویدیځه اسیا کې د متحده ایالاتو تر ټولو سرسخت منتقد دی.
۶۶ کلن عمران خان په زړه پوري او بې احتیاطه سړی دی، هغه وتوانید له اوږدو مبارزو وروسته د هیواد په ممهو سیاسي مرکزونوکې د اوږد مهاله واکمنو نواز شریف، بې نظیر بوټو او د دوي د کورنیو واکمني پای ته ورسوي، دا مهال ۶۵ کلن نواز شریف له خپلې لور سره یو ځای د فساد اړونده تورونو په خاطر په زندان کې دی، د بينظیري ۲۹ کلن زوي بلاول هم په خپل وار دا ځل سخت کمپاین وکړ خو بیا هم د هغه ګوند په دریم مقام کې راغلی، او د عمران خان تحریک انصاف د پاکستاني پارلمان له ۲۷۲ څوکیو نژدي ۱۲۰ یې ګټلي دي، او په ترتیب سره د نواز شریف ګوند ۶۰ او د بهټو ګوند ۴۵ څوکۍ خپلې کړي دي، پاته نوري یې د وړو سیاسي ډلو او خپلواکو کاندیدانو دي.
خان ښايي هڅه وکړي چې وړلې ډلې او خپلواک وکیلان له ځان سره ملګري کړي او خپل حکومت پرې جوړ کړي، ځکه نو موړي د شریف او بهټو له ډلو سره ګډ کار کول رد کړي دي، ښايي د حکومت تر جوړولو هم سختې ورځې په مخ کې وي، سیاسي معاملې، جوړجاړي او چنې هغه څه دي چې خان به مصروف وساتی، په ټاکنو کې د پراخو درغلیو تورونه له وړاندي لګیدلي، د مظاهرو او پریکون امکانات هم لیري نه بريښي، او تر ټولو مهم سوال دادی چې هیواد د تر ټولو پراخ او ګڼ نفوسه ایالت پنجاب واک به کوم ګوند په لاس کې واخلي ځکه پنجاب د شریف د کورنۍ پلرنی ټاټوبی دی.
د عمران خان او د ده د تحریک تر ټولو عمده تګ لاره او شعار له فساد سره مبارزه ده، او بې له شکه چې د پاکستان سیاسي او قضايي ادارې په پراخ فساد ککړې دي، خو تر دې ټولو چې ډېره فاسده اداره ده هغه پوځ دی، د عایشه صدیقه په څير یو شمیر پاکستاني څیړونکو له وړاندي له د پاکستان په پوځ کې د فساد په اړه هر څه مستند وړاندي کړي چې پکې ښودل شوي پوځ په پاکستان کې د ډیرو ځمکو او سوداګریو خاوند دی او له دې لاري یې د قول اردو ګانو قوماندان او نور لوړ پوړي افسران خپل جیبونه ډکوي، همدا شان پوځ له لسیزو راهیسي قضايي ادارې په خپله ګټه کاروي او هغه څوک پرې ټکوي چې د دوي مخالفین وي یا یې دوي خپل مخالفین ګڼي.
ښکاره شواهد شته چې د پاکستان ځواکمن پوځ له عمران خان سره مرسته کړې تر څو واک ته یې ورسوي په دې هڅو کې پوځ د ده مخالفین ګواښلي او مطبوعات یې سانسور کړي دي، پوځ له ډیره وخته د نواز شریف په اړه بدبینه شوی خو دا بدبیني هغه وخت په دښمني بدله شوه کله چې شریف په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبۍ کې د ترسره شوي ترهګریز برید پړه د پوځ پر استخباراتي څانګه ای ایس ای ور واچوله، یقیناً چې ای ایس هغه برید رهبری کړی و خو په پاکستان کې ورباندي اقرار کول منع و.
خان په ډېر ښکار ډول د پوځ ملاتړ او دفاع کوي او له هغو مذهبي ډلو سره هم خواخوږي لري چې د ای ایس ای له خوا رامنځ ته شوي او تمویلیږي، نوموړی وخت ناوخته پر امریکا نیوکې کوي ځکه د ده په خبره متحده ایالات له پاکستان سره د یو بوټ پاک په حیث چلند کوي، هغه همداشان ادعا کوی چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له یوولسمې را وروسته د ترهګرۍ پر وړاندي د امریکا په جګړه کې پاکستان په میلیاردونو ډالرو او لسګونه زره انسان بایللي دي، د پاکستان کورنی تاوتریخوالی چې په تیرو څو کلونو کې بېرته راکم شوی هم د ټاکنو په شپو کې يې بیرته زور واخیست.
له څو لسیزو راهیسي د پاکستان او امریکا اړیکي خړ پړې او له لوړو ژورو ډکې دي، دواړه یو پر بل د بې باوره ملګري تورونه لګوی، خو د ټرمپ اداره بیا په دې اړه ډېره جدي ده دوي په ښکاره پاکستان له ترهګرو او افغان طالبانو سره په ملاتړ تورن کړ، که څه هم د اوباما په وخت کې لا کانګریس پر پاکستان مرستې کمې کړې وې خو ټرمپ یو مخ بندې کړي.
عمران خان ویلي که لومړی وزیر شو د ټرمپ سره لیدنه به ورته د زهرو غوړپ وي خو زیاته يې کړې چې هغه به دا زهر تر ستوني تیر کړي، ښايي خان ډېر انديښمن نه وي ځکه د ټرمپ د ادارې لپاره جنوبي اسیا لومړیتوب نه لري، د متحده ایالاتو ولسمشر څرګنده کړې چې غواړي له افغانستان امریکايي پوځیان راستانه کړي او هلته له روانې جګړې لاس واخلي، او د ده تنده لهجه هم ښايي د دې سبب نه شي چې عمران خان یا د پاکستان پوځ دې مجبوره کړي چې هغوي دې طالبان د خبرو مېز ته راولي، تر اوسه پوري له ترهګري سره د پاکستان د اړیکو په اړه ټرمپ یواځي خبرې کوي هیڅ عملي اقدام یې نه دی کړی، پوځي جنرالان ټرمپ هڅوي چې په افغانستان کې پاته شي خو هغه په دې باور نه دی چې د جنرالانو ستراتیژي دي کار وکړي او تر دې دمه يې نظر هم پر واقعیتونو ولاړ دی.
له خان سره په لیدنو کې د نوموړی قاطعیت پر ما ژور اثر کړی دی خو نوموړی په ډيره لوړه سطحه توطیه جوړونکی دی او په دې برخه کې هیڅ د مسوولیت احساس نه کوي، هغه په پاکستان کې په بې پروا او جنجالي مشر مشهور دي، د ده تحریک کې اکثره یې پر ځان مین اشخاص را غونډ دي چې د پوځ لپاره به یې کنترول سخت وي.
په پر له پسې ډول دا دوهم ځل دی چې په پاکستان کې حکومت د رایې په زور انتقالیږي، چې دا د پرمختګ نښه ده، که څه هم په دغه هیواد کې ولسواکه پروسې ضعیفې دي خو بیا هم ویې کړای شول چې واک د مخکنیني خانداني واکمنو له لاسه وباسي.
پاکستان تر هر څه زیات ښه حکومتولۍ او پوځ او ملکي حکومت تر منځ همږغۍ ته اړتیا لري په داسی حال کې چې رهبري او د پرېکړې واک باید له ملکي حکومت سره وي، دغه هېواد ته اوس پکار ده چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، خپل اټومي فعالیتونه راکم کړي او پر ځای يې منابع او وخت په پرمختیايي چارو او زیربناو مصرف کړي، د دغه هیواد تکیه په زیاتیدونکې توګه پر چین ده، له هند د اړیکو ښه والی يې په ګټه دی خو تر دې ټولو مهم ورته د ثابتې او تجربه کاري رهبري درلودل دي.
اوس دا یو شي هم نشته، ځکه نو د نه اټکل کېدونکې او بې باوره راتلونکې لپاره چمتو شئ.