اپل سمارت واچ، د اپل لمسي ساعتونه

تاند- اپل کمپنۍ لمسي یا سمارټ ساعتونه اعلان کړل خو بازار ته یې لا نه دې وړاندې کړي. دا ساعتونه، چې «سمارټ واچ« نومېږي، له درې سوه نهه څلوېښت څخه تر ۱۷ زره ډالرو پوري بیه لري.

د سمارټ واچ لوی ماډل ته، چې ۴۲ ملي متر لویوالی لري، نژدې ۵۰ ډالره او ۳۷ ملي متري ته تر دې لږ زیاته بیه اېښودل شوې ده.

اپل کمپنۍ د دغو ساعتونو د ښکارولو په مهال وویل چې د اپریل په څلرویشتمه به دا ساعتونه بازار ته وړاندې شي.

د اپل په ویبپاڼه کې د دغو لمسي ساعتونو ۳۸ نمونې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د اپل کمپنۍ اجرايي رييس ټیم کوک وايي چې د دې ساعتونو یو وار چارج د ۱۸ ساعتونو لپاره کافي دی. بېټرۍ یې په دوه نیم ساعت کې چارج کېږي.

د اپل کمپنۍ په وینا تراوسه پوري د سمارت واچ لپاره په زرګونو اپلیکېشنونه ډیزاین شوي دي.

له دې ساعت څخه ګڼ کارونه اخیستل کېدای شي، مثلاً د کریډیټ کارډ په ځای پیسې پرې ادا کېږي او د موبایل ټېلفون کار هم ورکوي.

دا ساعت له آیفون سره وصل کېدای او د آیفون له امکاناتو هم کار اخیستلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *