تاند- اټکلونه وايي چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د جنوبي اسیا د فوټبال په پایلوبه کې اتلولي وګټي.

هغه څارونکي، چې د جنوبي اسیا د اتو ټیمونو مسابقې یې کتلي، وايي افغان لوبغاړي پر هندي هغو بروالی لري.

د دوی په وینا سره له دې چې د تاکتیک له پلوه د دواړو لوبډلو ترمنځ زیات توپیر نه لیدل کېږي خو هندي لوبغاړي په

به د دواړو لوبډلو ترکیب په دې ډول وي
 د دواړو لوبډلو ترکیب به په دې ډول وي/ په کلیکولو عکس لویولی شئ

 

روان ټورنمنټ کې ډېر ښه نه دي ځلیدلي خو افغان لوبغاړو سږ کال ښه وړتیا ښودلې ده.

افغان لوبغاړو له تېر تورنمنټه را په دې خوا په ۹ نړیوالو سیالیو کې یوازې یوه بایللې ده او له بلې خوا افغان لوبغاړو د نننۍ پایلوبې لپاره تر هندي لوبغاړو د استراجت یا دمې لپاره زیات وخت درلود.

د دوی په وینا هندي لوبغاړي په حمله کې کمزوري ښکاري.

اټکل کېږي چې افغانستان به پایلوبه، غالباً پهاضافي وخت کې، دوه پر یو وګټي.

د افغانستان حکومت د فوټبال د ملي ټیم لوبغاړو ته ژمنه ورکړې چې که پایلوبه یې وګټله هر لوبغاړي ته به په کابل کې یو- یو اپارتمان ورکړي.

One thought on “اټکل کېږي چې افغانستان به پایلوبه ۲ پر ۱ وګټي”
  1. الله پاک دی دوی بریالی لری، وروڼو ټولو لاسونه لپه کړی او د الله دربار ته دوعا وکړی چی زمونږ بچی بریالی را وګرځی دا هیواد او دا ولس ډیر کړاوونه یی لیدلی دی نو دا بری به ددوی لپاره یو څه اندازه د غمونو او ټپونو ته ملهم وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *